جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+پاکستان د افغانستان د ترانزیټ د بندېدو له امله تر بل هر...

پاکستان د افغانستان د ترانزیټ د بندېدو له امله تر بل هر وخت ډېر تاواني شوی

عزیز خان هوتک
تر هغه وروسته چې افغانستان د خپلو ملي ګټو او حاکمیت په اساس د ترانزیټي لارو په اړه محدودیتونه وضع کړل، سیمې په اقتصادي توازن کې بدلون رامنځته شو. که څه هم پاکستان هڅه کوي په خپلو تبلیغاتو کې داسې انځور وړاندې کړي چې ګواکې د ملګرو ملتونو د غوښتنې او له افغانانو سره “همدردۍ” په خاطر لاره خلاصوي، خو واقعي اقتصادي وضعیت ښيي چې تر ټولو ستر تاوان او فشار پر پاکستان راغلی دی. اسلام‌اباد د دې پر ځای چې رښتینی حالت په ښکاره ومني، د ملګرو ملتونو نوم د پردې په توګه کاروي، څو د خپلو کورنیو نیوکو مخه ونیسي او د خپل اقتصادي زیان د پټولو هڅه وکړي.
په پاکستان کې د زراعتي تولیداتو د خرابېدو خطر ورځ تر بلې زیات شوی دی. دغه هېواد هرکال ډېرې تازه میوې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا او نورو بازارونو ته صادروي، خو اوس د لارو د بندېدو له امله زرګونه ټنه کینو، کیلې، امروت، املوک، سبزیجات او نور کرنیز توکي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي. پاکستان د سړو خونو د ساتنې کافي وسایل او ظرفیت نه لري، او د لنډمهالي ذخیرو لګښتونه یې دومره لوړ دي چې د سوداګرو لپاره یې پرلپسې تاوان رامنځته کړی دی. د تازه میوو خرابېدل نه یوازې د کروندګرو عاید له منځه وړي، بلکې د پاکستان د کورني بازار نرخونه یې هم ګډوډ کړي دي. عرضه زیاته شوې، تقاضا کمه ده، او پایله یې دا شوې چې د کرنیز سکتور عواید په بې ساري ډول راټیټ شوي دي.
د پاکستان ټرانسپورټ او لوژستیک سکتور هم له سخت رکود سره مخ شوی دی. هغه زرګونه لارۍ چې د افغانستان له لارې یې د صادراتو لپاره کار کاوه، اوس په تمه ولاړې پاتې دي. د لارو بندېدل د ټرانسپورټي شرکتونو عایدات صفر ته نژدې کړي، ډرایوران بې‌ دنده شوي او د ترانزیت فیسونه، مالیاتي عایدات او د تیلو مصرف ټول د پام وړ کم شوي دي. د پاکستان شمالي مسیرونه چې اکثراً د افغانستان پر لارو متکي دي، له اقتصادي پلوه فلج شوي دي.
برسېره پر دې، پاکستان تل د افغانستان له لارې د میلیونونو ډالرو په ارزښت صادرات منځنۍ آسیا ته لېږل. اوس د بندښت له امله نه یوازې صادرات کم شوي، بلکې یو شمېر نړیوال تړونونه هم لغوه شوي، ځنډېدلي او یا یې د تاوان غوښتنې راپورته شوي دي. په پاکستان کې پانګه‌ وال شکایت کوي چې د لارو بندېدل د دوی څو کلنه ګټه په تاوان بدله کړی ده. دغه وضعیت د پاکستان په عمومي اقتصاد هم دروند فشار اچولی، په داسې حال کې چې دغه هېواد لا له وړاندې د مالي بحران، انفلاسیون او پورونو له سختې ستونزې سره مخ دی.
په مقابل کې، افغانستان د زیان پر ځای د بدیلونو فرصتونه پیدا کړي دي. د ایران، ازبکستان، ترکمنستان، چین او نورو هېوادونو لارې فعالېږي. د چابهار بندر، د لاجوردو دهلېز، او د تاجک ټرانسپورټي مسیرونه افغانستان ته اوږدمهاله اقتصادي بدیلونه برابروي. یعنې افغانستان په یوه مسیر نه متکي کېږي، بلکې د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو لپاره بدیل دروازې رامنځته کېږي.
سره له دې چې پاکستان هڅه کوي افغانستان تاواني وښيي او د افغانانو په نوم د لارو پرانېستو تبلیغ وکړي، خو اصلي اقتصادي زیان همدې هېواد ته رسېدلی دی. د میوو خرابېدل، د ټرانسپورټ سکتور رکود، د صادراتو سقوط، د کروندګرو عایداتو کمېدل، او د کورني اقتصاد ګډوډي ټول هغه عوامل دي چې پاکستان یې له یوې نوې او سختې اقتصادي دورې سره مخ کړی دی. د افغانستان پرېکړې پاکستان ته دا ور وښوده چې د یو واحد مسیر په برلاسي اتکا څومره لویه ستراتیژیکه تېروتنه ده چې پایله یې د همدې هېواد دروند تاوان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب