د کوم بهرني عالم وینا ده چې” که په پښو شل او په غوږونو کوڼ هم شم، بیا به هم د کتابونو له لارې د نړۍ په مختلفو هېوادونو، سیندونو، ښارونو او بیابانونو وګرځم. د نورو کسانو په ژوند کې به ورشریک شم، مینه به وکړم، لوږه ـ تنده به حس کړم او په لسګونه ځله به د لسګونه کسانو روح وګرځم او په دې ډول به په خپل لنډ ژوند کې خورا ډېر عمر وکړم.”
انسانان معمولاً تېر عمر ته د ورستنېدو ارزو لري او دا هم غواړي چې په دې خپل لنډ عمر کې د سلګونو او زرګونو کلونو تجربې ولري. د داسې غوښتنو او ارزوګانو د پوره کولو لپاره چې په واقعي ژوند کې ورته رسېدل ناشوني دي، بنیادمان خیال ته پناه وړي او په خیال کې یې پوره کوي.
د کیسو او ناولونو سربېره یونلیکونه ـ ژوندلیکونه او خاطرات هغه څه دي چې تېر عمر ته د ورستنېدو، د نورو په ژوند کې د شریکېدو او د لا زیاتو تجربو حاصلولو فرصت راکوي. د هغو کتابونو له ډلې چې پورتنۍ ارزوګانې او غوښتنې مو څه ناڅه پوره کولی شي یو هم د ډاکټر محب الله زغم د “ادبیاتو ښار” دی!
د “ادبیاتو ښار” د زغم صاحب د امریکا د سفر یونلیک دی. محب زغم په دوه زره دوولس کې د امریکا د متحده ایالتونو د آیوا ایالت ایوا پوهنتون ته تللی و چې د لیکلو په نړیوال پروګرام(iwp) کې برخه واخلي. دا پروګرام په(1967م) کال د “پاول انکل” او د ده د مېرمن “والینګ” له خوا رامنځ ته شوی و.

آیوا ښار د (iwp) او نورو ادبي پروګرامونو له امله په (2008م) کال کې د یونسکو له خوا د ادبیاتو ښار ونومول شو.
زغم صاحب لیکي: ” په دې دریو میاشتو کې د امریکا په پنځو نورو ښارونو هم وګرځېدم. پوهنتونونه ـ موزیمونه ـ نندارتونونه ـ تاریخي ځایونه ـ سپینه ماڼۍ ـ د کانګرس ماڼۍ ـ د لویو شخصیتونو څلي او یاد ځایونه مې وکتل. هر چېرته چې به تلم د نویو او په زړه پورې شیانو یادښتونه به مې لیکل او پرېمانه عکسونه به مې اخېستل. د دې کتاب په وسیله به تاسې هم پر هغه ځایونو وګرځوم چې زه تللی وم او د هغو په زړه پورې شیانو ننداره به درباندې وکړم چې ما لېدلي وو.”
په “ادبیاتو ښار” کې زغم صاحب د امریکا بېلابېل ښارونه، نندارتونونه، خلک او د هغوی ټولنیز ژوند راښيي او د (iwp) او د دې پروګرام د ګډونوالو کیسې راته کوي.
د دې یونلیک لوستل د ادبیاتو د زده کړیالانو او هغه چا لپاره چې د لیکوالۍ شوق و ذوق لري خورا ګټور دي؛ ځکه چې په یاد سفر کې زغم صاحب کابو د دېرش هېوادونو له لیکوالو سره یو ځای و، د لیکوالۍ او په ځانګړي ډول د تخلیقۍ لیکوالۍ په اړه یې مهمې خبرې کړې دي.
د یاد یونلیک یوه بله ښه ځانګړنه داده چې دلته زغم صاحب یوازې د خپل سفر کیسې نه راته کوي، بلکې د فکر لپاره ډېرې نورې خبرې هم راته لري.
زموږ د اکثریت لیکوالو یو عیب دادی چې په خپل یونلیک کې یوازې د خپل سفر کیسه راته بیانوي، مثلاً پلاني ځای ته لاړم ـ بیا مې له پلاني ځای نه لېدنه وکړه ـ له پلاني سره مې ولېدل، بیا بېرته خپل ځای ته راستون شوم…
خو زغم صاحب برعکس یوازې د خپل سفر کیسې نه راته کوي. مثلاً: دی چې واشنګټن ډي سي ته ځي هلته د ویتنام او د کوریا د جګړې د قربانیانو یادځایونه ګوري، نو په لوستونکو یوازې ددې ځای ننداره نه کوي، بلکې د دغو دواړو جګړو په اړه تفصیلي معلومات هم ورکوي چې دا جګړې ولې، څه وخت او څنګه پېښې شوې؟ بله دا چې د “ادبیاتو ښار” د نورو مختلفو ادبي او اجتماعي موضوعاتو په اړه مقالې هم لري لکه:
د معلوماتو انارشي ـ زموږ او د نورو لنډې کیسې ـ پړانګ او واورې ـ هنري فاصله ـ تیاتر او سیاست ـ د ودانیو لپاره غوره نومونه او داسې نور…
په یاد یونلیک کې به د پورتنیو موضوعاتو سربېره د زغم صاحب پنځه لنډې کیسې، د دوو بهرنیو لیکوالو د لنډو کیسو ژباړه، د یوه نامتو ډرامه لیکوال په زړه پورې مقاله، د دوو بهرنیو شاعرانو شعرونه هم ولولئ او د مختلفو ښارونو، موزیمونو، هنري اثارو، طبیعي منظرو، تاریخي او مهمو ځایونو… عکسونه به هم وګورئ!
زغم صاحب د “ادبیاتو ښار” کتاب کې د امریکايي ولس دودونه، قانون او ټولنیز ژوند د خپل ولس له دودونو، قانون او ټولنیز ژوند سره پرتله کوي، د هغوی ښه او بد اړخونه بیانوي، همدارنګه د پایلې په توګه خپل نظر هم راسره شریکوي.
محب زغم چې کله د امریکا د مشهور داستان لیکوال “ارنست همینګوې” کور ته ورځي، د هغه له راپېژندلو وروسته لیکي:
“زه چې هلته ګرځېدم د استاد پسرلي په کور کې یو بانډار مې رایاد شو. نه پوهېږم چا دا خبره وکړه چې د علامه عبدالحی حبیبي قبر وران ویجاړ پروت دی. حیران شوم چې نور خلک خپل نامتو کسان څنګه لمانځي او موږ یې څومره اسانه هېروو. زه نه پوهېږم چې زموږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له نورو ملکونو راغلي لیکوال په کومو ځایونو ګرځوي؟ که د علامه حبیبي او علامه رشاد غوندې لویو لیکوالو او څېړونکو په کورونو کې موزیمونه جوړ شي د دوی یاد به ژوندی پاتې شي. نوي نسلونه به مو د دوی له اثارو او کارونو سره اشنا شي او حق به یې یو څه ادا شي. له بلې خوا نندارچیان به ټکټ په بیه اخلي، د لیکوالو کتابونه او عکسونه به اخلي، او بیا به په همدې پیسو د لیکوال ناچاپ اثار چاپولای شو…”
موږ چې له مادي اړخه خوار ژوند لرو. اکثریت کسان مو د نورو هېوادونو د لېدلو خو څه، بلکې د خپل هېواد د ټولو ولایتونو د لیدلو فرصت لا نه لري، له دې اړخه که ورته وګورو، د زغم صاحب د یونلیک لوستل د نورو ګټو سربېره دا ګټه هم لري چې په کم وخت او پرته له لګښته د امریکا د بېلابېلو ښارونو سیل راباندې کوي، د مختلفو کسانو په ژوند کې مو ورشریکوي او په دې ډول مو په مشاهدو او تجربو کې زیاتوالی راولي. هغوی چې د ښه یونلیک د لوستلو ارزو لري، د “ادبیاتو ښار” یې ممکن دا ارزو ورپوره کړي.
لیکوال: منصور لېوال