Homeخبرونهمیدان‌وردګو کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۶ ماشومان ټپیان...

میدان‌وردګو کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۶ ماشومان ټپیان شوي

تاند (پنج شنبه د ثور/ غويي ۱۷مه) په میدان‌وردګ ولایت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي، د دایمیرداد ولسوالۍ «اورمړ» کلي کې یوې پخوانۍ ناچاوده هاوان سرګلولې چاودنه کړې ده.

یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، د چاودنې له امله شپږ ماشومان ټپیان شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې، ټپیانو کې د درېیو ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک دی او د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.

په یاد ولایت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي احمدشاه ذهین د ټپیانو کورنیو سره د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی.

هغه له خلکو غوښتي چې د ناچاودو توکو د لیدلو پر مهال ترې لرې پاتې شي او اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...