پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکابلوف د افغانستان په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ

کابلوف د افغانستان په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ

تاند (جمعه، د عقرب ۲۵ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې “زهرا ممتاز بلوچ” په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی “ضمیر کابلوف” پرون (پنجشنبه، د عقرب ۲۴مه) پاکستان ته لاړ.

هغې زیاته کړه چې د پوتین ځانګړی استازی به په دې سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې “آمنه بلوچ” سره وګوري او د افغانستان او لوېدیځې آسیا په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال “احمد نسیم وړایچ” سره به هم مفصلې خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه چې په دې لیدنو کې به دواړه خواوې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه بحث وکړي او د سیمې د سولې او ثبات په پیاوړتیا کې به د ګاونډیو هیوادونو پر رول د نظرتبادله وکړي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دې هیواد د حکومت مخالف قوماندانان او وسلوال په افغانستان کې حضور لري، هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.

1 COMMENT

  1. له تاریخ څخه باید پند واخلو. روسان کله هم افغانانو سره وفاداره پاتې شوی ندی. ناپوهی او له تاریخ څخه بی برخو اشخاصو همیشه د افغانانو په سر لوبی کړی او ولس یی له بدبختی سره مخ کړی. باید هوښیار ووسو. اعتبار پر چین، روس، بالخصوص ایران او پاکستان ستره جفا او لویه ګناه ده. که سیاست باندی ځانونه پوهه نکړو نو ډیر زر به بدون له جنګ څخه هر څه د هیواد له لاسه ورکړو ـ دا خیټور او پړسیدلی ملایان دی اول الله هدایت کړی، کنه هدایت کیږی نو الله دی دوی ډیر زر ورک کړی ـ آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...