Homeخبرونهفطرت: د پاکستان تازه بریدونو کې ۳ تنه مړه او ۱۴ ټپیان...

فطرت: د پاکستان تازه بریدونو کې ۳ تنه مړه او ۱۴ ټپیان شوي

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۱۵مه) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، پاکستان یو ځل بیا پر کونړ هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې ۳ ملکیان مړه شوي او ۱۴ ټپیان شوي دي.

فطرت دغه جزیات په خپله اېکس پاڼه تېره شپه ناوخته خپاره کړي دي.

هغه لیکلي چې، په مړو او ټپیانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

فطرت وایي، پاکستان په دغو بریدونو کې د کونړ دانګام ولسوالۍ کې د ولسي خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیایي مرکز او جوماتونه په نښه کړي دي.

هغه ویلي، بریدونو کې د ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ، مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د ده په وینا، یادو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیایي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي او ۸۰ څاروي هم تلف شوي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي وو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې جګړه له سره پیل شوې او ملکیانو ته زیان رسوي.

د دغې ادارې راپور کې ویل شوي چې جګړې د کرښې په اوږدو کې بشردوستانه وضعیت نور هم خراب کړی او اغېزمنو سیمو کې بشري اړتیاوې لوړې دي چې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان د خوراکي توکو د نه‌خوندیتوب سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...