یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د تور منېجر ناول شننه" احمدرشاد بهزاد

د تور منېجر ناول شننه” احمدرشاد بهزاد

ناول د ایټالوي ژبې له ناوله کلمې څخه اخیستل شوی دی چې د نوی، تازه او عجیبه معنا لري.

په اصطلاح کې هغه ډول کیسې ته وایي چې په نثر کې بیان شوي وي، او دوې یا درې داسې پېښې پکې بیان شوې وي چې د ریښتیاتوب امکان ولري.

دلته به موږ د عبدالجمیل ممتازد تور منېجر ناول پر کیسه، کرکټر کښنه، منظرکشۍ، تلوسه، او څو نورو برخو باندې خبرې وکړو.

تور منېجر ناول تر ډېره پورې پر عشقي او پولیسي یا جینایي موضوعاتو را څرخي.

لکه په ناول کې د ننګیال له صایمې سره مخ کېدل، د دوی تر منځ د خبرو کولو انداز، د صایمې په زخمي کېدو سره د ننګیال خفګان، له صایمې سره په روغتون کې د ننګیال رفتار او کردار…هغه پېښې دي چې ناول تر ډېره موږ ته عشقي را معرفي کوي.

بله خوا په ناول کې د هېرو یینو قاچاق، ننګیال په خپل لاس د څلورو پلوسانو وژل، د صایمې زخمي کول، د تور منېجر له خوا د ننګیال د وژلو هڅه، د ناز (د شالیمار د روغتون د معلوماتو د بخش کارمندې) له ننګیال سره دوکه او په وروستیو کې د ناز او تور منېجر وژنه او دې ته ورته نورې پېښې په ناول کې ناول ته جینایي رنګ ورکوي، نو ناول تر ډېره په همدې دوه ډوله پېښو را څرخي.

د ناول کیسه:

د ناول تر ټولو مهم عنصر یا توکی کیسه ده، چې بغیر له کیسې د ناول شتون بې معنا دی.

د تور منېجر ناول راوي  لومړی شخص(متکلم) دی. خپله کیسه په خپله د قلم په ژبه کوي.

موږ یې په لنډو کې داسې بیانوو:

د ننګیال غریبی دی د مزدورانو تر چوک پورې راوست. په دریمه ورځ د صایمې په نامه جینۍ دی له خپل ځان سره کار ته بیایي، خو نه پوهېږي چې کار د قاچاق دی. قاچاق د صایمې د خاوند کار وو، خو هغه اوس د تور منېجر له لاسه مرګ حال پروت وو.

ریاض(تور منېجر) د صایمې د قاچاق د ګدام مشر دی. ننګیال خپل لومړنی قاچاق په کامیابۍ سره تر ځایه رسوي او کوم پلان چې تور منېجر جوړ کړی وو تر څو ننګیال ووژني ناکامه کیږي او د تور منېجر څلور کسان د پولیسو په جامو کې د ننګیال په لاس تر تېغ تېرېږي. په همدې وخت کې صایمه د تور منېجر له خوا زخمي کیږي خو د مرګ یې نه وي پوره. وروسته شالیمار روغتون ته د ننګیال ورتګ له ناز سره د پیژندګلوۍ سبب هم کیږي. دریمه ورځ د صایمې حالت نورمال کیږي او ننګیال یې کور ته بیایي.

په بله ورځ سهار تور منېجر ننګیال ته خط لیږي او د هېرویینو د پیسو غوښتنه ترې کوي او له خط سره د هغه څلورو نفرو عکسونه هم ویني چې ده په هغه شپه وژلي وو.

ننګیال بیا منېجر ته زنګ وهي چې پیسې درته وسپارم او یوه ځای ته یې را غواړي، او له دې سره یې له صایمې سره هم د صایمې د خاوند په سر جنجال راځي. کله چې منېجر ننګیال ته راځي ننګیال له ځان سره ځنګل کې یوې کلا ته بیایي او هلته یې له دوو نورو بندیانو سره بندي کوي. خو ننګیال له ډېر زیار او کوښښ وروسته دېوال سوری کوي او له خپلو دوو نورو بندیانو سره له دې ځای څخه تښتي. او دی د خپل پخواني ملګري سردار کور ته ورځي چې د قاچاق په لومړۍ شپه هم د سردار کره ورغلی وو. سردار د تېر په څېر بیا ورسره د مرستې لاسونه وغځول.

دې ته ورته تور منېجر څو ځله د ننګیال د وژلو هڅه وکړه خو بریالی نشو او ناز هم د تور منېجر سره په دې کار کې ملګرې وه.

ننګیال له صایمې سره په خفګان افسوس کولو او د سردار سره بیا د صایمې بیدو ته ولاړ. په اخر کې سردار هم د خپل ملګري ننګیال په مخ کې د تور منېجر له خوا ووژل شو او د دانیال په نامه د ځوان په همکارۍ یې د سردار مړی تر کوره یوړو.

وروسته ننګیال همغه ګدام ته ځي او د تور منېجر سره ناز هم یو ځای په اور کې سیځي او د مرګ غېږې ته یې لاهو کوي.

ننګیال وروسته له صایمې سره د ژوند خوږې شېبې په خوښۍ سره تېروي.

دا د تور منېجر ناول کیسه وه چې په لنډو کې مو بیا کړه.

د تور منېجر ناول پلاټ:

پلاټ د علت او معلول پر اساس پېښو نه شلېدونکي تړاو ته وایي، چې مرکزي کرکټر ته د اوج تر پړاوه د ژر رسېدو مخنیوی کوي.

د تور منېجر ناول پلاټ یو منظم پلاټ بللی ش. د ناول پېښې یو بل پسې داسې نغښتې دي چې جلاوالی یې تر منځ نه لیدل کیږي.

د دې ناول پلاټ که څه هم ساده پلاټ دی او تقریباً ټولې پېښې د ناول پر اصلي کرکټر(ننګیال) را څرخي. خو پېښې یې نښلوونکې دي.یوه پېښه د مخکینۍ پېښې پای خو د بلې پېښې شروع وینو.

د یوه ساده پلاټ پنځه عمومي برخې هم پکې تر سترګو کیږي لکه:

لومړی د کرکټرونو معرفي له یو بل سره.

دوهم د کرکټرونو تر منځ غوټې یا اړیکې جوړېدل.

دریم په همدې اړیکو کې د جنجالونو او مشکلاتو منځ ته راتګ.

څلورم د همدې جنجالونو پای ته رسول.

پنځم د ستونزو نشتون، مقصد ته ځان رسول او د کیسې پای.

چې موږ دا برخې د کیسې یا ناول په لوستلو کې ښې معلومولای شو.

په تور منېجر ناول کې تلوسه:

تلوسه د داستاني ادب هغه توکی دی چې لوستونکی د داستان لوستلو ته هڅوي.

اصل کې تلوسه د یوې خطرناکې پېښې د را منځ ته کېدو په وړاندوینه او د هغې د راتګ تر منځ فاصله کې ده.

دلته له ناول څخه یوه پېښه داسې لنډیز کوو او تلوسه پکې ګورو.

له موټر څخه کښته شوم او د سردار په لټه په ځنګل ور د ننه شوم. په هر قدم سره به د مرغانو یوه یوه ډله پورته کېده، شور ماشور جوړ شو، یوه غټه ویاله د ځنګل په منځ کې تېره وه خو ډېره سوروره وه، بلې غاړې ته پورې وتل ور څخه ناشوني وو خو ښي طرف ته یو پل باندې مې سترګې ولګېدې. بلې غاړې ته واوښتم خو سردار مې بیا هم ونه موند. بېرته ناهیلی دې بلې غاړې ته راوګرځېدم. ژړا مې تښتېدلې وه، ستونی مې بند وو. په همدې وخت کې مې بوټ په کوم شي وښویېد، چې ومې کتل نه چټلي وه او نه خټه….

دا پېښه د دې سبب کیږي چې موږ وړاندې تګ ته وهڅوي.

په تور منېجر ناول کرکټر کښنه:

د استاد نجیب منلي د خبرې په تأﺉید سره چې وایي، بغیر له کرکټر څخه کیسه نه جوړېږي. که کیسه تلوسه ونه لري کیسه بیا هم کیسه ده خو که کرکټر نه وي کیسه هېڅ شتون نه لري.

په ناول کې کرکټرونه: اول مرکزي یا اصلي کرکټر چې کیسه ټوله په همدې کرکټر را څرخي چې د تور منېجر ناول کې پر ننګیال ګوته اېښودلای شو. دوهم متخاصم کرکټر هغه کرکټرونه دي چې د اصلي کرکټر ضد او کلک مخالف وي. دې کرکټرونو سره لوستونکي هېڅ همدردي نه ښیي لکه تور منېجر ناول کې ناز، ریاض(تورمنېجر)…  دریم سمبولیک کرکټرونه چې د یو سیاسي، ټولنیز یا کلتوري تمایل لپاره د نښې یا سمبول په حیث راشي لکه  په دې ناول کې دانیال چې ننګیال سره د سردار په مړینه غمجنیږي او د سردار د مړي په نقلولو کې له ننګیال سره مرسته کوي.

د جوړښت له مخې کرکټرونه دوه ډوله دي. اول ساده کرکټر دوهم پیچلي کرکټر

ساده کرکټر هغه دي چې تل په یو رنګ وي او په هر حالت کې ثابت وي او ډېر تغیر منونکي نه وي. او برعکس پیچلی کرکټر د هرې پېښې په کېدو سره تغیر کوي.

د تور منېجر په ناول کې خپله تور منېجر یو پېچلی کرکټر دی، ننګیال ته بیا یو ساده کرکټر ویلای شو.

په تور منېجر ناول کې منظرکشي:

صحنه یا منظرکشي په داستان کې د پېښو او ځایونو تصویرول دي چې په یوه واحد مکان او زمان کې وي.

صحنه یا منظرکشي په داستان کې ځکه مهم وي چې تصویرونه په ذهن کې تر ډېره پاتې کیږي. د ماشومتوب ډېرې کیسې د سړي په یاد نه پاتې کیږي خو صحنې او تصویرونه د سړي تر ډېره په ذهن پراته وي.

د صحنو او منظرو له دریو ډولونو څخه (طبېعي منظرې، ټولنيزې منظرې، خیالي منظرې) د طبېعي او ټولنیزو منظرو یوه یوه نمونه د تور منېجر له ناول څخه دلته راوړو.

د طبېعي منظرې بېلګه: (توره تیاره وه، موټر دا وخت د باغونو په منځ کې روان و، ګڼ ګڼ باغونه په مخ راتلل، شپه وه، نه پوهېدم چې د څه شي باغونه وو خو یوه خوا او بله خوا یې د سرک ښه پوښلې وه، موټر ښه په منډه روان وو، او د دوی ظالمانو هم چې زړه به شو یو یو ګزار یې را باندې کاوه. دا وخت یې د یو باغ په دروازه موټر ور د ننه کړ، له باغ څخه لوړ دېوال تاو شوی وو….

د ټولنیزې منظرې بېلګه: د باغ په منځ کې یوه سپېره خونه وه، هغه ته یې ور د ننه کړم، وروسته یې چې دروازه را پسې بنده کړه، خونه تپه تیاره شوه، خپل ځان مې هم نشوای لیدلای، یوازې یوه کوچنۍ کړکۍ یې لرله خو په هغه کې یې هم ډبل سیخونه تېر کړي وو، ور پسې یې بیا یوه سیمي جالۍ ورکړې وه، نور ګېرچاپېره تور دېوالونه وو…

د خیالي منظرې بېلګه د ناول په کومه پاڼه نه څرګندېده.

د منظرکشۍ دوه ډولونه چې یوه یې ساکته منظرکشي او بله یې متحرکه منظرکشي ده، پورته بېلګې موږ ته ساکته منظرکشي ښیي.

په تور منېجر ناول کې ډیالوګ:

ډیالوګ د کرکټرونو تر منځ خبرو اترو ته ویل کیږي، چې دا خبرې به یې یا له ځان سره وي یا له نورو سره.

د ډیالوګ ارزښت:

1- ډیالوګ په ناول کې کیسه ژوندۍ ساتي او له یو رنګ والي څخه یې ژغوري. 2- د کرکټرونو په ژوندي کولو او انځورولو کې مرسته کوي.

موږ دلته د ډیالوګ دوې بېلګې د تور منېجر له ناول څخه دلته راوړو.

صایمه: یو کار ته د بیایم، خو په دې شرط چې را ونه تښتې!

ننګیال: غر خو به درته را ونړوم، ته څه وایې!

صایمه: نه نه دومره سخت هم نه دی، فکر وکړه په سمندر کې یو تن ډوبېږي، هغه ته به نجات ورکوې.

ننګیال: هېڅ خبره نه ده، که نجات مې ورنکړای شو، ځان خو به ور پسې لاهو کړم.

بله بېلګه!

ننګیال: آغلې تانیا! کېنه کنه! بېګانۍ لوبه خو د بده نه وه.

تانیا: خان! پر ځای غږېږه! دا ځای د دې خبرو نه دی.

ننګیال: مګر ما خو تر اوسه څه نه دي ویلي.

تانیا: دا ووایه! تر دې ځایه څنګه راورسېدې؟

…..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب