پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د ادبي تیوري حدود | نعمت الله صدیقي

د ادبي تیوري حدود | نعمت الله صدیقي

د ادبي تیوري له حدودو موخه او مقصد دا دی، چې ګنې ادبي تیوري د ډېرو یا په اصطلاح د ګڼو او هر ډول فکري او نظري برخو ملغوبه نه ده؛ بلکې د خپل ځانګړي شالید یا ادبي نسبت او تړاو په وجه د یوه منظم میتود په توګه د ځینو خاصو نظریو او فکري تمایلاتو معلومې کرښې او سرحدونه هم لري، چې ځینې خاصې او عامې ځانګړنې او اصول دواړه را اخلي؛ خو په خپله کومه مشخصه او دقیقه نظریه یا فکري مکتب نه دی؛ البته دا خو مو وویل چې له فکري او نظري موډولونو او اصولو هم خالي او هوایي نه ده.

 

اصلاً دا د ادبي تیوری یو خاص مقصد هم دی، چې ادبي متونو ته د یوه منظم میتود او طرز په اساس د لوست او مانا سپړنې امکانات او وړتیاوې برابروي؛ خو جالبه یې دا ده، چې په لوست یا مانا راویستنې کې بغیر له همدې طرز او میتوده خپله کومه مطلقه او حتمي خبره، فکر او نظریه نه تمرکز کوي؛ بلکې هغه عمومي یا ټولمنلیو میتودونو او د سپړنې طرزونو ته اهمیت ورکوي، چې هغه د ټولو لپاره یو ډول او یا د هر چا لپاره یو قسم وي.

 

له دې نظم او په دې حدودو کې یې دا هم معلومولی شو، چې ادبي تیوري چې تراوسه څومره هم نظري او فکري مکاتب خپل کړي دي، د هغې زیات تمرکز یې په همدې ټولمنلي اړخ او طرز دی، کم داسې نظري تمایلات به یې له نورو پور کړي وي، چې په هغې کې دې فکر یا خبره مهمه ګڼل شوي وي.

 

له نوې یا معاصرې ادبي تیوري سره بلد څوک ممکن رغښتواله یا پسرغښتواله او نوې کره کتنه یا فورمالېزم د همداسې یوه ټولمنلي طرز او میتود په توګه یې اصول او ځانګړنې ورسره ومني او په اړه یې هیڅ شک ونکړي؛ خو د همدې مبحثونو همهاله یو شمیر نورو هغه نظري او فکري تمایلاتو سره به تامل څه ډول کوي، چې ځینې ادبپوهان یې د همدې ادبي تیوری په حدودو کې شامل بولي او یا ورسره پوښتنه وي، چې مثلاً که یوه نظریه او فکر د ادبي تیوری برخه کېدلی شي؛ نو دا بله یې څنګه نشي کېدای؟

 

اول خبره خو دا ده، چې پورته یاد کړي ادبي تمایلات او نظري غورځنګونه یې ادبي تیوری ځکه هم په خپله غېږه کې نېولي، چې دا جامدې یا ولاړې او فکري نظریې او تیوری نه دي؛ بلکې د میتودونو غوندي یو ډول چلن او فرضیې لري؛ یعني میتودي یا ټولمنلي اصول او ځانګړنې لري. دویم دا چې دغه میتودي یا طرزي نظریې تر ډېره حده ادبي هم دي؛ مثلاً اصول او ځانګړنې یې که له یوې خوا موضوعي نه دي؛ نو بلخوا د ادبیاتو د ذاتي یا داخلي ښکلا او درنښت سبب او د نسبت وړ یې هم ګرځي.

 

برعکس هغه نظري یا موضوعي مکاتب او نظریې چې له ادب زیات یې له همغه اړونده فکر و نظریې سره ژمنتیا مل وي، ادبي تیوري یې ځکه هغسې نه اخلي، چې دوی د ادبیاتو د ماهیت سپړنې یا د هغه ټولمنلي طرز او میتود پر ځای په یوه محدوده او همغه یو فکر کې نغښتی وي، دوی اصلاً له ادبه بهر د یوه بل مطلوب فکر سره ادبي متونو ته ګوري، چې د ادبي تیوری له هغه مروج او معاصر اصل سره یې په ټکر هم یادولی شو.

 

ادبي تیوري د متونو د تحلیل په وخت د فکر او نظریو مخالفه هم نه ده؛ خو د یوه منظم لوست او د سوچه هغه ادبي ارزښتونو پالنه یې په لومړیتوبونو کې ده، نه فکر او نظریه چې اساس یې تقریباً ایډیالوژیک وي. په بله مانا که فکر، نظریه او ایډیالوژي هم په کې یو څوک پالي؛ نو دا هم د یوه ادبي کوډز او میتود په اساس ممکن ده؛ نه مستقیماً یا راساً په تخلیقي او نقدي متونو کې چې خپل ادبي او تخلیقي ارزښتونه یې ورسره ضمني کېږي. یعنې که یو څوک په یوه پنځونه یا فنپاره کومه فکري نظریه تطبیقوي؛ نو دا بغیر له ادبي کوډه یا د همدې ادبي تیوری له بل کوم اصول پرته ممکن د شعار یا پروپاګنډې خوا ته ترې ولاړه شي؛ خو که همدا د ادبي تیوری اصول یا طرز ورسره وي؛ د یوه متن منظم او باډسپلینه سپړنه او لوست به یې کړی وي؛ مثلا اول لوست یا د نظم اساس به یې ادبي تیوري وي، وروسته که بیا کومه خبره یا فکر وي هغه یې بیا عیب هم نه ګڼي ځکه ادبي تیوري هم سیاسي، فکري او بل هر ډول نظریې او ایډیالوژی ته د دغسې یو لوست په اساس ځای او جواز ورکوي.

 

په دغه اساس که په ادبي تیوریو کې ځینې نظري او فکري ډولونه یا تمایلاتو وینو؛ نو دوه صورته یې دي، یو دا چې په خپله همدا نظریې د معاصریت او مهموالي له مخې د ورځنیو چارو موضوع او مضمون وي؛ خو ولې دا معاصروالی یې بیا یوازې د یوې اړتیا په توګه دلیل کېدای شي، نه د کوم خپل او طبعي جواز په توګه. دویم صورت یې همغه پورته مو چې یاد کړ اولین هدف یې د تیوری ادبي ارزښت وي یا د تیوری په وسیله همغه اړوند فکر او نظریه په کې تېروي.

 

د شلمې صدی په اوخرو کې چې د نړۍ ګڼو نقدونو او کره کتنو په همدې اساس ځینې داخلي او خارجي نظریات او فکري تمایلات خپل کړل، کم هغه یې ورسره داسې پاتې او عام شول، چې همدا د میتودونو او طرز په ډول یې ادبي متونو ته ژمن وو، هغه چې خارجي یا موضوعي وو لکه ډېر مشهور یې مارکسي، خاص فلسفي، روماني، مترقي او د ګڼو نورو ایزمونو هغه ورسره بیا ځکه ډېر پاتې نشول، چې موخه او هدف یې د ادبیاتو پر ځای فکر او ایډیالوژي وه.

 

اوس چې په معاصره ادبي تیوری کې د اړتیا په هغه موضوعي دلیل د ځینو نظري او فکري تمایلاتو ډولونه هم عام دي لکه ښځمنواله «فېمینیزم»، چاپيرالي یا ماحولیاتي ډول او په ځینو ژبو کې د استعماري او پس استعماري تمایلاتو ډولونه هغه یې، چې د همدې اصل له مخې عام او مشهور شوي؛ خو دا هم هغه وخت له اعتراض بچ دي، چې ادبي ارزښتونه یې ورسره لومړیتوب په کې ولري؛ کنه د نورو هغو غوندې یې د دوی دور او اړتیا هم ختمېدای شي.

 

خلاصه دا چې په ادبي تیوري کې هغه نظریات یا فکري تمایلات د چلښت وړ نه دي او نه یې خپل حدود دي، چې موخه او هدف یې خاص فکري او ایډیالوژیک نظریات دي؛ بلکې د ادبي تیوری د حدودو او کرښو معلوم نښه او نښان همغه سوچه او خالص ادبي میتودونه او طرزونه دي، چې په ټولو ژبو او ادبیاتو کې د ټولو متونو لپاره یو ډول ټولمنلي او بغیر له کوم امتیازه د ټولو لپاره یو ډول وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...