ژباړن: احسانالله ارینزی
هوا توده ده. ډله – ډله مچان الوزي او د وز_ وز غږونه یې اوريدل کېږي. لارويان روان دي او هڅه كوي چیې د ديوالونو له سيورو څخه ليرې نه شي. موږ د (سنتاندر) ولايت د ( كاوادا) كلي په منځنی برخه كې ولاړ یاستو. داسې اوار ځایونه د اسپانيا په نورو كليو كې هم شته. پخوا چې خلكو خپلې ملي جامې اغوستې، دا ځاى ډېر ښكلى او په زړه پورې ښکارېده. اوس هم د اسپانيا د غرونو بربنډو څوكو او غنم رنگه خلكو خپله ښكلا له لاسه نه ده وركړې او ښایسته ځلا لري.
د مچانو په وز_ وز سربيره، د ډبرينو ديوالونو له شا څخه نور تت غږونه هم اوريدل کېږي. هلته ښوونځى دى. دې ښوونځي د نړۍ له نورو ښوونځيو سره هيڅ توپير نه درلود. تياره خپه كوونكي ديوالونه، يو شان څوكۍ او كوچني – كوچني سرونه. د خونې پــــه مينځ كې هــم يو څوک ولاړ دى، چې په هــغـــه چـــــاپيريال كې د يـــو دېــو پــــــه شان ښكاري. دى ښوونكى دى.
دى هم بايد د خپلو نورو ملگرو په شان څومره صبر، حوصله او د نوښت وس ولري چې په دې ديرشو كوچنيو سرونو چاپير شي او په هغو كې د واقعيتونو او حقيقتونو له ستر سمندر څخه څو څاڅكي وڅڅوي.د (كاوادا) كلي ښوونكى چې (بالدومه سورى) نومېده، ډېر ساده، زړه سواندى او پوه سړى و. ټولو به د ده په ستاينه كې ويل چې مهربانه او په كار مين سړى دى. د كلي په اوسېدونكيو كې، د ده وخت پېژندنې او وفا د يوه متل بڼه غوره كړې وه. كه به كومه ورځ لږ ناوخته شو، ټولو به فكر كاوه چې ګړۍ سم كار نه كوي.
د (بالدومه سوري) انددود هم د ده ژوند په شان منظم او سپېڅلى و. له همدې امله ځينو كسانو د ده اندونه او په تېره بيا د ټولنيزو چارو په هكله، د ده عقيدې ته په بده سترګه كتل او ويل به يې چې: ( ډېر سور سړى دى!!). خو حتى همدې كسانو هم، د خپل خوار او ذليل زړه په تل كې، د دې (سره) انسان په شرافت او رښتينولۍ باور درلود او ښوونكي ته یې له درناوي څخه سر نه شواى غړولى.
په (كاوادا) كې دوو كسانو په دې برخه كې ځانگړې عقيده درلوده. مشر كشيش او کشر کشیش چې دواړو تورې جامې اغوستې. له ښوونكي سره د دوى كينه ورځ په ورځ ډېرېده؛ ځكه چې د ټولنې د خپلواكۍ او سوكالۍ په برخه كې، له (شيطاني؟!) اندونو پرته ښوونكي هيڅ وخت داسې كار نه كاوه، چې څوك دې گوته ورته ونيسي.
ښوونځى به تل د مشر او کشر تر څار لاندې و؛ ځكه ښوونځى هغه فابريكه ده چې د وده كوونكى نسل افكار او روحيات جوړوي. له همدې امله هغه هوښياران چې غواړي راتلونكى ترلاسه كړي، ښوونځيو ته ډير پام ساتي.
څه موده مخكې د (فرانسيسكو) په نامه يوه سړي، هڅه وكړه چې د اسپانيا ښوونځي د كليسا او توركاليو له وژونكې څارنې څخه وژغوري؛ خو په دار وځړول شو او مخكې له دې چې ووایې: (ژوندي دې وي ښوونځي!) په گولو غلبيل شو.
د اسپانيا روحانيونو له دې سترې بريا وروسته، د ښوونځيو چاڼ پیل کړ. د ټولې اسپانيا اشرافي كورنيو او خونړۍ دكتاتوري د دوى شا ته ولاړ وو.
(هر ځای چې د چارو واگې د پوځيانو په لاس كې وي، روحانيون واك چلوي). له همدې امله تاسو له داسې يوه هيواد سره مخامخ ياستئ، چې خلك یې ورو_ ورو د عقايدو د څيړنې (انكزيسيون) په لور روان دي.
كشيش او کشر له پاك او خپلواك ښوونكي سره كلكه دښمني درلوده. دا ځكه چې ښوونكى په خپلو كړو وړو او نيكو اخلاقو، په ټولو خلكو گران او له همدې امله د كشيشانو له پاره خطرناك و؛ خو له بده مرغه د ښوونكي په خبرو او كړو وړو كې داسې څه نه موندل كيدل، چې كشيش كفر بللى او ځان یې د دې (دښنه) له شر څخه خلاص كړى واى.
له غمونو څخه په ډكه اسپانيا كې كشيشان واك لري، چې ښوونځي له نژدې وگوري او درسي مواد سم وڅيړي.
په هغه ورځ، چې زه یې كيسه كوم، د درس په بهیر كې د خونې ور خلاص شو. دوه توركالي راغلل او كرار كيناستل.
ښوونكى له يوه كوچني څخه پوښتنیې كولې.
زده كوونكي کتاب سم نه و لوستى. له راغلو تورکالیو څخه هم بيريدلى و؛ ځکه یې ژبه بنده- بنده كيده:
– عدالت… برابري….
كشيش له ډيرې غوسې وغوريد او د ماشوم په لور یې ټوپ كړ:
– څه بد دې وكړل… بيا ووايه!…
كوچنى له ډيرې ويرې اريان ودريد؛ خو د ټولگي يو بل څوارلس- پنځلس كلن زده كوونكى، په دې تمه چې کتاب یې سم لوستی، ودريد او ویې ويل:
– كشيش صيب، ټول خلك سره يو شان او برابر دي.
كشيش د دې زده كوونكي په لور ورغی او چيغیې یې كړې:
– دا خبره غلطه ده، درواغ ده. د كليسا له ښوونو سره توپير لري! كله چا ويلي چې ټول خلك يو شان دي؟! زمونږ مشرانو هم نه دي ويلي چې ټول خلك برابر دي، نه ، نه…. هيڅكله!
د كشيش رنگ له ډيرې غوسې سور اوښتى او په شونډو سپین ځك دريدلي و.
ښوونكى ورو؛ خو په ډير غرور ورنژدې شو او ویې ويل:
– كشيشه…. اجازه راكړه…
كشيش په لوړه ورته وويل:
– د څه شي اجازه دركړم؟ اجازه دركړم چې بيا هم هلكانو ته مزخرفات زده كړې؟ ټول خلك يو شان دي! دا خبره كليسا نه شي منلاى! هلكانو زما خبرو ته غوږ ونيسئ. ستاسو ښوونكى درواغ وايي!
ښوونكي په ډير متانت وويل:
– غلى شه!
خو كشيش تر پخوا هم په لوړ غږ وويل:
– ته درواغ وایې! ته ديانت او سپيڅلي كليسا ته په سپكه سترگه گوري. عدالت! … عدالت! مسيحيان عدالت څه كوي؟ دا خبرې په دوى پورې اړه نه لري. زه فقط يو عدالت پيژنم چې هغه په الهى محكمه كې عملي کېږي. مسيحيان بايد په دين، ايمان او محبت پوه كړى شي.
كشيش د بيريدلو زده كوونكو په مخ كې د (محبت) كلمه په ډيره دښمنۍ ښوونكي ته گذار كړه. ښوونكى دوه- درې گامه په شا لاړ او رنگ یې سپين شو. ورو یې كشيش ته وكتل. د ښوونكي د سترگو په سمندر كې د غم، كينې او دښمنۍ څپې تلې راتلې… هلكان ټول پاڅيدل. ښوونكي فكر وكړ چې پای ته رسېدلی او ورو یې وويل:
– شيطانه؟
کشر كشيش په ښوونكي ټوپ كړ. كشيش هم خپل سوك پورته كړ؛ خو کشري ښوونكى سم نه و نيولى، د تومانچې دوه ډزې واوريدل شوې او كشيش په ځمكه پريوت. له لږ ځنډه وروسته کشری هم په ځمكه ولويد.
ښوونكى چې نور نو په ښه او بد نه پوهيده، بيا ماشه كش كړه او د دوى دواړو څنگ ته وغورځېد.
او په دې توگه په کال 1926 كې په يوه پرمختللي هېواد كې، داسې يو ښوونكى مړ شو، چې په ډير جرئت یې هلكانو ته د عدالت په هکله خبرې كړې وې.
پای