Homeخبرونهپه افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې په یوه میاشت کې...

په افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې په یوه میاشت کې نژدې پنځه برابره زیاتې شوې

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، په افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې د سپټمبر پرتله د اکتوبر په میاشت کې کابو پنځه برابره زیاتې شوې دي. دغه سازمان همداراز ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې په لومړي ځل د دې ناروغۍ له امله د یوه کس مړینه ثبت شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د بېړني وضعیت د اکتوبر میاشتني راپور له مخې، په دې میاشت کې د ډینګي تبې ۱۶۷۵ شکمنې پېښې او یوه مړینه ثبت شوې ده. په داسې حال کې چې د سپټمبر په میاشت کې د دې ناروغۍ ۳۶۴ شکمنې پېښې ثبت شوې وې او د مړینې هېڅ پېښه نه وه راپور شوې.

دا شمېرې ښيي چې په یوه میاشت کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې شاوخوا ۳۶۰ سلنه زیاتې شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د پېښو زیاتوالی د ناروغۍ له معمول موسمي بهیر سره سمون لري.

د دغه سازمان په وینا، د اکتوبر په میاشت کې ثبت شوې مړینه په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې د ډینګي تبې له امله لومړنۍ مړینه ده.

ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې د مچیو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدېږي. د دې ناروغۍ نښې تبه، سخت سرخوږی، د عضلو او بندونو درد، زړه بدوالی او د پوستکي دانې دي. که څه هم ډېری ناروغان بېرته روغېږي، خو د ناروغۍ سختې بڼې د بدن دننه د وینې بهېدو، د غړو د زیانمنېدو او ان د مړینې سبب کېدای شي.

په افغانستان کې د دې ناروغۍ پېښې په داسې حال کې زیاتې شوي چې د دغه هېواد روغتیايي نظام لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی او ساري ناروغۍ او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د اندېښنې وړ موضوعات دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپلو پخوانیو راپورونو کې هم د دوبي په میاشتو کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې ثبت کړې وې. د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په اګست کې ۲۷۹ او په جولای کې ۴۷۳ شکمنې پېښې ثبت شوې وې. په سپټمبر کې د پېښو شمېر ۳۶۴ ته راکم شوی و، خو په اکتوبر کې بېرته ۱۶۷۵ ته لوړ شو.

د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر په راپور کې په افغانستان کې د خپلو نورو روغتیايي فعالیتونو یادونه هم کړې ده. د دغه سازمان په ملاتړ روغتیايي مرکزونو په دې موده کې ۱۱۷ زره او ۶۰۷ ناروغانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي، ۱۳۱ طبي بستې یې وېشلې چې له ۱.۹ میلیونو څخه ډېرو کسانو ترې ګټه اخیستې او ۴۹۸ روغتیايي کارکوونکو ته یې روزنه ورکړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د ساري ناروغیو د څارنې، د ناروغیو د لېږدوونکو مچیو د مخنیوي او پر وخت روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د ناروغیو د موسمي زیاتوالي پر مهال، ډېر اهمیت لري.

دغه سازمان روښانه کړې چې په راپور کې یادې شوې شمېرې د ډینګي تبې شکمنې پېښې دي او باید د لابراتواري ازموینو له لارې د تایید شویو پېښو په توګه ونه ګڼل شي. د راپور په یادو شمېرو کې نه د کومې ځانګړې وبا یادونه شوې او نه هم هغه ولایتونه په ګوته شوي چې پېښې پکې ثبت شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...