چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبژبه او لیکدودخبریالي، انځورګري که عکاسي؟/ نورمحمد سعید

خبریالي، انځورګري که عکاسي؟/ نورمحمد سعید

ظلمتونو ته خبر ورکړئ چې تښتي

د زړګي افق مې ګورئ الواني شو

کلونه مخکې مې د مرحوم قلندر مومند د دغه بیت تشریح لوستې وه. بیت مې اوس هم حافظه کې پاتې دی، خو په هغه تشریح یې تر اوسه پوه نه شوم. قلندر صیب یوازې لوی شاعر نه و، د ژبې ماهر هم و.

د دې دواړو هنرونو له لارې یې د زړه خبره په اسانۍ رسولې. هغه لیکوال چې د قلندر په فکر پوه شوی و، غوښتل یې موږ هم پرې پوه کړي. خو ګومان کوم د قلندر غوندې فصاحت او بلاغت یې نه درلود، ځکه یې خبره پېچلې وه.

اوس چې د خبریالۍ ښوونکي د مناسبې ژبې لیکلو لپاره یوازې د ورځپاڼو یا وېبپاڼو لوستلو پر ځای د لویو لیکوالو د لیکنو لوستلو توصیه کوي، ما ته د قلندر صیب د هغه بیت تشریح را یاد شي.

لوی لیکوال او بیا تکړه شاعران د ژبې پر رمزونو پوهېږي. د هرې اصطلاح پر ځای استعمال ورمعلوم وي. ښه شعر په ښه ژبه لیکل کېږي. د شعر بیتونه اصلاً موزونې جملې بللای شو.

که غرونه پکې تل دنګ او سیندونه څپاند بلل شوي وي، ښايي کلېشه یي شعر یې وبولو.

کټ مټ حال د خبري رپوټو د لیکلو دی. موږ نه شو کولای د خبر لپاره شعري اصطلاحات ولیکو، خو موږ دا هم نه شو کولای، چې هره خبره، په جریان کې واچول شو، پر لاره واچول شو، ګټې اخیستنې ته وړاندې شو او… سره خلاصه کړو.

هره خبره ځانته خپل لفظونه لري او د لویو لیکوالو د لیکنو لوستل مناسب، توري، اسمونه او اصطلاحات رازده کوي.

کلېشه یي، متروک، زېږه یا له ځانه جوړ اصطلاحات ښايي هغسې مفهوم نه رسوي، چې موږ غواړو د خبر مخاطب ته یې ورسوو.

دا خبره عامه ده، چې د راډیو اورېدونکی د اورېدو لپاره ایکې یو چانس لري، خو باید پام مو وي چې د انټرنېټ له انقلابه وروسته د ټلویزیون او وېبپاڼو مخاطب هم خبریال ته یوازینی فرصت ورکوي، که نه ریموټ کنترول یا ماوس یې لاس کې چمتو نیولی!

 څه ښه وايي چې شاعري عکاسي نه ده، انځورګري ده او خبریالي انځورګري نه ده، عکاسي ده، البته که تصویر مو بشپړ او واضح وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب