شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeادبلنډه کیسهتور و سپين/ اجمل ښکلی

تور و سپين/ اجمل ښکلی

په منځ کې پراته څراغه د چاپېره ناستو درو کسانو مخونه رڼول او پر دېوالونو يې د د دوی جسمونه څو برابر لوی تصويرول. که ماشوم يې پر دېوالو رپېدونکي تصويرونه ليدلي وای، ښايي دېوان ورته ښکاره شوي وای.

د وره دېوال ته مخامخ کس چې له بونډۍ ږيرې او خرېيلو بريتونو سم دم جارج واشنګټن ښکارېده،غاړه تازه کړه:

– ګورئ، موږ او تاسو ډېر وخت نه لرو. ښايي، ژر ژر ونه ليدلای شو. تاسو پوهېږئ، چې يهود و نصاراوو زموږ پر خلاف لاسونه سره ورکړي دي او په هر ځای کې يې پر مسلمان رڼا ورځ توره شپه کړې ده.

له دې جملې سره د درېواړو د کوټې تياره او د څراغ تتې رڼا ته ورپام شو؛ خو سړي ځنډ ونه کړ:

– په داسې يوه حالت کې زموږ او ستاسو وظيفه دا ده، چې خپل بچي له دې تيارو راوباسو او د شياطينو مکارې سترګې وروښيو.

وروستۍ خبره يې تر تېرو هغو هم ورو وکړه؛ خو داسې يې وغځوله لکه چا چې يې په وره کې  ورته غوږ ايښی وي.

مخامخ ناست کس چې بريتونه او ږيره يې تازه خرېيلي وو او تېزې شنې سترګې يې د څراغ رڼا ته ځلېدې، د خبرو ختمېدو ته صبر ونه کړ:

– خوشاله! که اجازه وي، زه به هم څو خبرې وکړم.

– زه اوس خوشال نه يم. عمر راته ويلای شې.

– ښه، سمه ده. عمره! اول راته دا ووايه، چې دا څه وخت نه وې؟ خير و؟ چېرته تللی وې؟

شريفه! دا خبره پرېږده. زما خبرو ته متوجه شه.

– خو موږ اول بايد په دې پوه شو، چې ته چېرته وې؟ څه دې کول؟ څنګه دې نوم بدل کړ؟ داسې نورې ډېرې پوښتنې دي؛ نو هله به بيا ستا د خبرو په مانا و مفهوم پوه شو.

– شريفه! که زما خبرو ته متوجه شې؛ نو له دې پوښتنو پرته هم مانا لري. زه داسې څه نه غواړم، چې ستاسو په تاوان وي.

– خوشاله، وبښه عمره! دا ته څنګه ويلای شې، چې ته زموږ ښه غواړې؟

– زما خبرو ته وګوره او په سالمو غوږونو يې واوره. ته په پاسنيو جملو کې داسې څه وينې، چې د الهي ارادې او د پيغمبر د رسالت منافي وي؟

– دا خبرې خو ټولې مذهبي ډلې کوي او د همدې خبرې پر بنسټ له يو بل سره په ډېر اخلاص جنګېږي هم.

– چې هر څوک دا خبره کوي، زموږ مسلمان ورور دی او زموږ موخه همدا ده، چې ټول مسلمانان (وعتصمو بحبل الله) ته راوبولو او د دغو غربي شياطينو له شره اسلامي نړۍ خلاصه کړو، چې په قرآن کې يې الله جلا جلاله موږ له دوستۍ منع کړي يو.

– خو بيا هم ټولې جنګېدونکې او ناجنګېدونکې مذهبي ډلې ټپلې په يوه ټغر نه سره راټولېږي، چې دا مشکل په کوم ځای کې دی؟

– شريفه! د ډلې ټپلې اصطلاح د مذهب له کلمې سره ښه نه لګي.

– خو بده هم نه لګي.

– دا ستا خپل نظر دی.

– بالکل او زما نظر ما ته محترم دی. پکار ده، چې ته هم ورته احترام ولرې. البته زه يوه پوښتنه لرم. مذهبي خلک چې خبرې کوي، ولې هره خبره د تقدس او ناتقدس په تله تلي. ولې هره اصطلاح بايد د دوی په خوښه وي او ولې دوی د مقابل لوري په مخالف استدلال سره او شنه اوړي؟

– شريفه! ستا د خبرو تر شا مذهبي تقدس نشته؛ خو بيا هم سور او شين اوړې. اول خو بايد درته ووايم، چې زه ستا د نظر هله احترام کوم، چې د اسلام په دايره کې وي. ستا په هر نااسلامي عمل او وينا بايد سور او شين واوړم، ځکه دا زما د خدای ارشا دی او دا زما د ايمان نښه ده.

– مطلب، له تاسو سره استدلال نه کېږي، ځکه استدلال عقل غواړي؛ خو تاسې له عقله بهر نقل ته اهميت ورکوئ؛ نو بيا بايد ته زما ځينې نورې پوښتنې هم حل کړې، چې خدای انسان ته دا عقل ولې ورکړی؟ ولې ورته په قرآن کې په تکرار وايي، چې فکر وکړئ، فکر وکړئ.

– شريفه! دا سمه ده، چې قرآن کريم خلک عقل ته رابللي؛ خو عقل بايد د الهي ارادې او نبوي ارشاداتو په رڼا کې مخکې لاړ شي او قضاوت وکړي، ګنې پر داسې تيارو غارونو به واوړي، چې ځان به ترې نه شي راايستی. ته وګوره، په غرب کې چې مذهب څنډې ته شوی، عقل پر انساني کرامت څه کانې وکړې.

– خو عقل غربي انسان ته ډېر څه ورهم کړل. د نظام خاوند يې کړ، د پرمختللو ساينسي وسايلو خاوند يې کړ. هوسا ژوند يې ورکړ او پر موږ نقالانو يې مسلط هم کړل.

– شريفه! اسلام هم د ساينس د پرمختګ مخه نه نيسي او کوم هوسا ژوند چې ته يادوې، هغه په غرب کې صرف ځلبل بل دی. غربيان دننه ډېر پرېشان دي، ځکه د ژوند لپاره يوه روحاني تکيه پکار ده، چې د غربيانو له لاسه وتې ده. که موږ متحد شو او اسلامي روحانيت هم راسره وي، د غرب له دې ټولو شيطاني کړنو به خوندي شو.

– زما هغه پوښتنه بې ځوابه پاتې شوه، چې بيا هم جنګېدونکې او ناجنګېدونکې مذهبي ډلې سره په يوه ټغر نه راټولېږي.

– شريفه! دا هم د غرب د استعمار کار دی، چې مسلمانان اتحاد ته نه پرېږدي.

– هسې زه ستا له خبرو اندازه لګولای شم، چې ته غرب ته ناارادي د خدای صفتونه منسوبوې، چې هر څه يې په خوښه روان دي.

– نه، زه ورته د يوه ستر شيطان په سترګه ګورم، چې مسلمانان يې په بېلابېلو لومو کې ښکېل کړې دي او د الهي ارادې مخنيوی کوي.

– نو د مسلمان سره خو خدای دی. بيا هم په يوه خوله نه دي او تاسو هڅه کوئ، چې هر څه بهراکاږئ. د هر څه مسووليت پر غرب ورواچوئ. تاسو خو هم اختيار لرئ. اراده لرئ، تحول راوستای شئ؛ خو نه راځي. لږ د بل پر ځای خپل ځان ته هم رجوع وکړئ.

– شريفه! ما ستا خبرې درک کړې. د همدغه اختلاف د ختمولو لپاره موږ مبارزه کوو.

– خو دا مبارزه دا نور هم کوي او ځان ورته ستا غوندې په حقه هم ښکاري.

– ګوره شريفه! که زما خبره درته د قرآني ارشاداتو او د نبوي سنتو مخالفه ښکاره شوه، ايسته يې واچوه.

– هه هه هه؛ همدا خبره هغه نور هم کوي. اوس د چا ومنو، په کوم تاويل او تعبير پسې لاړ شو؟

– کوم تاويل چې درته له اسلامي اهدافو سره سم ښکاري.

– خو د قضاوت کولو ځواک هم رانه تاسو اخيستی، ځکه چې تاسو صرف روبوټونه غواړئ، تش سيوري، چې درپسې پټه خوله روان وي.

– ګوره شريفه، زموږ او ستاسو دا ټولې ستونزې د مسلمانانو په خلافت کې حلېدای شي.

– خو خوشاله! کوم اسلامي خلافت؟

شريف دا ځل د (خوشال) په ويلو هېڅ ويره احساس نه کړه.

– هغه اسلامي خلافت چې يواځې د قرآن قانون به پکې چلېږي. هغه اسلامي خلافت چې موږ د تاريخ په اوږدو کې تجربه کړی دی.

– هه هه هه. اوس به زه بيا درته وايم، چې د کوم کوم قرآن قانون، چې تاسو پرې پخپله نه سره يو کېږئ او يو بل تکفيروئ. ته به دا هم د غربيانو جال وبولې او ښايي ما تکفير کړې، چې کفرآمېزې خبرې کوم او که زور دې ورسې؛ نو په لاس به زما د ناروا کارونو مخه هم ونيسې. پاتې شوه د تجربه شويو خلافتونو خبره؛ نو ته د راشده خلفاوو تر ساده خلافتونو وروسته خلافتونو ته څنګه اسلامي ويلای شې. تا ته پته ده، چې همغه د امويانو په وخت کې دربارونه په پارسي رنګ ورنګېدل. د خليفه هر روا ناروا کار ته ديني توجيه ولټول شوه او ملايانو د پيغبر د استازو پر ځای د خليفه د خواهشاتو استازي شروع کړه. ته څنګه تش د نوم له امله دا سلطنتونه اسلامي بللای شې؟ بايد د دې خلافتونو داخلي تاريخ خو ولولې. دې خلفاوو خو اۤن ديني نومونه د دې لپاره ايښودل چې د مسلمانانو له ديني احساساتو استفاده وکړي.

– شريفه! زه کوم ماډل نه وړاندې کوم. زما اشاره ډېره راشده خلفاوو ته وه.

– خو د راشده خلفاوو وخت ډېر ساده و. په نننۍ نړۍ کې وسايلو ډېر پېچلتيا راوستې ده. اوس بايد د فرد د هر عمل د کنټرول لپاره ډېر جزئي قوانين جوړ شي.

– شريفه! دا نو ته زياتی کوې. اسلامي نظام ته د يوه تاريخ تېر نظام په سترګه ګورې. هغه نظام چې په حجه الوداع کې يې خدای د تکميل اعلان وکړ. تا ته پته ده، چې (اکمل) د تفضيل صيغه ده. مانا دا چې بله خبره پکې نه شي کېدای.

– خو هلته يې د دين د تکميل خبره کړې.

– خو دين وايي نظام ته، لارې ته. هغه ستا مشکل دی، چې له دين نه يواځې د مذهبي اخلاقو د ټولګې مانا اخلې او د سيکولريزم تبر ته لاستی وراچوې.

– زه نه غواړم، چې اوس له تا سره د سيکولريزم په اړه بحث شروع کړم او خبره بل لور ته بوځم؛ خو ستا د لومړۍ خبرې په تړاو بايد ووايم، چې اوس وخت بدل شوی دی؛ خو تاسو له دينه همغه لرغونی انتيک تعبير لرئ. تاسې هڅه کوئ، چې خلک بيا د صحراوو وختونو ته بوځئ او د شونټيو رڼاوو ته کېنوئ او دا کار هم د تحريف له ويرې کوئ. ويره خو ستاسو د هر استدلال مرکز دی. دومره ويرېږئ او دومره ويرول کوئ، چې پر عقل مو پرده غوړېدلې. تاسو فکر نه کوئ، چې اسلام ته همدا تاسو زيان رسوئ.

– هه هه، د اسلام غم درسره له کومه پيدا شو؟

– خو ته ووايه، چې له اوسني نظام او قوانينو سره تاسې څه مشکل لرئ، چې خيالي مقدسه امپراتوري غواړئ؟

– ځکه چې اوسنی نظام د کفري استعمار په سيوري کې جوړ شوی. ځکه چې دا قوانين د شريعت د اوامرو منافي دی.

– زه نه غواړم، چې لومړۍ پوښتنه تکرار کړم، چې کوم شريعت؟ اول خو تاسو پرې رضا شئ! ځکه د اوسني نظام پر ټولو قوانينو هم جيدو علماوو امضاګانې کړې دي. بل دا چې زه به په جزئياتو له تا نه وپوښتم، چې د دې قوانينو کومې مادې د شريعت منافي دي؟ بل دا چې که ستاسو نظام راځي، نو اساسي قانون او نور قوانين به نه جوړوئ؟ او که له قوانينو سره اختلاف لرئ، چې ستاسو حق دی، نو دا اختلاف ولې د قانون په چوکاټ کې نه مطرح کوئ؟

– شريفه! ته چې کوم جيد علما ښيې، د هغوی په اړه زه اختلاف لرم. دويمه پوښتنه دا ده، چې موږ د دې قوانينو پر هغې ازادۍ انتقاد لرو، چې شريعت يې نه غواړي. درېيم ځواب دې دا، چې زه دا منم، چې موږ به هم قوانين جوړوو او شريعت موږ ته د اجماع حق راکړی؛ خو دا قوانين به د الهي قانون په رڼا کې وي او د ټولو مسلمانانو په ګټه به وي. اوسنی نظام چې دا ښېګڼي نه لري، د ملت اراده نه تمثيلوي، ته يې وينې، چې ګټه هم نه لري، بلکې ورځ په ورځ تاوان پېښوي او څلورم ځواب دې دا دی، چې دا کار د قانون په چوکاټ کې نه دی ممکن.

– خو د شرعي ازادۍ په اړه هم ستاسو تعبير ډېر انتيک دی او تاسو بايد په دې پوه شئ، چې که فرد معقوله ازادي ونه لري، چې تاسو يې نه ورکوئ؛ نو د ټولنې په ګټه مثبت فکر نه شي کولای. په ټولنيز ژوند کې بهبود نه شي راوستای. ما ته ستا له خولې د ملت د ارادې خبره ډېره نااشنا ده، ځکه چې تراوسه تا له بشري ارادې ماورا د الهي ارادې خبره کوله.

– شريفه! دا ملت مسلمان ملت دی او اراده يې الهي منشا لري.

– هه هه هه. کاش دا ملت دومره پوه وای، چې خپله اراده يې تمثيلولی شوای او د دومره مذهبي کړيو په لاسو کې نه لوبېدای.

– ښه، نو ته هم دا منې، چې دا اوسنی نظام د ملت د ارادې تمثيل نه دی، ځکه ملت دومره پوه نه دی.

– خو زه په دې نظام کې د دوی ښه وينم.

– او زه يې په شرعي نظام کې وينم.

– يره، ته هرومرو هڅه کوې، چې خپل انتيک نظام ته د شريعت پوښ ورکړې، چې اوسنی نظام ناشرعي ثابت شي. خو زه ستا له يوې بلې خبرې سره اختلاف لرم. له تا سره ولې د ټولو مسلمانانو غم دی؟ په داسې حال کې چې نور مسلمانان ستا مشورو ته اړتيا نه ويني. هر څوک په خپلو هېوادو کې خوشحاله دي او هسې ستاسو دا مقدسه امپراتوري به له دومره اقتصادي، جغرافي، سياسي او مذهبي اختلافاتو سره سره پر اسلامي هېوادونو څنګه تطبيقېږي؟

– دا اختلافونه ټول د غربي استعمار ورکړه ده. که هڅه وکړو، مسلمانان به ورو ورو جوړ شي او موږ سره ځکه د ټولو مسلمانانو غم دی، چې دا ستونزه د ټولو مسلمانانو ده او ديني اساس لري، يواځې په اسلامي اخوت حلېدای شي، په ملي او قومي نيشنليزم نه، چې ته يې پلوي کوې.

– خو تاريخ وښوده، چې موږ تل د همداسې خيالي امپراتوريو قرباني شوي يو. ښه نه ده، چې دا خپله جغرافيه ودانه کړو؟ تاسو وليدل، چې د ډېرو مذهبي ګوندونو غړي اوس له خپلو جغرافيو سره مينه لري او له خپلو ناسمو تجربه نه زده کړه کوي. دا وطن موږ د دينۍ وروۍ په نامه تباه کړ. د خدای مخلوق مو در په در کړ.

– شريفه، خلک به هر څه کوي؛ خو موږ بايد الهي ارادې ته وګورو، چې د بشريت لپاره يې د اسلام دين رالېږلی، چې ټول مسلمانان يې بايد تر بيرغ لاندې يو موټی شي. الهي اراده خيال نه دی.

– الهي اراده خيال نه دی؛ خو د الهي ارادې په اړه زه له تا سره اختلاف لرم، تاسو خپلې ارادې ته د الهي ارادې رنګ ورکوئ او که څوک مخالفت وکړي، تکفيروئ يې هم او وژنئ يې هم او دا هم الهي اراده ګڼئ.

– خو ته وينې، چې تا سره استدلال کوم.

– ځکه ته د وژلو په موقف کې نه يې.

– هه هه که شم، هم نه دې وژنم، ملګری مې يې.

– هه هه. مطلب له ملګري سره د الهي ارادې منافي چلن کوې. ملګری درته تر الهي ارادې مهم دی. هسې په زړه کې خو دا منې چې ځيني شخصي اړيکې نامذهبي هم کېدای شي.

– په خوا کې درېيم ملګري چې تراوسه يې د دوی د دلايلو ناختمېدونکې لړۍ ته غوږ ايښی و، مداخله وکړه:

– ما ستاسو د دواړو خبرې واورېدې. که غوښتای مې نو خپل نظر مې درته وړاندې کولای شو، چې ستاسو د دواړو له نظره مختلف و؛ خو زما د دلايلو انجام به هم همغه وای لکه ستاسو د هغو چې شو. ما ستاسو له دلايلو نه يوه پايله راوايسته او هغه دا چې موږ بالعموم د خپلو تمايلاتو پر چورليز خپل مذهبي نصوص او تاريخ چورلوو. په تاريخ کې دومره متنوعې پېښې دي، چې تاسو دواړه يې په خپله ګټه او د يو بل پر ايلولو راڅرخولای شئ. دين هم کوم جامد څيز نه دی. دومره مذهبي ډلې چې رامنځته شوي، تر شا يې کلک ديني دلايل موجود دي. زما موخه دا نه ده، چې پر استدلال باندې ستاسې باور کم کړم، بلکې غواړم، چې تاسې د استدلال کمال ته ځير شئ. که لږ له خپله عقده يي فکره راوتي يئ، ښايي د مقابل لوري د مخالف استدلال په اورېدو درته د خپل فکر ډېرې نيمګړتيا روښانه شوې وي. زه به دا ووايم، چې له تاسو دواړو سره حق نشته، حق له ما سره هم نشته؛ خو لږ لږ له ټولو سره دی. زه دا وايم، چې راځئ يو بل وزغمو؛ خو دا زغم بايد د ځينو مشترکاتو په رڼا کې هست شي. ستاسو د دواړو په استدلال کې مشترکات موجود دي، چې د حق نښې يې بللای شو. حق داسې يو څيز دی لکه ډېر کسان چې د پومبي پټي کې لګيا وي. ټول راټوله کړې پومبه سره يوځای کړي، پروسس يې کړي او بيا ترې يوه مشترکه نتيجه واخلي. زه وايم، په معاصره دنيا کې نيشنليزم ګټور کار دی؛ خو که دا نيشنلزم نورمال وي او له نورو ملتونو سره پکې تبعيض ونه شي. په معاصره نړۍ کې چې ټول هېوادونه خپلو جغرافيو او خپلو ګټو ته وفادار دي، موږ بايد خپله جغرافيه تقويه کړو. نيشنلزم له موږ سره زموږ د هغو ستونزو په هواري کې مرسته کولای شي، چې زموږ له جغرافيې سره تعلق لري؛ خو د خوشال خواهش هم نېک دی. د خپلې جغرافيې تر پياوړې کولو وروسته که د اسلامي هېوادونو ترمنځ اتحاد وي، موږ به له ټولو هغو استعمارګرو نه وژغوري، چې له اتلسمې پېړۍ نه جوپه جوپه پر موږ مسلط دي او له دې سره به مسلمان هېوادونه د يو بل له انحصاره او غلامۍ نه هم بچ شي، ځکه اقتصادي او سياسي خپلواکي به لري. زموږ ستونزې بايد موږ حل کړو، پر نورو يې پړه اچول سم نه دي. خپله اراده خو وښيو او دا اراده د خپل قانون په رڼا کې ښودلای شو.

خوشال او شريف د خپل ملګري له پايلې خوشحاله نه برېښېدل؛ خو په ځان کې يې د نور استدلال شيمه نه ليده. خوب هغه نعمت و، چې د دوى ستومانه فکرونه يې د څه وخت لپاره دمه کولاى شو.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب