Homeخبرونهد پاکستان مشهور دیني عالم شيخ ادريس ووژل شو

د پاکستان مشهور دیني عالم شيخ ادريس ووژل شو

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۱۵مه) د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او دیني عالم شیخ ادریس د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې ووژل شو.

پاکستاني رسنیو نن سه‌شنبه دغه خبر خپور کړی دی.

رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې، وسله‌والو سهار مهال د خیبرپښتونخوا ایالت «چارسده» سیمه کې د هغه پر موټر ډزې وکړې.

سرچینو ویلي چې،هغه ځای پر ​​ځای ساه ورکړې او دوه ساتونکي یې سخت ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي.

پولیسو سیمه محاصره کړې او د وسله‌ والو لټون یې پیل کړی.

شیخ ادریس د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعيت علمای پاکستان ګوند غړيتوب درلود.هغه وروسته له هغې تر سختو نیوکو لاندې راغی چې، څو ورځې وړاندې یې په یوه بیان کې د پاکستان د پوځ مشر سوله خوښوونکی بللی وو په داسې حال کې چې، د منتقدینو په وینا یې هره ورځ د پاکستاني پوځ له لوري پښتانه په نښه کېږي او په یوه او بله بهانه وژل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...