Home+په اوسنۍ شاعرۍ کې د لفظي او معنوي محورونو ماډل

په اوسنۍ شاعرۍ کې د لفظي او معنوي محورونو ماډل

لیکنه: طالب منګل
په اوسنۍ شاعرۍ کې د الفاظو ښکلا یو مهم هنري ارزښت ګڼل کیږي خو ځینې شاعران د لفظونو په ښکلا بسنه نه کوي دوی د کلمو تر شا په شعوري توګه یو فکري، رواني او هنري نظام هم رامنځته کړی٬ دوی هغه کلمې کاروي چې لوړ او براخ مفهم ولري لکه هستي یا یو پراخ تصویر ولري لکه اسمان یا سمندر. نو همدا وجه ده چې په اوسنۍ شاعرۍ کې ځینې الفاظ، ترکیبونه، سمبولونه او مفاهیم په تکراري ډول را څرګندېږي او د شاعر د فکري نړۍ د مهمو چورلیځونو په توګه ځان څرګندوي.
په شعر کې د معنوي او لفظي محورونو د نظام لفظ شاید یو څه نااشنا وي خو حقیقت همدا دی چې دا نظام ووینو٬ وڅیړو او وپیژنو چې ایا داسې کوم نظام شته او که وي په اوسنۍ شاعرۍ کې یې د ماډل جوړښت څه ډول دی.
خو مخکې له دې باید واضحه کړم چې د لفظي او معنوي محورونو بڼیز ماډل په حقیقت کې هغه هنري نظام ته ویل کېږي چې شاعر په کې د ځانګړو کلمو، استعارو، سمبولونو او مفاهیمو پر مټ خپل شعري جهان جوړوي.
په اوسنۍ شاعرۍ کې هر شاعر دا نظام لري خو بڼې یې توپیر لري یا د کلمو له مخې په لفظي او معنوي نظام بشپړ نه دی توانیدلي.
ددې لپاره مې د ډېرو شاعرانو شعرونه له پخوا لوستلي یا ولوستل خو په دې منځ کې عنایت الله دیدار هغه شاعر دی چې د لفظي او معنوي محورونو یو ځانګړی او منظم نظام یې په شاعرۍ کې تر سترګو کېږي.
خکه د دیدار په شعرونو کې نشت٬ فنا٬ فرار٬ هجر٬ مستي٬ لامکان، انتشار او ورته نورو کلمو تکرار لکه حرکت، اوارګۍ، بې‌خودۍ او روحاني تشې تصویرونه ددې فرصت ورکوي چې دا ډول ماډلونه تر مطالعې لاندې ونیول شي.
مخکې له دې چې دا ماډل د لیکنې د عنوان سره سم تشریح کړو یوه خبره له پامه مه غورځوئ او هغه دا چې دا ډول شاعر د خپل شعر د جوړښت له مخې  د خپل شعر نظام او یا نړۍ ته د نورو کسانو د ننوتو مخه نیسي٬ ځان یوازې د خپل نظام مستحق بولي او فکر کوي چې د خپل ژور یا ډوب فکر له امله باید یوازې دی خپل هغه حالت چې دی یې درک کوي وویني٬ نو ددې لپاره اړینه ده چې د دا دول شاعرانو د شعرونو د تشریح پر مهال د هغه رواني حالت او فکر په پام کې ونیسو.
مخکې له دې چې د دیدار په شعرونو کې بېلګې وړاندې کړو باید ووایم چې زه یې یوازې د موضوع د عنوان مطابق د شعر اړخونه بیانوم او د شعر پر نورو تخنیکونو او مفهمونو یې عرض نه لرم.
زما ځانه! نا تمامه
زما ځانه! نا تمامه
سور دوزخه،خور الزامه
له یزیده انتقامه
د هجران د شپې ماښامه
څه خونکاری تغافل دی
رانړیږمه او ځمه
راپاڅېږمه او ځمه
راغورځېږمه او ځمه
رایادېږې او ودرېږم
رایادېږمه او ځمه
سرابېږې او بدلېږې
سیرابېږمه او ځمه
پۀ هر باب کې ناتمامه
ښه پوهېږمه او ځمه
ستا د سوچ لۀ کفرستانه
الهامېږمه او ځمه
حاشیه شوې، لور پۀ لورې!
رواجیږمه او ځمه
د فنا پۀ نشه مست یم
لږ ودرېږمه او ځمه
په ځان نه یم، لکه بل څوک
ټول زنګېږمه او ځمه
د وهمونو له اسمانه
راورېږمه او ځمـــه
د مرشد کامله پامه!
د حدونو اختتامه
بس همدا کېدل؟ ناکامه!
په خوبونو اتهامه
د دیدار صیب دا شعر معنوي او لفظي نظام لري او دغه شعر د لفظي او معنوي محورونو د ماډل له مخې د اوسنۍ شاعرۍ یو مهم مثال ګڼلای شو، ځکه شاعر په کې د ځانګړو کلمو، تکراري جوړښتونو او معنوي تصویرونو پر مټ خپل داخلي جهان منظم کړی دی.
په دې شعر تر ټولو څرګند لفظي محور د ځمه فعل دی چې تقریباً د هرې مصرعې په پای کې تکرارېږي لکه:
رانړیږمه او ځمه
راپاڅېږمه او ځمه
راغورځېږمه او ځمه
دا تکرار د موسیقیت لپاره  دییا نه دی هغه ځانته خبره ده ٬ خو دا د شاعر سرګردانۍ حالت څرګندوي ځکه شاعر که درد احساسوي یا نه خو دی روان دی او ځي چې همدې د شعر معنوي محور جوړ کړی دی.
بل په دې شعر کې د ناتمامه، کفرستانه، فنا، وهمونو، سراب او مرشد په څېر کلمې د شاعر د فکري نظام مهم معنوي مرکزونه دي٬ ځکه دا الفاظ یوازې  لغاتونه نه دي، بلکې هر یو ځانته سمبولیکه مانا هم لري.
ددې ترڅنګ په شعر کې د متضادو حالاتو ګډ حضور هم د معنوي محورونو مهمه برخه ده لکه راپاڅېږمه٬ راغورځېږمه٬ سرابېږې٬ سیرابېږمه او یا ودرېږم او ځمه.
دغه متضاد حرکتونه د شاعر داخلي کشمکش او رواني بې‌ثباتي لا ژوره کوي. لوستونکی فکر کوي چې شاعر د فرار، حقیقت او وهم ترمنځ بند پاتې دی.
بل مرشد، فنا، الهام او کفرستانه هغه اصطلاحات دي چې شعر ته عرفاني رنګ ورکوي.
د دیدار په یو بل شعر کې هم پیل له دې کوي چې مه راځه او بیا وایي راشه:
نو بیا مۀ راځه مـحبوبې!
لکه بُت چې پۀ هوش مست شي
لکه نشت چې ژوند پرست شي
لکه مات د اسمان شست شي
محبوبې دغسې راشه!
د توبو پۀ شان دې مات کړم
را شه ټول مې کړه جانانه
بیابان مې را اغوستی
چرته لرې ځم لۀ ځانه
دا خو پړک؛ دې ایینو ته
ما ورکړی لۀ وجدانه
ژوند به یؤ موټی سارا شي
کۀ ترې لاړلې امکانه
ټول د نشت پۀ ابد شته یم
د وختونو بیابانه!
چې کرم شو لۀ اسمانه
څړیکې! اوسه مرثیه خوانه
یؤ قدم د سخن ملک یم
ستا د مخ تر لامکانه
ستا د سوز چیغې نیولې
زمانه ده لۀ ګرېوانه
چې وختونه پۀ نشست شي
چې ازل همه‌ شکست شي
چې زوال ایاغ پۀ دست شي
نو بیا مۀ راځه محبوبې!
نو بیا مۀ راځه محبوبې!
په دې شعر کې د نو لفظ په خپل خای یو مفهم لري خو دا هم واضح ښکاري چې شاعر د متضادو مفاهیمو له ټکره معنوي فضا جوړوي لکه نشت٬ ژوند٬ زوال٬ امکان٬ مستي او هوش هغه څه دي چې شاعر یې سرګردان کړی دی.
د بې خودۍ تر سرلیک لاندې په یو بل شعر کې تر ټولو څرګند لفظي محور جنون، نشت، اواره، هجر٬ لامکان او هوش په کلمو راڅرخي.
بې خودي
پــهٔ دېوال مې کرښې راښکې
څـــهٔ خــــــبره رانــه کيږي
څهٔ جنون مې پر مخ خور دی
څـــــــــهٔ جمود رانه ماتیږي
نشت دې هــــسې اواره کړم
بیابان رانـــــــــــه منکر دی
اوازه ستا د راتلو یـــــــــــم
پـــهٔ چشمانو مې محشر دی
منتشر مـــــې همه ذات دی
پـــــهٔ خپل څلي مې ګذر دی
لهٔ خودیـــــــه خالي سر مې
ستا پــهٔ در دی؛ در پهٔ در دی
نمرودي آتش مــــــې سیزي
پـــــهٔ جنون مې مازدیګر دی
اواره لکه د هوش یــــــــــم
شکسته مې بــــــال و پر دی
همخانــــــه ستا د فراق دی
کاېنات واړه پرهــــــــــر دی
لکه سیند پـــــهٔ مېرو درومي
ستا پـــــهٔ لوري مې سفر دی
مېکدې مې لافاني کــــــــړې
هوش مې هومره مختصر دی
هـــــــر مکان دی هجرخویه
لامکان واړه ساغــــــــــر دی
پـــر دیوال مې کرښې راښکې
څهٔ زنجیر مې پــهٔ کې ساز کړ
لـــــــکه تـــللې لارې؛ لاړې
خپل انجام مـــــې را اغاز
په دې شعر کې دوه معنوی چورلیځونه دي یو:
نشت دې هسې اواره کړم
لهٔ خودیه خالي سر مې
دلته نشت او خودي د وجود او فنا ترمنځ یو داخلي ټکر لري لکه شاعر چې خپل ذات له لاسه ورکړی وي او د داخلي تشې په یوه بې‌ پایه نړۍ کې سرګردانه وي٬ دویم لفظي محور اوارګۍ او سفر احساس دی:
لکه سیند پۀ مېرو درومي
ستا پۀ لوري مې سفر دی
که د دیدار صیب شعرونه ولولئ نو دا ډول حرکت د دیدار په شاعرۍ کې تل تکرارېږي یعنې شاعر هېڅکله په یوه ثابت حالت کې نه ښکاري٬ کله سفر کوي او کله بیا د فرار یا تګ او سرګردانۍ په حالت کې وي. همدا د هغه د معنوي نظام یوه مهمه برخه ده.
د دیدار شعرونه له عامو لوستونکو سره د واه واه او ارشاد ارشاد غاړه نه وړي٬ له یوې خوا د کلمو دروندوالی چې د شعر مروجې کلمې نه کاروي له بلې خوا د لوستنې پر مهال مخکې له دې چې لوستونکی پوه شي یو نرم فکر ته اړتیا لري لکه دا:
پښې، لاسونه، مـــخ او ګؤتې
ستا د ذات ارض او سما شم
د وحدت لهٔ ډېر شدتــــــــه
و خپل ځان و تــــه شها شم
په دې دو بیتونو کې ذات٬ ارض٬ سما٬ شدت او شها درنې کلمې دي٬ چې په سمبولیکه توګه له زیاتو ماناو برخمنې دي او ددې د پوهیدو لپاره د سمبولیکې، دستګاه دریم اړخ په نظر کې نیول مهم دي( دا په یو بل عنوان کې تشریح شوی) کنه پوهیدنه ستونزمنه کوي.
که په قاموس کې دا کلمې وګورو نو ارض ځمکه،سما اسمان، وحدت یووالی یا هستي٬ شدت زور او شها اصل کې د شاه ندايي بڼه ده یعنې اې پاچا، اې محبوبه، اې سترې هستۍ.
نو د دیدار د شعر د لوستنې لپاره د کلمو پر مانا پوهیدنه هم یو اړخ دی چې په نظر کې نیول یې ضروري دي.
په هر صورت د بڼیز له لحاظه دا شعر ډېر متمرکز دی ځکه شاعر له اوږدو تشریحاتو پرته یوازې په څو کلمو کې یوه پراخه عرفاني چاپېریال جوړه وي خو وحدت، ارض، سما او ځان هغه لفظي مرکزونه دي چې د شعر معنوي نظام ورباندې ولاړ دی.
فرار
همه تن لار او ګودر یم
یو ګذر راباندې وکړه
بیا څۀ شر راباندې وکړه
لږ نظر راباندې وکړه
پۀ څرمنو کې را غونډ دي
لۀ فراره خلک تښتي
د جامونو پۀ کوڅو کې
نا قراره خلک تښتي
سترګې پټې کړي ویدۀ شي
پر دې لاره خلک تښتي
ټول لۀ تا نه، ستا پۀ ذات کې
انتشاره! خلک تښتي
فراموش لۀ ځانه ځان کړي
بې ساختاره، خلک تښتي
د فلک لۀ کږو چارو
چاره ـ چاره خلک تښتي
لکه ساز پۀ می نوش لګي
څۀ اثر راباندې وکړه
لکه هوش، پۀ بېرته راشه
ژوند اکثر راباندې وکړه
دیدار صیب د خپل شعر د عروضو له مخې لنډ رکنونه خوښوي خو که دا شعر د کرښو له مخې داسې شي نو نور هم د لوستونکي احساس رانیسي او موسیقیت یې غښتلی کیږي٬ مثال:
فرار
همه تن لار او ګودر یم یو ګذر راباندې وکړه
 بیا څۀ شر راباندې وکړه لږ نظر راباندې وکړه
پۀ څرمنو کې را غونډ دي لۀ فراره خلک تښتي
 د جامونو پۀ کوڅو کې نا قراره خلک تښتي
سترګې پټې کړي ویدۀ شي پر دې لاره خلک تښتي
 ټول لۀ تا نه، ستا پۀ ذات کې انتشاره! خلک تښتي
فراموش لۀ ځانه ځان کړي بې ساختاره، خلک تښتي
د فلک لۀ کږو چارو چاره ـ چاره خلک تښتي
لکه ساز پۀ می نوش لګي٬ څۀ اثر راباندې وکړه
 لکه هوش، پۀ بېرته راشه ژوند اکثر راباندې وکړه
دا پورته جوړښت د هغه له ډېرو شعرونو سره خوندور راځي خو که دیدار صیب وغواړي٬ دا شعر ته هم رواني ورکولی شي او هم د لوستونکي احساس رانیسي٬ داسې هم نه ده چې دا دې بیخي عملي شي دا د شعر له داخلي رواني حالت یا د لوستونکي د احساس د قابو کولو لپاره هم کارول کیږي چې شاید د دیدار یوه تجربه همدا وي.
په هر صورت خبره د معنوي محور وه٬ دیدار صیب سندرغاړې اغلې شکیله ناز ته یو شعر لیکلی دی چې په دا ډول شعرونو کې چې مخاطب یې مالوم او ښکاره دی بیا هم معنوي محور نه پریږدي لکه په دې شعر کې:
شکیله ناز ته!
(ژوند مانا شي، چې ناز راشي)
ستا د مخ په زمانه کې
موږ ضرور نه یو، چې یو دې
اوازونه یو، ورکیږو
څه انګور نه یو، چې یو دې
سخن فهمې، خوش الحانې
یه قربان کړه، چې ژوندی شم
چې څه شی شې، هغه شی شم
لږ مسکۍ شه، چې مسکی شم
په مکان د ( ناز ) و مخ ته
لامکانه هرکلی شم
ته د ډکو پیالو کړنګ شې
زه فریاد وکړمه نی شم
ته چې راشې، زه محسوس شم
ټول راټول شم، پی در پی شم
په سیندونو څَښل کیږم
د (فراق*) د ماښام می شم
لېونتوب یو، په تا پایو
بل قصور نه یو، چې یو دې
ته روا، نه یې چې نشت شې
موږ مجبور نه یو، چې یو دې
د دیدار صیب دا شعر د هغه د نورو صوفيانه او وجودي شعرونو په پرتله نرم عاطفي رنګ لري، خو په دې شعر کې تر ټولو مهم لفظي محور چې د شعر سرلیک هم دی ناز دی. دا کلمه یوازې د مخاطب نوم نه دی، بلکې د ښکلا، جذابیت، نرمتیا او روحاني کشش سمبول ګرځي لکه:
ژوند مانا شي، چې ناز راشي
که وګورو دلته ناز د ژوند د مانا، احساس او روحاني حضور استازیتوب کوي کنه نور شاعران یې په دودیزه توګه د یو بل مفهم لپاره کاروي.
دا شعر بل فرعي محور د ورکېدلو او محسوسېدلو محور دی:
موږ ضرور نه یو، چې یو
ته چې راشې، زه محسوس شم
یعنې مخکې ورک دی خو د هغه حضور سره بېرته ځان محسوسه وي. په شعر کې د نشت او لامکان اصطلاحات بیا هم راغلي لکه:
په مکان د ( ناز ) و مخ ته
لامکانه هرکلی شم
ته روا، نه یې چې نشت شې
که څه هم دا لفظونه فلسفي او صوفاینه رنګ ورکوي خو دیدار د موسیقیت او اواز محور هم په شعر کې ډېر پیاوړی ښودلی دی لکه:
اوازونه
خوش الحانې
د پیالو کړنګ
فریاد
نۍ
دا چې شعر یوې سندرغاړې ته لیکل شوی دی نو د موسیقۍ٬ نغمو او غږونو د چاپېریال جوړولو لپاره دا ډول لفظونو راوړل مهم دي٬ یعنې  شاعر د لفظي نظام په جوړولو کې د اواز او نغمو اړخ ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
دیدار صیب په خپل شعر کې د معنوي محورونو او یا نظام لپاره تر ډېره صفتونه کاروي او دا کلمې یې په شعر کې تقریبا په هره کرښه کې ښکاري لکه په دې شعر کې:
د انکار روزِ حشره
چاره څه وه؟ چاره ګره!
همه سوی، حد اکثره!
د هر څه پر ذات اثره
سمندره! بحر و بره!
انتشار ، نشت او تلاش دی
لېونی دې کړم خالقه !
هر وجود دې له ما ډک کړ
هر سړی دې کړم خالقه!
چې لوګی دې کړم خالقه !
داڅه شی دې کړم خالقه ؟
چې مې ځمکه د نشت کور کړه
نو تندی دې کړم خالقه!؟
انتشار و، فرار مست وم
پی در پی دې کړم خالقه
لوړ اواز د ملکوت وم
ځمکنی دې کړم خالقه
.
رایادیږې مکرره
هر اوازه، هر منظره
د لبریز امکان ساغره
په هر څیز کې مستقره
.
دهستۍ کچکول په لاس کې
څه ذره غواړم ولاړ یم
چې دې ځان ته مخامخ کړم
فاصله غواړم ولاړ یم
په جنت کې په هاهوت کې
ستاکوڅه غواړم ولاړیم
چې له ځانه چرته پټ شم
یوه شپه غواړم ولاړیم
صدا مستې، کرم دستې
قرینه غواړم ولاړ یم
فراموش مخ مې بیا راکړه
ائینه غواړم ولاړ یم
.
د انکار روزِ حشره!
بې وجوده، بې مظهره
هر اواز شو خودنګره
بې وجوده شوه سندره
دا یو عرفاني او  فلسفي شعر دی چې ډېرې صفتي کلمې او ترکیبونه کارول شوي دي٬ دا کلمې بې ځایه نه دي بلکې ددې صفتي کلمو له لارې د یو شي، حالت یا وجود ځانګړنه بیانوي.
لېونی٬ ډک٬ ځمکنی٬ مکرره٬ لبریز( نوم د صفت په توګه کارول شوی)٬ مستقره٬ مستې٬ کرم دستې٬ فراموش٬ بې وجوده٬ بې مظهره٬ خودنګره او یا ځینې صفتي ترکیبونه لکه لوړ اواز٬ هر منظره٬ د لبریز امکان ساغر٬ د هستۍ کچکول٬ د انکار روزِ حشر او بې وجوده سندره کارول شوي.
همدارنګه ځینې الفاظ که څه هم نحوي لحاظه صفت نه بلل کیږي، خو په پورته شعر کې  د صفتي یا حالتي مفهوم لپاره راوړل شوي دي چې تقریبا دیدار صیب یې یو نه یو شعر کې راوړي لکه انتشار٬ نشت٬ تلاش٬ فرار٬ امکان او نور.
د معنوي محورونو کې د کلمو تسلسل ډېر مهم دی چې دیدار صیب دا کلمې د لوبې په توګه د خپلو مفهمونو او شدت لپاره کاروي خو ځینې وختونه د مانا تړاو یو څه کمزوری احساس هم لري لکه  د حورو او خوانه تر څنګ د زنخندانه لفظونه:
صدقه دې شم اذانه
همدا اوس مې سترګې راوړې
د نشې له کفرستانه
د جنت حورو او خوانه
یم کافر دلته له لوږې
څومره پاتې یم داستانه؟
د مستۍ شرابستانه
هره چغه مې فاني کړه
در پرېوځم زنخدانه
ای د ژوند اتشستانه
زمانه د سینه سويو
ده له کومې را روانه؟
د پورته شعر څلورمه کرښه کې:
د جنت حورو او خوانه
یم کافر دلته له لوږې
دا تصویر قوي دی، خو حورو او خوانه له لوږې سره که یو څه وضاحت وای نو تسلسل به یې نور هم اغیزمن وای.
 همداشان:
در پرېوځم زنخدانه
دا ترکیب شاعرانه ترکیب  دی، خو زنخدان عموما د معشوقې د زنې ژوروالی ته ویل کېږي٬ دا ځای یو څه خوږ مبهموالی لري خو:
زمانه د سینه سويو
ده له کومې را روانه؟
دا دوې کرښې درد لري په ځانګړي ډول پوښتنیز پای په کې دی خو که( ده )پر ځای( دا ) وای، رواني یې ښايي لا ښه شوې وای لکه:
دا له کومې را روانه؟
په هر صورت په اوسنۍ شاعر کې دیدار صیب شاعري د لفظي او معنوي محورونو مهم ماډل دی چې د اوسنۍ شاعرۍ پراخ باغ پرې ښکلی دی خو له دې زاویې کتل دا څرګندوي چې د کلمو تر شا یو ژور فکري، رواني او هنري نظام هم شته چې شاعر جوړ کړی٬ کنټرولوي یې او خپل هدف ته پرې رسیږي.
نو دې پایلې ته رسیږو چې په شعرونو کې ځانګړې کلمې، ترکیبونه او سمبولونه په تکراري ډول که راوړل شي نو لفظي او معنوي چورلیځونه جوړولی شي خو بېشکه چې دا کار دومره اسان نه دی ځکه د کلمو تکرار او بیا بیا یادول شعر او ان د یو شاعر ټوله شاعري بې خونده کوي خو دیدار صیب د خپلو کلمو او مفهمونو کنټرول د لفظوي او معنوي نظام له لارې جوړ کړی دی.
د دیدار په شاعرۍ کې د لفظي محورونو تر څنګ معنوي محورونه هم په ډېر قوت سره شته لکه  حرکت، فرار، سرګردانۍ، بې خودي د هغه د شعرونو بنسټیز عناصر دي.
همداشان د دیدار په شاعر کۍ تضادونه هم معنوی رول لري لکه نشت او ژوند، مستي او هوش، زوال او امکان او داسې نور.
 د دیدار د شعرونو له بېلګو ښکاري چې د کلمو تکرار، د سمبولونو تسلسل، صفتي ترکیبونه، متضاد مفاهیم او عرفاني اصطلاحات ټول په ګډه یو منظم بڼیز ماډل جوړوي٬ د هغه د شعر د لفظي او معنوي نړۍ تر ډېره په شپږو ستنو ولاړه ده.
د کلمو لومړۍ ستن له فکري عناصرو لکه نشت٬ فنا٬ لامکان٬ بې خودي٬ فراموشي او انتشار په څیر له کلمو جوړه ده.
دویمه ستن د هغو کلمو ده چې مستۍ رنګ لري لکه مست٬ شرابستان٬ میکده٬ جام٬ ساغر٬ می نوش او نشه چې دا د کلاسیک شاعرۍ اغیز هم دی.
دریمه هغه کلمې دي چې د حالت ښکارندویي کوي لکه ځمه٬ راپاڅېږمه٬ راغورځېږمه٬ فرار٬ سفر او نور.
هغه کلمې چې دیدار صیب پرې خپلې شاعرۍ ته وجودي او فلسفی رنګ ورکړی دی لکه هجر٬ تغافل٬ انتشـار٬ ناکامي٬ وهم٬ محشر او نور ډېر په ښکلي شکل کارولي دي.
همداشان  تصوفي کلمې د دیدار په شعرونو کې شته لکه وحدت٬ مرشد٬ لامکان٬ ملکوت٬ ازل او نور.
او شپږم ډول هغه کلمې دي چې پراخ تصویر ورکوي او د دیدار دشعر مهمه برخه ده لکه اسمان٬ سمندر٬ بیابان٬ زمانه٬ کاینات٬ فلک٬ ځمکه او نور.
نو په دې سره ویلی شم چې د دیدار د شعر معنوي او لفظي محورونه د کلمو له طرفه یو منظم جوړښت لري چې د هغه د شعر په پېژندلو یې مهر وهلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...