ځینې انسانان په دې کې ورک دي، چې څنګه درناوی یې په دفتر، کور او داسې نورو ځایونو کې چې دنده لري په بیرون کې هم دا تمه لري، چې خلک یې درناوی وکړي او له هماغو عینکو له نورو د درناوي تمه لري، چې دا کار د انسان په ځان بسیاینه، مطمېنوالي، باور او زغم باندې اغېز کوي.
په وړو وړو خبرو کې ټول عمر بندیوان وي او په هر ځای کې د خوښ اوسېدو او ښه مجلس پر ځای ګیلې کوي، چې پلاني په پلورنځي، دفتر، مجلس، ختم او واده کې داسې چلن راسره وکړ؛ خو دې ته یې پام نه وي، چې انسانان خو ټول یو ډول نه دي او نه دا ټول یې د کورنۍ، دفتر او د کاري چاپېریال غړي دي، چې هغسې چلن ورسره وکړي. انسان باید ځای ته په کتو تمه ولري، چې په دې کې چاپېریال هم مهم رول لري، دا ځکه چې د چاپېریال له بدلون سره باید خپلې تمې هم بدلې کړي. په دې کې څو ښېګڼې وي، یو دا چې د ځان ځور به یې کم کړی وي، د ګیلو ذهنیت به یې بدل کړی وي، ذهني انرژي به یې بې ځایه نه وي مصرف کړې، له نورو کسانو سره به یې چلن ښه شوی وي، مجلسونه به یې خواږه او نوښتګر شوې وي، منفي ذهنیت به یې مثبت شوی وي، په هر ځای کې به بې تمې خپلو کارونو ته رسېدلي وي، په ځان باور به یې زیات شوی وي، ښې اړیکې به پالي، ځان غوښتنه به یې کمه شي او په هر ځای کې به له منځلارۍ څخه کار اخلي، چې دا شیان یې په ژوند کې د نویو لارو د پرانیستو لامل کېدای شي.
هره غوښتنه به بیا د شرایطو مطابق وي او هر انسان به یې له چلن څخه خوښ وي او وجدان به یې ارامه وي، چې دا کړنې د انسان ذهن د پرمختګ، نوښت، بوختیا لوري ته بیایي او انسان ته د سکون او مطمېن کېدو ذهنیت ورکوي، چې بیا د ځاني غوښتنې پر ځای ټولنیز ذهنیت د ده په چلن کې را څرګندیږي او په ټولیز لحاظ یې په چلن، فکر او عمل کې بدلون راځي.