له نن څخه ۳۹۴ کاله پخوا د ۱۶۳۰ د نوومبر په ۱۵ مه جرمنی منجم یا ستورپېژاند یوهان کیپلر په ۵۸ کلنۍ کې د جرمني په ریګینسبورګ کې مړ شو.
کیپلر د ۱۵۷۱ د مې په ۱۶ مه د جرمني د شتات ورتمبرګ په وایل کې، چې د روم له امپراتورۍ وتلی ښار و، زېږېدلی. د ماشومتوب دوره یې په سخته نېستۍ کې تېره کړه. د ده کورنۍ یو وخت شتمنه وه. نیکه یې سبدل کیپلر یو مشهور صنعتکار و او یوه موده ښاروال و، مور یې کاترینا طبي بوټي پلورل خو هغه مهال چې کیپلر زېږېده، د ده پلار (هاینریش) سخت تنګلاسی و.
د زده کړو پیل یې د پروتستانو په مذهبي ښوونځي کې وکړ خو د دې لپاره چې ځانګړی استعداد او هنر یې درلود، خپلو استادانو توبینګن پوهنتون ته ولېږه.
کیپلر په ۱۵۹۴ کې په ګراڅ کې د پروتستانو په لیلیه ښوونځي کې د ریاضي ښوونکی شو.
ده د دې لپاره چې عاید یې لږ و، نجومي کالهیندارې خپرولې. په دغو کلیزونو کې د نورو شیانو ترڅنګ د هوا د وضعیت، د شاهزاده ګانو د برخلیک، د جګړې د پېښېدو د خطرونو او د تُرکانو د پاڅون په اړه وړاندوینې کولې.
دې په دې برخه کې ژر مشهوره شو او بالاخره د امپراتور رودولف فال کتونکی شو.
د ده په قول ویل شوي چې «د طالع کتل تر سوالګري ښه ده.»
کیپلر لومړنی انسان دی چې د شمسي نظام د معمارۍ راز یې معلوم کړ او د دې منظومې د سیارو د حرکت لپاره یې فارموله جوړه کړه.
کیپلر، چې د کوپرنیک پر معلوماتو او څېړنو باورمن و، د سیارو د حرکت د مسلې د حل کولو لپاره د ریاضي د قوانینو جوړولو ته ملا وتړله. ده لس کاله په دې برخه کې سخت کار وکړ او هغې نابشپړه مسلې ته یې ځواب ومونده چې کوپرنیک نه و موندلی. ده دا ټول کارونه په یوازې سر او بې له دې چې له چا مرسته وغواړي وکړل خو د ده د کار په ارزښت له څو تنو پرته څوک ونه پوهېدل.
کیپلر د نور (رڼا) په اړه د څېړنې په ترڅ کې د نور د ماتېدو او انکسار قوانین کشف کړل او د لومړي ځل لپاره یې د نجومي ټیلسکوپ بنسټ کېښود.
ده همداراز د مځکې د جاذبې قوې او د سمندرونو د جزر و مدر د څرنګوالي په اړه مهم نظرونه لرل.
کیپلر په ۱۶۰۹ کې ناڅاپه یا په الهامي ډول یوه حقیقت ته پام شول چې مریخ په بهرني مسیر کې دی. د کیپلر نبوغ هغه وخت لا جوت شو چې کشف یې کړه چې مځکه بیضوي ده او تر لمر راګرځي. تر دې وړاندې تصور دا و چې مځکه ګرده ده. وروسته له دې چې کیپلر ته معلومه شوه چې مځکه بیضوي ده د هغې د حرکت په اړه یې وړاندوینې وکړې او ویې ویل چې باید په پلانکي وخت کې مځکه په کوم ځای کې وي او د مځکې د موقعیت د تغییر په اړه یې خپلې وړاندوینې ځان ته ثابتې کړې.
کله چې کیپلر ادعا وکړه چې سیارې په بیضوي مدار کې تر لمر راګرځي او لمر د سیارو د مدارونو یوازینۍ کنټرولوونکې قوه ده؛ د هغو باورونو او عقایدو له اعتراضونو سره مخامخ شو چې په پېړیو خلکو منلي وو.
د سیارو د حرکت په اړه د یوهان کیپلر درې ګوني قوانین، چې د کیپلر پر قوانینو مشهور دي، له ده په وروسته منجمانو ژور اغېز وکړ. دی د دې نظر کلک پلوی و چې لمر په شمسي نظام کې مرکزي رول لري.
کیپلر د کیسه لیکنې استعداد هم درلود. ده په ۱۶۰۸ کې په لاتیني ژبه د سومنیوم (خوب- رویا) په نوم کتاب ولیکه. دا کتاب د یوه سړي په اړه دی چې سپوږمۍ ته ځي.
منجم او ساینسپوه کارل سیګن د کیپلر کتاب لومړنی علمي تخیلي یا ساینس فیکشن ګڼي.
یوهانس کیپلر له کلیسا او د پاردیانو له عقایدو سره جوړ نه و او له همدې کبله له ګراڅ څخه تبعید شو.
کیپلر د ژوند تر وروستیو پورې له علمي څېړنو لاس وانه خیست.
له مړینې وروسته د ډېرو هېر شو، چا د ده اثار نه لوستل خو په اوولسمه او اتلسمه پېړیو کې، چې عالمانو د ده اثار مطالعه کړل، قدر یې معلوم او شهرت یې نړیوال شو.