Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه ننګرهار کې د شفتالو سږني حاصلات تر ۱۱ زره ټنه زیات...

په ننګرهار کې د شفتالو سږني حاصلات تر ۱۱ زره ټنه زیات دي

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۱۵مه) ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې، سږ کال د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې پر ۲۰۲۱.۵ جریبه ځمکه د شفتالو باغونه کرل شوي دي.

د مسوولانو د اټکل له مخې له دغو باغونو څخه به سږکال شاوخوا ۱۱ زره او ۳۲۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.

د یاد ریاست د مالوماتو پر اساس تېر کال پر ۱۹۹۱.۵ جریبه ځمکه شفتالان کرل شوي وو، چې ترې ۱۱ زره او ۲۲۳.۳۴ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و.

دوی زیاتوي، د شفتالو د حاصلاتو راټولولو، بسته‌ بندۍ او نورو اړوندو برخو کې زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

همدارنګه د ننګرهار د شفتالو حاصلات د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

مسؤلان وایي، په ننګرهار کې د شفتالو بېلابېل ډولونه کرل شوي، چې د کیفیت له پلوه د نورو هېوادونو له شفتالو څخه غوره دي او په مناسب وخت کې حاصل ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...