تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې ده.
د مصر د ښکلا ړې پخوانۍ ملکې ویلي، هغې د څلورو میاشتو درملنه بشپړه کړې چې پکې د کیموتراپي او کورتیزون سختې درملنې شاملې وې.
نوموړې د پنجشنبې په ورځ له Cairo 24 وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د درملنې پروتوکول د هغې د بدن د ښي اړخ کمزوري رامنځته کړه، چې وروسته په بشپړ ډول په فلج بدله شوه. هغې زیاته کړې چې ستونزه د دماغ په ساقه (Brain Stem) کې د یوه غیرسرطاني تومور له امله ده، چې د بدن پر حیاتي فعالیتونو اغېز کوي.
انجي عبدالله ویلي، په ۲۰۱۹ کال کې یې هم درملنه کړې وه، خو شپږ میاشتې مخکې ناروغي بېرته راګرځېدلې او سختې نښې یې درلودې، چې پکې د حس له منځه تلل او له ستونې د تېرولو ستونزې شاملې وې.
هغې څرګنده کړې چې ډاکټرانو د تومور د خطرناک موقعیت او د قانوني درملیزو اندازو د پای ته رسېدو له امله د درملنې له دوام څخه بخښنه وغوښته، او همدې چارې اړ کړه چې د احتمالي پیچلتیاوو مسوولیت پر خپله غاړه واخلي.
د یادونې وړ ده چې انجي عبدالله په ۲۰۱۵ کال کې په قاهره کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر الپیر بوسوتیرAlper Bosuter سره واده کړی و.
هغې خپل هنري فعالیت په ۲۰۰۱ کال کې د «بدر» فلم له لارې پیل کړ، وروسته له هغې چې په ۱۹۹۹ کال کې یې د مصر د ښکلا ملکې لقب ګټلی و.
انجي عبدالله په ۱۲ هنري فلمونو کې کار کړی، چې پکې «طیف الألوان»، «شطرنج»، «امرأة من زمن الحب» او «حسن دليفري» شامل دي. د «حسن دليفري» فلم، چې په ۲۰۱۶ کال کې خپور شو، د هغې وروستی سینمایي اثر و.
هغې همداراز په ګڼو ټلوېزیوني سریالونو کې رول لوبولی، چې «طیف الألوان»، «شطرنج»، «تماسيح النيل»، «مدرسة الأحلام»، «النار والطين»، «اختفاء سعيد مهران»، «امرأة فوق العادة» او «ساعة عصاري» پکې شامل دي.