Home+لاس وېګاس؛ د ګناه په ښار کې آذانونه

لاس وېګاس؛ د ګناه په ښار کې آذانونه

ولي‌الله ملکزی

زموږ په نړیوال سرای کې داسې برېښېدونکي ښارونه هم شته چې توره شپه یې د ټکنده غرمې په څېر ځلېږي؛ له همدې ډول ښارونو څخه یو هم لاس‌ وېګاس دی. دا د ښاپېریو، هوس‌ پالو او مینه‌ ناکو خلکو لپاره د ساعت‌ تېرۍ، رنګونو، خوندونو او قمار یوه پرانیستې ننداره ده. داسې ښار چې د مېکدو جامونه، د خرابات ځل‌ بل او د ځوانۍ شور په کې څنګ په څنګ موجونه وهي.

دلته نه یوازې ځوانان او پېغلې راځي، بلکې بوډاګان او د سپینو کمڅیو مېرمنې هم د خپلو دردونو د کمولو په لټه کې ډوب لیدل کېږي. مګر په همدې غُولغُلې او مستۍ کې داسې کسان هم شته چې د ایمان ساحل ته د رسېدو تکل لري. د ګیلاسونو د شرنګا په ټېل ماټېل کې، په خاموشۍ او تواضع سره د الله تعالی د لویۍ غږ او د اذان انګازې هم اورېدل کېږي. زما دا لیکنه د همدې وچې دښتې یوه لنډه بنډه کیسه او د سرکښۍ په منځ کې د ایماني څرکونو او سپېڅلو هیلو یو تت غوندې انځور دی.

لاس‌ وېګاس/ Las Vegas د امریکا د متحدو ایالتونو په سوېل‌ لوېدیځ کې، د نیواډا ایالت د پراخې صحراء په زړه کې پروت دی. دا ښار د مرګ درې / Death Valley له سیمې سره ګډه پوله لري؛ هغه سیمه چې د نړۍ له تر ټولو تودو ځایونو څخه ګڼل کېږي. د لاس وېګاس نوم په هسپانوي ژبې کې د څړځایونو یا شنو چمنونو معنا لري؛ خو نن ورځ دا ښار د نړۍ د تفریح، مجللو هوټلونو، رڼاګانو او نندارتونونو  ستر مرکز دی.

د ښار خپل نفوس اووه لکه دی؛ خو که د شاو خوا میټرو پالیټن ناحیې ورسره حساب شي، نو د آدم زادو شمېر به په دوه میلیونو پښه واړوي. په ۱۹۰۵م کال کې د اورګاډي لومړني کارګران دلته مېشت شول، په ۱۹۱۱م کې د ښار په توګه اعلان شو او اصلي بدلون په ۱۹۳۱م کال کې پیل شو. دغه مهال چې د هوور بند / Hoover Dam د جوړولو لپاره زرګونه کارګران دلته راغلل، نو د ایالتي حکومت له خوا قمار، الکولو او ځینې نورو تفریحي فعالیتونو قانوني بڼه خپله کړه.

نن لاس وېګاس نژدې د ۱۱۰ لویو قمارخانو/ Casino او بې‌ شمېره پنځه ستوریزو هوټلونو کور دی چې د ودانیو بڼه یې د ایټالیا له وینس، د مصر له اهرامونو، د فرانسې له ایفل او د نیویارک د آزادۍ له مجسمې څخه کاپي شوې ده. د کلارک ولسوالۍ کلنۍ بودېجه چې دا ښار یې مرکز دی، دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره ده او هر کال د نژدې ۴۰ میلیونه سیلانیانو کوربه توب کوي. دا ولسوالي هرکال د قمار له صنعت څخه لس میلیارده، له هوټلونو څخه اته میلیارده او له شرابو څخه دوه میلیارده ډالره عاید ترلاسه کوي. ترټولو لویه کزینو یې MGM Grand نومیږي چې د یو میلیارد ډالرو په لګښت په ۱۹۹۳م کال کې جوړه شوې او پنځه زره کوټي او تالارونه لري.

د هېري ریډ / Harry Reid په نړیوال هوایی ډګر کې هره ورځ په منځني ډول له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې الوتنې ترسره کېږي. د The Sphere په نوم سپورتي او تفریحي مرکز چې د پینډوس په بڼې ۲۰۲۳م کال کې د دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوې، د ۱۸ زره څوکیو په درلودلو سره هره ورځ په اوسط ډول دوه میلیونه اووه لکه ډالره ګټه لري. همدا شان د Allegiant سپورتي سټډیوم په ۲۰۲۰م کې په دوه ملیارده ډالره جوړ شوی ۶۵ زره خلک په کې ځاییږي او د نړۍ په کچه کمساری دی.

لاس وېګاس د ګناهونو ښار/ Sin City په نوم سره شهرت لري،‌ ځکه دلته جوارګري او د الکولو څښل قانوني اجازه لري، خو شرط دا دې چې د هلک یا جینۍ عمر به له ۲۱ کالو څخه لوړ وي. د بدلمنۍ په اړه په خلکو کې یو ناسم باور شته؛ خو واقعیت دا دی چې په لاس وېګاس کې د پیسو په بدل کې ځان خرڅول منع او د قانون له مخې مجازات لري. بله په زړه پورې خبره دا ده چې دا ښار د امریکا په کچه د واده او طلاق د اسانو او چټکو اداري مراحلو له امله هم پېژندل کېږي.

د ارواپوهنې او ټولنیزو څېړنو مرکز (CPSR) پخپل راپور کې لیکي: «په لاس وېګاس کې د ځان‌ وژنې کچه د امریکا د نورو ښارونو په پرتله دوه چنده لوړه ده». ډاکټر مایکل مورفي وايي: «زیاتره قربانیان یوازې د دې لپاره دا ښار غوره کوي ترڅو د خپلو کورنیو له سترګو لېرې خپل ژوند پای ته ورسوي». په لاس وېګاس کې نژاد پالنه او ټولنیز تبعیض د نورو امریکايي ښارونو په پرتله خورا کم دی. له اقتصادي پلوه، دلته د ژوند ښې اسانتیاوې شته؛ آن د ټکسي یو چلوونکی یا د کازینو یو کارکوونکی کولای شي په کال کې شاوخوا ۶۰ زره ډالره عاید ولري او د خپلې کورنۍ لپاره نسبي رفاه برابره کړي.

د ډېرو خلکو لپاره دا ناشونې برېښي چې د نړۍ د قمار او اخلاقي بېلاریتوب د مرکز په غېږ کې دې یوه منظمه او په دین ولاړه ټولنه هم شتون ولري. دلته یوه ژوندۍ،‌ باورمنده او متحده موازي نړۍ هم شته چې شمېر یې له ۱۸ تر ۲۲ زرو رسي. دوئ اته جامع جوماتونه او څو واړه دیني مرکزونه لري چې تر ټولو مشهور یې مسجد التوحید دی. دا جامع جومات د یوه افغان کډوال، احمدالله روکي یوسفزي له خوا ۲۶ کاله وړاندې جوړ شوی دی.

لندنۍ ورځپاڼه، ګارډین په خپلې څېړنیزې مقالې کې د لاس وېګاس د مسلمانې ټولنې انځور کاږلی داسې لیکي: «ښاغلی یوسفزی او د دغې ټولنې نور مشران وايي سره له دې چې د ښار عمومي چاپېریال مادي لېوالتیا او نفسي غرائزو ته لاره هواروي، خو دوه نوي نسلونه بیا هم هڅه کوي خپل اولادونه پر اخلاقو، وطنپالنې او دیندارۍ وروزي».

د ډېرو له نظره، لاس وېګاس د نه ختمېدونکو رڼاګانو او غفلتونو ښار دی؛ خو په عین وخت کې د حې علی الفلاح ملکوتي غږونه او تکبیرونه هم په کې انګازې کوي. د مادي طغیان او معنوي ارامۍ دا متضاد ترکیب ثابتوي چې ايمان د هغې روزنې نوم دی چې د شهواتو په سمندر کې هم د خپلو پلویانو کښتۍ تر ساحله رسولای شي.

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

————————————

په مننې سره، ما په دې لیکنې کې د Google, AI، The Guardian، او الجزیرې د ټلوېزیون څخه استفاده کړېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...