دوشنبه, فبروري 9, 2026
Home+د شېخ متي د شعر سبکي ځانګړنې| حضرت‌نبي شېرزی

د شېخ متي د شعر سبکي ځانګړنې| حضرت‌نبي شېرزی

د عرفاني او تصوفي شاعرانو لپاره عرفان الله تعالی ته د رسېدو او قربت یوازینۍ لار او وسیله ده، د الله تعالی لویي، جمال او کمال په عرفاني ژبه بیانوي او د لوی خالق اذکارو او ستاینې لپاره عرفاني شاعرۍ ته مخه کوي، په پښتو شاعرۍ عرفاني برخه خورا زیاته او د ډېرې ستاینې وړ ده، د پښتو ژبې شاعرانو په هره دوره او په هر پړاو د ځانګړې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده.

عرفاني شاعرۍ هغه اغېزناکې او  اخلاقي څرګندونې دي، چې په وسیله یې خلک الله تعالی لور ته بلل کېږي او په هنري او فکر اغېزې له مخې یې د انسانانو په زړونو کې د لوی رب د مینې تخم زرغونوي، انساني روح روزنه په عرفاني او اسلامي بڼه تر سره کوي؛ همدې اړتیا ته په کتو پښتو شاعرانو په دغه برخه کې اشعار ویلي له یوې خوا یې خپل د مینې وچ ګل ورباندې زرغون کړی له بله پلو دا لاره، شاعرانو د الله تعالی ته د قرب  لپاره ټاکلې ده. که څه هم په پښتنو او پښتو شاعرانو کې له اره اسلامي روح اغږل شوی دی؛ امیر حمزه بابا وایي :

د پښتو فطرت مې دومره اسلامي دی

که اسلام نه وای نو هم به مسلمان وم

د پې خزانې په لومړۍ برخه د پښتو ژبې د عرفاني شاعر د شېخ متي شعر خوندي شوی دی، چې په بشپړه ډول عرفان شعر دی او عرفاني چې په تمامه مانا شېخ متي په عرفاني برخه کې خپل افکار په بې ساري ډول کارولي، چې د شعر بیتونه یې د غوره تجربې استازولي کوي؛ دلته یې د شعر په سبکي ځانګړنو غږېږو :

د شعر ژبنۍ ځانګړتیاوې :

په لرغونې دوره کې د شېخ متي شعري سبک د عرفاني سبک اسازیتوب کوي او د عرفاني او تصوفي سبک ځانګړنې لري؛ عرفاني سبک هغه سبک ته ویل کېږي، چې په هغه کې شاعران او لیکوالان تصوفي او عرفاني مفاهیمو ته ارزښت او پاملرنه کوي؛ په دغه سبک کې معمولآ الهي مینه، عارفانه سلوک، فنا، بقا، وحدت الوجود او وحدت الشهود په څېر مضامین بیانېږي؛ په پښتو ژبې او ادب کې عرفاني او تصوفي ادبیات او سبک ځانګړی ځای لري؛ په عرفاني او تصوفي سبک کې پر مضمون افرینۍ سربېره د کلماتو ځانګړی استعمال لري؛ د بېلګې په توګه عرفان او تصوف په پښتو شاعرۍ کې د شپېلۍ او د دري شاعرۍ کې د نی په کلــمو خبرې کېږي، له هـــغې څخه د الــهي مینې د یاد نارې اورېدل کېږي؛ لکه د شېخ متي د شعر په یو بند کې لولو :

پر لویو غرو هم په دښتو کې                   په لوی سهار په نیمو شپو کې

په غاړه ږغ او په شپېلکو کې                   یا د وریژلو په شپلو کې

ټول ستا د یاد نارې سورې دي

دا ستاد مینې نندارې دي

مولانا جلال الدین محمد بلخي فرمایي :

بشنو از نی چون حکایت مېکند

ازه جدایی ها، شکایت مېکند

سبکي ځانګړنې یا په یو ادبي یا هنري آثر کې په فرد پورې اړوند او منسوب هغه خصوصیات دي، چې د نورو ادبي او هنري آثارو څخه یې بېلوي؛ دغه ځانګړنې په بېلابېلو برخو کې لکه : د کلماتو، تصویرنو، د جملو ترکیب، فعلونو کارول او یا نه کارول … کې څرګندای شي؛ د کلماتو د کارولو څخه موخه دا ده، چې شاعر او لیکوال د خپلو افکارو او احساساتو د بیان لپاره له کوم ډول کلماتو له کارولو څخه استفاده کوي. ایا د ساده کلماتو څخه کار اخلي او که له عامیانه کلماتو له کارولو څخه استفاده کوي؟ د پوهاوي وړ کلمات کاروي او که پېچلي ؟ له توصفي کلماتو ګټه اخلي او که له تصویري؟ له نومځرو ( ضمایرو ) څخه ګټه اخلي او که نه؟ ترکیبي کلماتو ته او لومړیتوب ور کوي او که غیر ترکیبي ؟ همدا ټولې ځانګړنې د یو شاعر او لیکوال سبکي ځانګړنې ښیي.

د شېخ متي په شعر کې ځېنې کلمې چې سبکي ځانګړنې لري زیاتې لېدل کېږي، چې تر ډېره د داسې کلمو کارونه د عرفاني او تصوفي شاعرۍ د ځانګړنو څخه ګڼل کېږي؛ لکه : ( جمال ) که څه هم جمال کلمه د عرفاني او تصوفي شاعرۍ یو ډېر کارېدونکی عنصر دی، چې په پښتو شعر او بیا په ځانګړي ډول په عرفاني او تصوفي شاعرۍ کې د جمال د معشوقې د کمال او حسن څرګندېدل دي؛ شېخ متي فرمایي :

خاونده! ښکلی ستا جمال دی                       ښکاره یې لور په لور کمال دی

که ورځ که شپه که پېړۍ کال دی                   ستا د قدرت کمکی مثال دی

ستا د لورونو یو رڼا ده

دلته چې جوړه تماشا ده

ولې | حضرت نبي شېرزی

همدارنګه رحمان بابا فرمایي :

د رحمان نظر په هېچا باندې نه وي

چې نظر یې په جمال شي د اشنا

د شېخ متي په شاعرۍ کې یوه بله کلمه چې زیاته کارېدونکی ده، د ښکلا کلمه ده؛ ښکلا هغه احساس دی، چې د ټولو د خوند اخېستلو سبب کېږي، ښکلا جذابه ده، سړی جذبوي او په سړي کې داسې احساساتو د زیږ سبب کېږي، چې ارام ور کوونکي وي؛ شېخ متي فرمایي :

که لمر روښانه مخ یې سپین دی                 بیا د سپوږمیه تندی ورین دی

که غر دی ښکلی پرتمین دی                     لکه هینداره مخ د سین دی

ستا د ښکلا دا پلوشه ده

دا یې یو سپکه ننداره ده

د ښکلا کلمه د معاصرې شاعرۍ د ډېرې کارونې توکی دی، هر شاعر په خپل شعر کې ښکلا ستایلې، خوشال خان خټک یوازې د ښکلا او ښکلیو ستاینه کوي او د نورو ستاینه په ځان لازمه نه ګڼي؛ خوشال خان وایي :

زه مداح د هېچا نه یم، بې د ښکلیو

د نور چا په صفت نه لرم یو قال

استاد پیرمحمد کاروان وایي :

چې ښکلا ته د جهان ګوته په خوله شي

بیا سېنګار وکړه او ناوې د ایشیا شه

جمال او کمال هغه کلمې دي، چې دېری وخت په شعر او نثر کې پېوستې کارول کېږي، په ټوله کې ویلی شو، چې جمال او کمال په پراخ مفهوم سره د ښکلا، بهترۍ او لوړوالي مانا افاده کوي؛ یانې چې د یو توکي ظاهري ښکلا ته اشاره کوي او همدارنګه له داخلي صفاتو څخه بشپړ او کامل وي؛ په ټوله کې جمال ظاهري ښکلا او جذابیت ته اشاره کوي او کمال د بهترۍ او لوړوالي درجه او داخلي ښه والی او داخلي ځانګړنو ته اشاره کوي؛ د بېلګې په توګه د یو هنري او ادبي آثر ښکلا او جمال دا دی چې ظاهري بڼه یې جمال او ښکلا ولري او کمال یې دا دی چې ژور او عمیق مفهوم افاده کړي.

د شېخ متي له شعره داسې ښکاري چې ده په شعر کې د کلماتو د کارونې یو نوی باب پرانېستی دی، د ده په شعر کې داسې کلمې لېدل کېږي، چې د معاصرو شاعرانو په شعرونو کې خورا زیاتې تر سترګو کېږي یا په بله مانا هغه کلمات یې په شعر کې ډېر لېدل کېږي، چې معاصرو شاعرانو د ډېرو تجربو په پایله کې موندلي دي او په تشبهي بڼه یې کارولي؛ لکه : سپوږمۍ، پرتمین، هېنداره، ښکلی یا ښکلا، پلوشه، وږمه، بوررا …. داسې هم ویلی شو، چې د پورته شاعرانه کلماتو ایجاد له همدې ځایه شوی وي او بنسټ یې همدلته بنأ شوی وي؛ د بېلګې لپاره د شېخ متي د شعر یو بند کې لولو :

که لمر روښانه مخ یې سپین دی                 بیا د سپوږمیه تندی ورین دی

که غر دی ښکلی پرتمین دی                     لکه هینداره مخ د سین دی

ستا د ښکلا دا پلوشه ده

دا یې یو سپکه ننداره ده

هغه کلمې چې شېخ متي په پورته بند کې راوړي دي، دا هغه کلمې او الفاظ دي، چې معاصرې شاعرۍ د ښکلا او د کمال توکي ګڼل کېږي او شاعري یې پرې ښکلې ده؛ د کاروان په شاعرۍ کې هېندارې په اړه لولو :

هېنداره یې کېښوده له سره یې لېونتوب والوت هوښیاره شوله

له خپل تصویر نه را روانه په شا نه ګوري هېنداره شوله

د مرحوم استاد پسرلي په یو بیت کې لولو :

د ژوند ښکلا مې، غوښته هر څه کې

په لمر، سپوږمۍ او په سین او غره کې

که د پښتو ادب لرغونې دورې شعر ته په ځېر سره وکتل شي، دا به را مالومه شي، چې د بورا کلمه د کارولو پیل له همدې شعره شوې او له شېخ متي څخه شوې ده، د شېخ متي په شعر کې د بورا کلمې کارول نوې خبره ده او د ده زمانې د شاعرانو په شعرونو کې لومړۍ بېلګه ده.

بورا د کلمې کارول بیا وروسته د منځنۍ دورې په شاعرانو په شعرونو کې عامه شوې ده، چې په شعر کې یې د وفاداۍ او د رېښتنې مینې سیمبول دی؛ شېخ متي فرمایي :

دلته لوی غرونه زرغونېږي                     د ژوند وږمې پکې چلېږي

بوراوې شا و خوا کړېږي                        سترګې لېدو ته هېښېږي

لویه خاونده ټوله ته یې

تل د نړۍ په ښکلېده یې

د پښتو ژبې ستر شاعر خوشال خان خټک په یو بیت کې لولو :

د ګلونو قدر چا زده

د بلبل یا دبورا زده

کاروان وایي :

داغ نه یې مچکې چې بورا اخلي

مسک په سر کو شونډو لاله زار غواړم

یا :

پرېږده چې د ژوند بورا پرې وناڅي

دا ګل غنچه په کاڼو مه وله

په یوه لنډۍ کې لولو :

بورا به خدای په ګلو موړ کړي

باغوانه ستا نېمګړی نیت مې ژړوېنه

د شېخ متي په دغه عرفاني او تصوفي شعر کې داسې کلمې هم کارول شوي دي، چې په مفهوم یې پوهېدل ګران دي یا هغه کلمې دي، چې اوسمهال نشته او له استعماله غورځېدلي دي؛ د همدې کلمو د کارولو څخه یې د ژبې سوچه والی هم څرګندېږي؛ د شېخ متي د ژبې د سوچه والي یو ښکاره دلیل دا کېدای شي، چې شېخ متي د ډېر ټولنیز ژوند څخه لېري پاتې شوی دی او پر ټولنیز ژوند کولو یې ګوښتوب غوره کړی دی او همدا لامل دی، چې د نورو ژبو له اغېزې یې شعر خوندي دی؛ دلته په هغو کلمو لنډې خبرې کوو، چې د شېخ په شعر کې راغلي، څه یې اوس هم مروجې دي او څه یې متروکې یا یې استعمال پرېښودل شوی دی.

د بېلګې په توګه پاسوال د ساتونکی په مانا دی، دا هم هغه کلمه ده، چې اوس مهال ژوندۍ نه ده او استاد حبیبي د پښتو ابیاتو تاریخ په لمن لیک کې وایي : “ پخوا ویله کېده ښایي پاچا هم پاسوال بلل کېده” د شېخ متي په شعر کې د پلور کلمه هم راغلې، د شېخ متي په شعر کې د پلور کلمه د قېمت په مانا دی دا کلمه په دې مانا متروکه ده؛ بله کلمه سمې کلمه ده، چې سموالي په مانا ده، چې اوس هم د سم او سمې په بڼه موجوده ده؛ همدارنګه ځری چې د قاصد مفهوم لري او هم په محدوده بڼه کارول کېږي؛ هسک کلمه چې په دغه شعر کې د اسمان په مانا راغلي، دا کلمه اوس هم ژوندۍ ده، بڼه یې په خپل ځای پاتې ده او مفهوم یې بدلون موندل دی؛ پخوا یې د اسمان مفهوم افاده کولو او اوس هغه څه چې زموږ له سره څخه لوړ وي هغه ته هسک وایي؛ شېخ بېټني په شعر کې هسک چې د اسمان په مانا دی لولو :

هسک او مزکه نغښتې ستا ده          د مړو وده له تا ده

د لته د استاد پسرلي په یوه څلورېځه کې د هسک کلمه چې د جګ او لوړ په مانا دی لولو :

په هسک کمره وه، زرکه ولاړه

ځوان زړه یې مسته، وهله غاړه

لمڅت له پاسه، باندې را ټيټ شو

خوښي د سترګو رپ کې لاړه

د شېخ متي په دې شعر کې پنځ د مانا په هکله استاد حبیبي لیکي “ سټې یا سټه کلمه د بېخ او بنیاد په مانا ده او اوس هم ځېنو سیمو کې کارول کېږي او څه نا څه بیا یې لیکنیز چاپیریال ته لار موندلې ده؛ د سورې کلمه چې د نارو په مانا دی اوسمهال یې استعمال کم شوی؛ خو بیا هم په ځېنو ګړ دودونو کې دغه کلمه ژوندۍ پاتې ده او ډېر وخت د نارو سره ګډه ویل کېږي؛ د پکتیا ولایت د ځاځیو په ګړدود کې اوس هم ویل کېږي؛ ( څه سورې نارې دې جوړې دي ) غاړې ــ غاړې د خوله په خوله مانا لري؛ لکه د ملکیار د شعر په یو بند کې مو ولوستل :

ترنګ بهېږي      ترنګ بهېږي          غاړې تر غاړې

زما زړګی خو                              خپل لالی غواړي

بله کلمه د چوڼی ده، چې د بلبل یا مرغۍ په مانا دی؛ دا ټولې هغه کلمې دي، چې یو څه یې متروکې دي او یو څه یې اوس هم څه نا څه یا په محدود ډول د کارولو وړ دی …

لکه څنګه چې مو وویل شېخ متي ډېری ژوند په ګوښتوب کې تېر شوی دی، له همدې امله یې په شعر کې د نورو ژبو اغیز نه څرګندېږي؛ که څه هم د ده په شعر کې د بلې ژبې اغیز نه ښکاري، اما د شعر له یو بند څخه یې جوتېږي، چې د عربي او فارسي ژبو سره یې لېوالتیا لرله؛ د دې لېوالتیا علت هم دا کېدای شي چې د وخت مروج عربي کتابونه به یې لوستي وي، بل علت یې دا کېدای شي، چې ده به د دري ژبې شاعرانو چې د ده زمانې عرفاني شاعران و مطالعه کړي وي؛ لکه : شېخ فریدالدین عطار، سنایي، مولانا جلال الدین محمد بلخي او نور؛ نو ځکه یې د شعر په ځېنو برخو کې د مثال، عدم او ابلیس کلمې ښکاري؛ د شېخ متي د شعر په بند کې لولو :

نه هسک نه مځکه وه، تورتم و           تیاره خپره وه، ټول عدم و

نه دا ابلیس نه یې ادم و                 ستا د جمال سوچه ترتم و

چې سو ښکاره ښکلې دنیا سوه

د پنځ پر لورې یې رڼا سوه

د شېخ متي په شاعرۍ کې یو بل څه چې د پام وړ دي، هغه د مرستیال فعلونو کارولو بحث دی، د شعر له بندونو یې څرګندېږي، چې مرستیال فعلونه یې د ګړ دود په منلو کارولي دي؛ لکه : سوم، سوې، سوه، او سي؛ د شېخ په لاندې بیت کې لولو :

زه چې څرګند په دا دنیا سوم               د ښکلي مخ په تماشا سوم

ستا پر جمال باندې شیدا سوم              له خپلې سټې را جلا سوم

په ژړا ژاړم چې بېلتون دی

یمه پردیس بل مې تون دی

په همدې پورته بند کې یوه کلمه چې ډېره د غور وړ دی او د ده په شعر کې یې استعمال خورا ډېر عجب ښکاري، د پردیس کلمه ده؛ لکه څنګه چې هر ژبه کې د نورو ژبو لغات شامل وي، د پردیس کلمه هغه مشترکه کلمه ده، چې د پښتو او اردو ژبو کې شامله او مشترکه کارول کېږي؛ له دې وروسته بیا په معاصره شاعرۍ کې زیاته کارول شوې ده. شېخ متي وایي:

په ژړا ژاړم چې بیلتون دی

یمه پردیس بل مې تون دی

وایي د استاد عبدالروف نېنوا د قبر په شناخته د ده دغه بیت لیکل شوی دی:

زما په شناخته به لیکئ ځلمو، دا

دلته ښخ دی پردیس سوی بېنوا

کاروان د پردېس کلمه په جمعه بڼه کاري او وایي :

په نغمو کې کړیکې، ویر په ویر بم کې خپور دی

پردېسیان له ډېرې مینې د وطن په ارمان وسول

د اردو ژبې شاعر اظهر ادیب وایي :

کل پردیس مین یاد آئ ګی دهیان رکهـ

اپنی شهر مټی بهی سامان می رکهـ

د شېخ متي په شعر کې د ښکلا کلمه هم د ځانګړې پاملرنې وړ ښکاري؛ د ځانګړې پاملرنې وړ ځکه ده، چې له ده مخکې کوم بل شاعر په شعر کې ډېره یا هېڅ نه تر سترګو کېږي؛ لاندې بیت کې لولو:

ستا د ښکلا دا پلوشه ده

دا یې یو سپکه ننداره ده

یا بل ځای وایي :

زه چې څرګند په دا دنیا سوم            د ښکلي مخ په تماشا سوم

د شېخ متي د افکارو کلماتو د استعمال طرز په خپلو شعرونو کې په ښه توګه څرګند کړی دی، کلمې او د جملو کارونه یې ساده ده، چې پېچلي فلسفي او عرفاني مضامین یې په ساده ژبه په شعر کې داخل کړي دي؛ باید هېره نه کړو شېخ متي ډېری کلمات چې په دغه شعر کې یې کارولي دي عرفاني او تصوفي اړخ لري او یو ډول عرفاني ماناو لرونکي دي.

د شعر هنري ځانګړتیاوې:

د شېخ متي د شعر څخه داسې څرګندېږي، چې د پښتو ژبې شعر له پخوا څخه خپل پوخوالی او پرتم ساتلی و، د شېخ په دغه شعر کې د فکري غنا تر څنګ لفظي او معنوي ښایست او پوخوالی له پخوا موجود و او د یوې پیاوړې او غني ژبې استازیتوب یې کاوه.

د شېخ متي دغه عرفاني او تصوفي شعر د پښتو ادب په لرغوني دوره کې یو بې ساري آثر دی، چې د شاعر لوړ مهارت او د عرفان او تصوف په رمزو لوړه پوهه ور څخه په ډاګه کېږي، په شعر کې یې رواني لېدل کېږي او شاعر خپل اهداف او مقاصد په خورا ساده ژبه بیان کړي دی.

د شېخ متي په دغه شعر کې لومړی  د پام وړ برخه دا ده، چې لکه څنګه په قصېده کې د تشبیب په برخه کې د پسرلي ښکلا، شکلې منظرې او د وطن ښکلیو دښتو څخه په الهام ویل او ستاینه کېږي؛ شېخ متي هم د خپل شعر لومړي بندونه د لوړ معنوي مفهوم په خوندیتوب سره د لویو غرونو، دښتو، سهار، نېمه شپه، د جنډیو په زرغونتیا، د بربڼ په خندا … پیل کړی دی او د ښکلا انځور یې ترسم کړی دی؛ شېخ فرمایي :

پر لویو غرو هم په دښتو کې          په لوی سهار په نیمو شپو کې

په غاړه ږغ او په شپیلکو کې            یاد ویرژلیو په شپېلو کې

ټول ستا د یاد نارې سورې دي

دا ستا مینې نندارې دي

ورپسې وایي:

جنډي زرغون که په بیدیا دی            د بړبڼ خوا ته په خندا دي

ترنک چې خړ دی په ژړا دی            دا ټول اغیز د مینې ستا دی

ټوله ښکال دی ستا له لاسه

ای د پاسوالو پاسه پاسه

شاعر د یو وصف لپاره یو اغیزمن او مناسب علت مومي، همدا د کوم شي د وصف لپاره نږدې او مناسب علت موندل د معنوي صنعتونو له ډلې د حسن تعلیل صنعت دی یا د یو شې لپاره مناسب علت پیدا کول حسن تعلیل بللی شو؛ شېخ متي فرمایي:

ترنک چې خړ دی په ژړا دی

دا ټول اغیز د مینې ستا دی

که څه هم د شعر معنوي مفهوم بل راز دی؛ خو دلته شاعر د ترنک سین اوبه یا خړې اوبه بهېدل او جریان ژړا بولی یا د سین اوښکې دي چې څپې څپې بهېږي او روانې دي.

لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، په ویلو او لیکلو کې ځېنې داسې اغیزمن لاملونه شته چې د یو شاعر او لیکوال د ویلو او لیکلو سبک د نورو شاعرانو او لیکلولانو له سبک څخه متغایر کوي؛ د هغوی له جملې څخه د اصطلاحاتو کارول دی، چې د شاعر او لیکوال د سبکي ځانګړنه ښیي؛ اصطلاحات په ژبه او کلام کې قوت ایجادوي، ژبې ته لطافت او خوند ور بښي؛ په ټوله کې چې د کلماتو هغه ټولګه ده، چې په خبرو او کلام کې پر حقیقي مانا سربېره مجازي مانا لېږدوي؛ لکه یوه عامه اصطلاح ده وایي: (د سترګو تور ) یا ( اوبه خړول) د شېخ متي په شعر کې چې د پښتو ژبې عامه او ډېره کارېدونکی اصطلاح ده، د شعر په وروستي نبد کې (نېمه خوا) را وړې ده؛  لاندې یې لولو :

وګړیو! ولې متي ژاړي                  سورې یې اورئ غاړې غاړې

څه غواړي څه باړي                     خپل تون او کور و کلی غواړي

چوڼې چې بېل سي نیمه خوا سی

تل د بڼ په لور ژړا سي

د شېخ متي په شعر کې ترکیبي کلمې هم ښکاري، چې په معاصره شاعرۍ کې د ترکیبي کلماتو کارول یوه ستره هنري ځانګړنه حسابېږي، موږ ګورو چې دغه ځانګړنه د شېخ متي په شعر کې لېدل کېږ؛ که د شېخ متي د شعر لاندې بند ته ځېر شو، د یاد نارې، د مینې نندارې ترکبیي کلمې دي.

پر لویو غرو هم په دښتو کې                 په لوی سهار په نیمو شپو کې

په غاړه ږغ او په شپیلکو کې                    یاد ویرژلیو په شپېلو کې

ټول ستا د یاد نارې سورې دي

دا ستا مینې نندارې دي

د شېخ متي د شعر څخه دا هم مالومېږي، چې شېخ د غوره شعري قریحې په وسیله د عرفان او تصوف فکر د خپرولو لپاره غوره شهکار پنځولی دی او خپل عرفاني، تصوفي او فلسفي افکار یې په غوره توګه رڼولي دي.

د شعر فکري ځانګړتیاوې:

د پښتو ادبیاتو په لرغونې دوره کې شېخ متي له هغو لومړنیو شاعرانو څخه دی، چې د پښتو ژبې شعر ته یې یو نوی رنګ ور بښلی دی شېخ متي د پښتو شعر غېږې ته نوي مضامین چې وړاندې نه و لېدل شوي او یا نه و ویل شوي، ور زیات کړل؛ شېخ متي د پښتو شاعرۍ په کرونده کې د عرفان، تصوف او د جمالیاتو تخم را زرغون کړو، ده له مادي اړخ څخه منعوي اړخ ته مخه کړه او ترجېح یې ور کړه، د مادیت د ستاینې پر ځای یې معنوي اړخ پیاوړی کړی دی.

عرفاني او تصوفي اشعار او شاعرۍ لړۍ د لومړي ځل د سامانیانو غزنویانو له زمانې را وټوکېدله چې شېخ فریدالدین عطار، سنایي، مولانا بلخي د دې لړۍ د سر سړي حسابېږي.

عرفان او تصوف هغه نړۍ دی، چې په هغه کې سړی له موجود څخه موجد ته لار مومي ( د الله تعالی د ځمکې او اسمان نور دی. ) د همدې جمالیاتو په ننداره شي او په دغه ننداره کې فنا شي او بل هېڅ په نظر نه ورځي.تصوف د دنیا ترک کول دي او یوازې د الله تعالی لور ته پام اړول دي، د تصوف لارویان خپل ټول سود د الله تعالی د جمالیاتو کې مومي او وایي نیست ته هست ور کوونکی یوازې پاک پروردګار دی؛ رحمان بابا فرمایي :

له نېستۍ یې د هستۍ صورت پیدا کړ

هسې رنګ پرورد ګار دی رب زما

استاد فضل ولي ناګار په خپل کتاب کې عرفان د علامه غیاث الدین (رح) له قوله وایي “ کېدای شي چې تصوف له صوف څخه مشتق وي، چې مانا یې یوې خوا ته پام او له بل هر لوري څخه مخ را ګرځول دي” د زړه پاکي، ځان او ړزه له بدرنګیو ساتل او همدا ډول د حضرت محمد صلي الله علیه وسلم په سنتو پابندي کول د تصوف لویه برخه دی؛ په همدې یاد آثر په یوه بله برخه کې د حضرت جنید بغدادي (رح) د نظر په راوړي او وایي “ تصوف له مخلوق څخه مخ اړول او له خدای جل جلاله سره تعلق ټینګول دي.” د تصوف په اړه د حضرت مجدد الف ثاني هم را اخلي وایي: “ د تصوف لپاره په شریعت یانې پر اخلاص عمل کول تصوف دی.” تصوف د ښه خوی او اخلاقو نوم دی؛ حمزه شېنواری د تصوف په اړه فرمایي: “ د انسانیت له عنصر څخه د حیوانیت او ملکیت پوره کول او دواړه د انسانیت تابع کول تصوف دی.” په همدې اړه حمزه بابا فرمایي :

حمزه ډېر مسلمانان شته په دنیا کې او کافر هم

زه اشنا د هغه کس یم، چې روش یې د انسان وي

د پښتو ادبیاتو په لرغونې دوره کې شېخ متي د لومړي ځل لپاره په عرفاني او تصوفي فکر باندې رنګ افکار په منظمه او په هنري بڼه وړاندې کړل، عرفاني او تصوفي شعر یې لوړو پوړونو ته ورساوه، الهي جمال د یو مست په توګه یې الهي جمالیات به اشعارو کې انځور کړل؛ لکه چې فرمایي :

خاونده! ښکلی ستا جمال دی             ښکاره یې لور په لور کمال دی

که ورځ که شپه که پېړۍ کال دی           ستا د قدرت کمکی مثال دی

ستا د لورونو یو رڼا ده

دلته چې جوړه تماشا ده

په لرغوني دوره کې هغه څه چې ډېر تر سترګو کېږي، هغه د مضامېنو او موضوعاتو رنګارنګي یا بېلوالی دی؛ په یو ځای کې د جنګ ډګر دی او د حماسو خبرې کېږي، بل د ترنک په غاړه ناست دی او د مینې نارې سورې وایي، بل د خپلولۍ عواطف او احساسات بیانوي؛ شېخ متي لوې نړۍ ته ځېر شوی دی او په نړۍ کې یې یوازې الهي جمالیاتو وړانګې لېدلي او موندلي دي او په هر څه کې یې د الله تعالی جمال وموند؛ شېخ متي فرمایي :

دلته لوی غرونه زرغونېږي              د ژوند وږمې پکې چلېږي

بوراوې شا و خوا کړېږي                 سترګې لېدو ته هېښېږي

لویه خاونده ټوله ته یې

تل د نړۍ په ښکلېده یې

شېخ متي د “ الله نُورُ السَماَتِ وَالٌأضِ “ ژباړه: الله تعالی د اسمانونو او ځمکو نور دی. د دې ښکلو الفاظو د یو مست لېوال په توګه او خپل اصل په عالم غیب کې ګوري او د خپل اصل سره وصلت غواړي؛ شېخ فرمایي :

زه چې څرګند په دا دنیا سوم              د ښکلي مخ په تماشا سوم

ستا پر جمال باندې شیدا سوم             له خپلې سټې را جلا سوم

په ژړا ژاړم چې بېلتون دی

یمه پردیس بل مې تون دی

مولانا دې ته ورته د سوز نارې پورته کړي او له بېلتونه شکایت لري؛ هغه وایي موږ یو وخت وصل وو، بیا رابېل شو او په همدې وجه بېلتون احساسوو او ژړېږو؛ فرمایي:

بشنو از نی چون حکایت مېکند

از جدایی ها، شکایت مېکند

مولانا په بل ځای کې فرمایي:

هر کسی کو دور ماند از اصل خویش

باز جوید روزګار وصل خویش

انسانان د قدرت له فیض، له بې ساري او د ښکلا له سرچېنې څخه راوتلي دي؛ نو ځکه په ښکلا مین دي او تل لېوالتیا لري، چې خپلې اصلي سرچېنې ته وګرځي.

کله پرې الهي مینه دومره ډېره غالبه شي او هېڅ د ځان درک ورته نه کېږي، هغه حال ته ورسېږي، چې ټول حواس یې یوازې او یوازې الهي جمالیاتو وړانګې درک کوي؛ شېخ متي فرمایي :

وګړیه! ولې متي ژاړي                    سورې یې اوری غاړې غاړې

څه غواړي څه وایي څه باړي             خپل تون او کور و کلی غواړي

چوڼې چې بېل سي نیمه خوا سي

تل یې د بڼ په لور ژړا سي

استاد ناګار چې په خپل بې ساري اثر (عرفان) کې د شېخ متي او مولانا په اړه غږېږي؛ نو وایي: “ دواړه د حق د وړانګو په پردو ځانونه مجذوب او مستور احساسوي او په خپلو تلپاتو آثارو کې د وحدت الشهود (همه از و ست) پیغامونه خوروي” د همدې خبرې د ښه وضاحت لپاره د شېخ متې د شعر لاندې بند لولو :

که لمر روښانه مخ یې سپین دی     بیا د سپوږمیه تندی ورین دی

که غر دی ښکلی پرتمین دی           لکه هینداره مخ د سین دی

ستا د ښکلا دا پلوشه ده

دا یې یو سپکه ننداره ده

د پښتو ژبې او پښتنو باندې حقدار شاعر او لیکوال ستر خوشال خان خټک هم په هر څه کې د الله تعالی د قدرت او ښکلي مخ ننداره کړې؛ خوشال خان خټک فرمایي :

په هر څه کې ننداره د ښکلي مخ کړم

چې له ډېرې پیداریۍ نه نا پدید شو

که په هر څه د الله تعالی د لېدلو او موندلو خبره شي؛ نو په دې کې  رحمان بابا تر هر چا وړاندې دی؛ بابا په یو بیت کې فرمایي :

نه یې څوک په سترګو ویني نه لېده شي

او بې چونه بې چګونه نمایان دی

بل ځای فرمایي :

که څوک وایي لېده نه لېده نه شي

او که وایي و هر چاو ته عیان دی

شېخ متي د جمالیاتو او د شهود د لارې لاروی دی؛ ځکه ټوله ښکلا د الله تعالی د قدرت ښکلا بولي ( همه از اوست) اصطلاح  په هنري بڼه د غر او هېندارې کې تمثیلوي.

که لمر روښانه مخ یې سپین دی        بیا د سپوږمیه تندی ورین دی

که غر دی ښکلی پرتمین دی                لکه هینداره مخ د سین دی

ستا د ښکلا دا پلوشه ده

دا یې یو سپکه ننداره ده

د بابا هوتک د شعر سبکي ځانګړنې| حضرت نبي شېرزی

که څه هم د وحدت الوجود او وحدت الشهود په بحث کې یو څه لفظي مشاجره شتون لري، اما موخې یې توپېر نه لري؛ د شېخ متي په لاندې بند کې د وجود (همه اوست) خبره کېږي؛ فرمایي:

دلته لوی غرونه زرغونېږي         د ژوند وږمې پکې چلېږي

بوراوې شا و خوا کړېږي           سترګې لېدو ته هېښېږي

لویه خاونده ټوله ته یې

تل د نړۍ په ښکلېده یې

شېخ متي د خپلو عرفاني او تصوفي افکارو د څرګندولو او د الهي مینې او جمال د ښودلو لپاره خپلو شعري وړتیاوو څخه په استفادې، خپل فکر او هنر په ښه شان سره افاده کړی دی.

لیکنه: حضرت نبي شېرزی

ماخذونه:

۱ ــ حبیبي، پوهاند عبدالحی، ۱۳۸۲ ل / ۲۰۰۵ ز کال، د پښتو ادبیاتو تاریخ ( لومړی او دویم ټوک )، دانش خپرندیې ټولنې تخنیکي څانګه ــ پېښور.

۲ ــ هوتک محمد ۱۳۳۹ هـ . ش کال دویم چاپ، پټه خزانه، مؤسسه نشرات آریانا ډهکی نعلبندی قصه خوانی بازار پشاور.

۳ ــ  شېنواری، حمزه، ۱۳۸۹دیوان/ ۲۰۱۰ یونیورسټي بک ایجنسي خیبر بازار پښتونخوا.

۴ ــ  خټک، خوشال خان، ۱۳۸۷ل/ ۲۰۰۸ ز کلیات، دانش خپرندویه ټولنه.

۵ ــ هوتک محمد ۱۳۳۹ هـ . ش کال دویم چاپ، پټه خزانه، مؤسسه نشرات آریانا ډهکی نعلبندی قصه خوانی بازار پشاور.

۶ ــ کاروان پیرمحمد، ۱۳۸۷ل کال، یو زرغون د نغمو سیند، دانش خپرندویه ټولنه.

۷ ــ  ناګار، فضل ولي، عرفان او د پښتو ادب په لرغونې دوره کې یې څرکونه، ناګار خپرندویه ټولنه، ننګرهار ــ افغانستان.

په پښتو ادب کې حبسیه شاعري | حضرت نبي شېرزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...