تاند( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۹مه) د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وایي، د دې ولایت په ۱۳ ولسواليو کې یې بڼوالو ته په ۲۱۵.۶ هکتاره ځمکه د مالټو بڼونه جوړ کړي.
یاد ریاست زیاتوي چې، سږکال د دغو بڼوڼو حاصل ۲۲۱۴ مټريک تنه اټکل شوی.
د مسوولانو په وینا دغه بڼونه په کوز کونړ، دره نور، ګوشتې، روداتو، کوټ، بټي کوټ، اچين، شينوارو، مومندرې، سره رود، خوږياڼو، نازيانو او چپرهار ولسواليو کې جوړ شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د کرنې رئيس مولوي محمد ولي محسن وايي، چې تېر کال ۲۰۴.۶ هکتاره ځمکه باندې بڼونو ۲۱۰۸.۷۵ مټریک ټنه حاصل ورکړی وو.
محسن زیاتوي، سږکال بڼوالي پراخه شوې، چې ورسره حاصل هم زيات شوی او پنځه سلنه زياتوالی ښيي.
نوموړی وایي د کرنې رياست ياد بڼوال روزلي او ورسره يې د وسايلو مرسته هم کړې او راتلونکي کال کې به دې رياست له لوري د ستروسو بڼونو پراختيا ته لا زيات کار وشي.
بڼوال د حاصل له زیاتوالي خوښ دي خو له طالبانو غوښتنه کوي چې، د بهرنیو مالټو مخه ونیسي څو دوی له دې لارې یو څه عاید ترلاسه کړي.
پخوا به د مالټو په موسم کې ډېره برخه مالټه او کینو له پاکستانه راتلل، چې سږکال تر اوسه له یاد هېواد سره لارې تړلې او سوداګري بنده ده.
ځینې بڼوال بیا ټینګار کوي چې لارې دې تړلې پاتې شي څو پاکستاني مالټې بازار ته رانشي.