Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کندهار - بلح د نښلونکي سړک، تر پنځوس سلني ډېري چاري...

د کندهار – بلح د نښلونکي سړک، تر پنځوس سلني ډېري چاري مخته تللي دي

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) له کندهار څخه د افغانستان د مرکزي ولایتونو له لارې تر بل ولایت پورې د سړک د جوړولو چارې په چټکۍ پر مخ روانې دي او د راپورونو له مخې، نیمايي کار یې بشپړ شوی دی.

دا څه باندي ۹۰۰ کیلومتره اوږد سړک دی، چي شاوخوا ۱۲۰ میلیون ډالره لګښت پر راځي،  له کندهاره پیلېږي، د روزګان، دایکنډي، بامیان او سمنګان له ولایتونو څخه تېرېږي او تر بلخه رسېږي.

د راپورونو له مخي، حاضردمه په څلورو ولایتونو کي د دغه سړک د جوړولو چاري رواني دي او شاوخوا پنځوس سلنه کار یې بشپړ شوی دی.

خو په ځینو برخو لکه د دره‌صوف تر یکاولنګ (شاوخوا ۱۸۳ کیلومتره) ترمنځ د غرنو له کبله کار ځنډنی دی ځکه د نورو سیمو پرتله هلته ډېر کار ته اړتیا ده.

د دې سړک کار د کندهار له ارغنداب ولسوالي څخه په ۱۴۰۲ لمریز کال پیل شو. هغه مهال د دې پروژې مشر انجینیر عبید بها وویل چې په لومړي پړاو کې به له ولسوالي څخه تر ترینکوټ او د روزګان تر دهراوت ولسوالۍ پورې ۱۷۰ کیلومتره سړک جوړ او پوخ شي. جوړوونکی شرکت دا سړک په کندهار کې د بي بي ګوهر په نوم د جستو او سربو د کان د استخراج په بدل کې رغوي.

د انجنیر بها تر دهراوت پورې د سړک د جوړېدا وخت ۳ کاله ښوولی و.

د شمال ـ جنوب دهلېز جوړېدل به د منځنۍ اسیا هېوادونو ته  د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره بله اسانه لار برابره کړي.

د دغه سړک په جوړېدو سره به د سفر وخت راکم شي، سیمه‌ییز تجارت او ترانزیټ به چټک شي او افغانستان ته به د عوایدو یوه مهمه سرچینه برابره شي.

دا سړک له دې کبله هم مهم دی چې د هیواد د شمال او جنوب ترمنځ د تګ راتګ پر یوازینۍ سالنګ لارې به اتکا یو څه کمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي...