پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد نړۍ تر ټولو ستره الوتکه جوړه شوه

د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه جوړه شوه

تاند- د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه، چې د جوړولو چارې یې ۴ کاله پخوا پیل شوې وې، بشپړه شوه.

د دې الوتکې، چې ستراټولانچ نومېږي، وزرې دومره اوږدې دي، چې د فوټبال له میدانه وځي.

دا الوتکه د دې لپاره جوړه شوې چې د مځکې دوهم اتومسفیر یا ستراتوسفیر ته توغندی ولېږدوي، هلته به توغندی له الوتکې جلا کېږي او د خپلو انجنونو په زور به د فضا لور ته حرګت ته دوام ورکوي.

دا ستره الوتکه دوه لکه ۴۹ زره ۴۷۶ کیلو وزن وړلی شي. د الوتکې د وزر اوږدوالی ۱۱۷ متره ښودل شوی دی.

دا الوتکه، چې د بوینګ ۷۴۷ په ۶ انجنونو کار کوي، د امریکا د جنوب لوېدیځ په موجاوه دښته کې په ۹ زره ۵۹۳ متر مربع ساحه کې جوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب