Homeخبرونهد ترکیې او ایران د باندنیو چارو وزیرانو د افغان کډوالو د...

د ترکیې او ایران د باندنیو چارو وزیرانو د افغان کډوالو د مخنیوي پر لارو خبرې وکړې

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۰ مه) د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو عباس عراقچي او هاکان فیدان، د یکشنبې په ورځ د نوومبر په ۳۰مه (د لیندۍ/ قوس ۹مه) په تهران کې له یو بل سره ولیدل او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې وکړې.

انقره او تهران د سوداګرۍ د پراخولو، د سرحدي لارو د پیاوړتیا، د مهاجرت په چارو کې د همغږۍ، او د سیمه‌ییزو کړکېچونو پر ضد د ګډو هڅو پلانونه ترسیم کړي دي، او په ورته وخت کې یې د اسرائیل د تګلارو پر ضد خپل ګډ مخالفت بیا تأیید کړی دی.

ښاغلي فیدان له عراقچي سره په کتنه کې وویل چې ترکیې او ایران له افغانستان څخه د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره پر ګډو همغږیو بحث کړی او د دې پراخې سیمه‌ییزې ننګونې د هوارولو لپاره یې د «ملموسې همکارۍ» غوښتنه کړې ده.

ترکیې ته اکثره افغانان له ایران څخه په قاچاقي لارو ځي او ترکیه له دې کبله له ایران څخه غواړي چې د افغانانو د قاچاقي تګ راتګ مخه ونیسي.

ترکیه هر کال له اروپايي اتحادیې څو میلیارد ډالره اخلي چې د اروپا لور ته د پناه غوښتونکو مخه ونیسي.

د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو د ژورولو په لړ کې، انقرې د ایران هغه پلان ته هرکلی ویلی چې غواړي د ترکیې په ختیځ وان په ولایت کې نوې قونسلګري پرانیزي.

 فیدان ویلي چې د نوې قونسلګرۍ د پرانیستې په مراسمو کې به له عراقچي سره یوځای ګډون وکړي.

دواړو وزیرانو همداراز هوکړه کړې چې د ترکیې او ایران د عالي ستراتیژیکې همکارۍ نهمه غونډه به «په مناسب فرصت» کې د ولسمشرانو په کچه تر سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...