تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۹ مه) د ۱۹ کلنو ځوانانو د درېاړخیزو سیالیو پایلوبه چې د افغانستان او د هند الف ډلې ترمنځ د یکشنبې په ورځ په بنګلور ښار کې ترسره کېده، د سخت باران له امله نینګړې پاته شوه. او دواړه لوبډلې د دې ټورنمنټ ګډ اتلان اعلان شول.
دا لوبه له پیله ښکارېده چې د افغانستان په ګټه روانه ده. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبې په لومړیو دقیقو کې وکولای شول د هند څو مهم لوبغاړي وسوځوي، خو د هوا خرابوالي د لوبې دوام ناشونی کړ.
دوو ځوانو افغان توپاچوونکو، عبدالعزیز خان او سلام خان، ښه توپ اچونه وکړه او یوازې په اوو اورونو کې یې د هند درې لوبغاړي پهداسپ حال کې وسوځول چې هغوی ټولټال منډې کړې وې. خو باران لوبه ودروله.
په دوهم ځل چې باران لوبه ودروله، هند په ۱۹ اورونو کې ۷۹ منډې کړې وې او پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي وو. د مازیګر تر پایه د تېز باران له کبله میدان د لوبې لپاره چمتو نه شو.
د دې لپاره چې د پایلوبې د ټولو اورونو لوبول ممکن نه و، د ټورنمنټ چارواکو دواړه لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د درېاړخیزو سیالیو ګډ اتلان اعلان کړل.
خو دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې افغانستان په څلورو سیالیو کې ۳ ګټلې، یوه بایللې وه او ۱۲ امتیازونه ترلاسه کړي وو.
د هند د ځوانانو الف لوبډلې ۲ سیالۍ ګټلې وې او ۸ امتیازونه لرل خو د هند د ځوانانو بي ټیم ۳ سیالۍ بایللې او یوه ګټلې وه او امتیازونه یې ۴ وو.
عبدالعزیز خان د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله، ځکه چې په ټول ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې اخیستي وې او په زړه پورې وړتیا ښوولې وه.
د افغانستان کرکټ بورد د خپلې لوبډلې د دې بري مبارکي ویلې، د لوبغاړو تصویرونه یې خپاره کړي او د پایلوبې په پیل کې یې د افغان توپاچوونکو د ځلانده توپ اچونې ستاینه کړې ده.