اوه ویشتمه برخه
د ملنګانو سره خوښ یم
زه د ملنګانو له کاروان سره ملګری شوی یم. سرونه یې ببر نه دي خو پاخه ملنګان. دداسې دربار ملنګان چې شاهان یې سلام ته راځي. ما فکر کولو زه د مدینې د جانان عاشق یم خو دوی هم ځان ته یو څه وایي. د رحمان بابا په وینا:
دام دا ستا د تورو زلفو عالم ګیر دی
تنها نه یم نښتی زه په دام دا ستا
چېرته چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ګرځېدلی، چېرته چې ناست دی، چېرته چې یې غزاګانې کړي او په کوم ځای کې چې یې د ملګرو قبرونه دي، ګرد مې په همغو ځایونو او زیارتونو ګرځوي.
راځه چې دواړه ملنګان شو
په زیارتو به ګرځوو ببر سرونه
نن سهار جنت البقیع ته تللو. د سهیل په نامه یو محسن ملګری راسره دی چې له کالېفرنیا نه راغلی. دی اصلاً د پاکستان د کراچۍ ښار دی خو وایي څه باندې دېرش کاله یې امریکا کې تېر کړي. په مسجد نبوي کې زموږ د کاروان مشر طارق ورته وویل چې هلته لږه پیاده لاره ډېره ده او ګڼه ګوڼه هم وي، که څوک ناروغان وي یا نه شي تللی نو بېرته هوټل ته تللی شي. سهیل چې هم سپین ږیری دی او هم ناروغ ښکاري ما فکر کولو چې له موږ سره به لاړ نه شي، خو تر ټولو دمخه دی د جنت البقیع خواته روان شو. هو، یوه خبره ده چې سهیل بختور دی چې د عدنان غوندې زوی لري. زه په بیت المقدس کې ورته متوجه شوم. دومره د خپل پلار قدر کوي لکه دی چې یې نوکر وي. عدنان شاوخوا دېرش کلن دی او خدای پاک ډېره ښایسته ځواني ورکړې ده. په تل ابیب هوایي ډګر کې مې ترې مننه وکړه چې د خپل پلار خدمت کوي. پوښتنه مې ترې وکړه چې څه کار کوې، ویل یې یوبر چلوم، خو وروسته خبر شوم چې دی خپله شخصي کمپنۍ لري او د کوچنیو الوتکو لپاره پرزې جوړوي.
رښتیا چې ښه اولاد د مور او پلار امسا ده.
خبره په ملنګانو او زیارتونو وه. جنت البقیع ته لاړو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اهل بیت، اولادونو، امهات المومنین او نورو صحابه و د قبرونو زیارت وکړو. دا هدیره د مسجدنبوي ختیزې څنډې باب البقیع سره شاخوا څلور سوه قدمه فاصله کې دی.
هدیرې ته په ننوتو هک حیران شوم. ما داسې فکر کاوه چې دومره مشهوره هدیره چې د لس زره اصحابو قبرونه په کې دي او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د کورنۍ غړي په کې دفن دي. دلته به د هر یوه پر قبر مزارونه جوړ شوي وي، شمعې به پرې بلې وي، جنډې او ټوټکې به وي. خو پرته د خاورو له غونډیو هېڅ هم نه لیدل کېږي. وچه هواره ځمکه ده، د خاورو قبرونه او پر سر یې یوه یوه تیږه درول شوې. د ځینو پر قبرونو لا شناختې او ډبرلیکونه هم نه شته. ماته دا ډېره جالبه وه چې د پیغمبر د اولادونو پر قبرونو مزارونه او زیارتونه نه دي جوړ شوي، غرونه او غونډۍ ورته نه دي غصب شوي خو زموږ وطن کې جنګسالارانو د خپلو مړو لپاره دولتي ځمکې او غرونه غصبوي، زیارتونه پرې جوړوي او بیا زیارت ته یې ډول ډول څراغونه لګوي چې بیا هر قبر په ملیونونه افغانۍ د برښنا پوروړی وي.
د جنت البقیع له دروازې سره ښی لاسته یوه ګڼه ګوڼه وه او ځینو نورو عربانو ورسره بحث شروع کړی و. زموږ یو ملګری چې نږدې ورغی معلومه یې کړه چې ایرانیان د بي بي فاطمې پر قبر ژاړي او د ځینو وهابیانو ورسره لانجه ده. خو هغوی وایي اوښکې مو خپلې دي، ستاسې یې راسره څه کار. د ایران شعیه ګان معمولا چې عربستان ته راځي بیا له عربانو ډېر شکایتونه لري. تر ټولو غټ شکایت یې دادی چې د امامانو او بي بي فاطمې زیارت ولې وران شوی. ویل کېږي یوه زمانه ددوی په قبرونو زیارتونه جوړ شوي وو چې بیا د امویانو په وخت کې ونړول شول او د نورو قبرونو غوندې ساده قبرونه یې دي.
د طیب په نامه د سوریې یو شیخ چې د طارق ملګری دی موږ ته معلومات راکول. دده په وینا چې دا قبرونه څو څو ځله ایستل شوي او پر ځای یې نور ښخ شوې دي. ده ویل زه همدلته ژوند کوم، زما په یادښت دلته ډېر نوي مړي هم ښخ شوې دي.
هوټل ته پر لاره مې فاطمه مې مخې ته راغله، پوښتنې یې کرخت کړم:» جنت البقیع ته تللی وې؟« نه پوهېږم ولې او څنګه سوړ غوندې مې وویل:[ هو، تللی وم] راته وایي: په دې دنیا کې هر څه د نارینه و لپاره دي. موږ خو یې پرېنښودو. ویل یې د نارینه و قبرونه دي او موږ ترې ستر یو، که داسې وي نو هلته خو د پيغمبر ناموس هم شته.
یو انګریزي متل دی وایي: »کلیمې او توري کولی شي تاسې ووژني« بیا د ښځو پیغور خو بیخي سخت وي. ځواب راسره نه و، همداسې روان شم.
هوټل کې تر سباناري وروسته موزیم ته لاړو چې تر تګ، نه تګ ورته ښه و. پنځه ویشت ډالره یې د څو عکسونو او د خټو په مجسمو واخیستل. فقط یو څو تابلوګانې په کې وې، او په شیشه یي بکسونو کې یې له ګچ، شګو او خاورو د مدینې غرونه، د هجرت لارې، مسجد قبا، د اُحد غر او ډېر داسې تاریخي ځایونه جوړ کړي وو او هماغه یې راته تشریح کړل. خبره یې ټوله له مکې تر مدینې د پیغمبر علیه السلام پر هجرت څرخېده او په دې چې مدینه څنګه مدینه شوه او بس. نور په کې څه خاص شی نه و. دلته زما لپاره بیا هم دوه خبرې ډېرې مهمې وې، یو دا چې غربیان سخت د موزیمونو شوقیان دي. هر ښار ته چې نوی لاړ شي اول د موزیم پوښتنه کوي. بله دا چې بیا هم هماغه د دین او دام مسئله مخې ته راغله.
له موزیم نه زموږ بسونه د اُحد غره خواته وخوځېدل چې دا نو زما د طبعې ځای و. د طبعې ځای مې ځکه وویل چې ما له ماشومتوب راهیسې مې دبدر ، احد او خندق د غزاګانو په اړه ډېر اورېدلي او یو روحي تړون مې ورسره پیدا کړی دی. اوس هم کله کله چې یوازې یم نا اګاهانه زمزمه شروع کړم:
درومي حنظله پاتې کېږي نه غزا کوي
څومره بختور دی چې رسول یې جنازه کوي
درومي حنظله…
په مکه او مدینه کې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو ژوند ثبت دی. دې خاورې ته په ننوتلو سره د مسلمان په زړه کې دهغو ځایونو د لیدلو هیله راپاڅي چې زموږ پیغمبر په کوم ځای کې شپې او ورځې تیرې کړي او یا هغه ځایونه چې له ماشومتوبه مو یې په اړه لوستي یا اورېدلي دي. ما خو لا ان له مکې نه د مدینې پر لاره هر یوه غره ته کتل او په خیالونو کې به مې ویل هغه کېدای شي د ثور غار وي، دغه به د اُحد غر وي، هغه به دبدر میدان وي. هغه خواته ښایي خندق وي. ذهن کې مې خیالي نقشې جوړولې او ورانولې.
د اُحد تر غره څلور کیلومتره لاره وه. دا ځای د مدینې شمال خواته دی. له یوه لوی میدان سره خوا کې یوه خړ رنګه غونډۍ چې شاته یې د احد د غرونو لړۍ ده. درې خواوې یې په طبیعي خنډونو پوښلي او جنوب خوا یې خلاصه ده. تاریخونه لیکي چې دا د مدینې د دفاع لپاره دومره مهمه نقطه وه چې اصحابو به د غره له سره هسې هم لاندې غیشی وار کړ، د مشرکانو پیاده یا سپاره به لاندې وغورځېدل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چې موږ له اُحد سره مینه لرو او اُحد له موږ سره. له دې معلومېږي چې د اُحد غر پرې څومره ګران و. او ګران خو به ځکه هم وي چې خوږې او ترخې خاطرې یې ترې لرلي. دلته یې غاښ مبارک شهید شو، حضرت حمزه (رض) شهید شو، حضرت بلال (رض) شهید شو او ددوی په شمول ۷۰ تنه خواږه یاران یې له لاسه ورکړل.
زه په یوه ساه پر غونډۍ وختم. دومره لوړ او لوی نه ښکاري او یا خو دادی چې د وخت په تېرېدو یې قامت ټیټ شوی ځکه هره ورځ زرګونه کسان پر دې غره پورته کېږي او ښکته کېږي. د غره داسې ډډه نه شته چې خلک پرې نه ګرځي، نو ښایي تر سولېدلو سولېدلو وروسته ټیټ شوي وي. والله اعلم. دا هسې زما حدس و ګمان دی. د همدې غره سره خوا کې یوه بله وړه غونډۍ ده چې تیږې او ګارې یې تور بخن رنګ لري، تر هغې ور هاخوا د اُحد د شهیدانو هدیره ده چې د حضرت حمزه مقبره هم په کې شته او خلک وایي لا هم خوشبویي ترې پورته کېږي. څنګ ته یې یو جومات جوړ شوی او د جومات شمال ختیځ ته بیا د غرونو لړۍ ده.
ورو ورو نور ملګري هم راپسې دغونډۍ سر ته وختل. شیخ عمر کوچنۍ غونډۍ ته لاس ونیوه:
- تاریخونه وایي چې د ټپیانو لپاره دغلته خیمه درول شوې وه. هاغلته رسول الله صلی الله علیه وسلم ولاړ و.
ما ورنه پوښتنه وکړه:
- د غیشو ویشتونکو هغه ډله چېرته ناسته وه چې غنیمت پسې یې منډه کړه او خپل لښکر ته یې لوی تاوان ور واړوه.
- هاغلته، هغه جومات نه پورته چې لوی غر دی.
شیخ عمر ته مې لکه چې موضوع په لاس ورکړه. ویل یې دا جګړه مسلمانانو ته لوی پند شو، له یوې خوا دوی احساساتي چلند وکړ د مشرانو صحابه و خبره یې ونه منله، له بلې خوا یې بې صبري وکړه او د امیر قومانده یې ماته کړه.
د اُحد غزا د اسلام په تاریخ کې مشهوره غزا ده چې د بدر تر غزا وروسته پېښه شوې ده. کیسه داسې وه چې د بدر تر ماتې وروسته د مکې کفارو غچ اخیستلو په خاطر ډولونه وغږول، د جاهلیت پوځ یې سینګار کړو او د مدینې د کورونو او باغونو د سوځولو لپاره د شرک اوښان راوړل شول چې د توحید میدانونه پرې تر پښو لاندې کړي.
کله چې پيغمبر علیه السلام خبر شو نو غوښتل یې د مدینې په ښار کې دننه له کفارو سره کوڅه په کوڅه جګړه وکړي. دلیل یې دا و چې دده اصحاب دمدینې په کوڅو کې ښه بلد دي، هغوی به ایسار شي، لاندې به دوی ورسره جګړه کوي او د کلاګانو له برجونو او کټارو به پرې ښځې او ماشومان د تیږو او لرګیو وارونه کوي. له دې امله چې د لښکرو شمېر د دښمن له شمېر سره برابر نه و، ښاري جګړه د مسلمانانو لپاره ښه سټراتیژي وه، خو ځينو احساساتي ځوانانو ویل که موږ دا کار وکړو هغوی به ووایي موږ په خپلو کورونو کې پټ شولو، ښه به دا وي چې مخې ته یې ورشو او په میدان ورسره جګړه وکړو. سره له دې چې یو شمېر مسلمانان په دې انتخاب خوشاله نه ښکارېدل، خو د اکثریت رایه ومنل شوه او د اُحد غر د جګړې لومړۍ کرښه وټاکل شوه. پیغمبر علیه السلام څو تنه غیشي ویشتونکي ځوانان د بل غره پر سر په کمین کې کېنول او ورته یې وویل تر هغې به نه راښکته کېږئ چې زموږ له خوا درته ویل شوي نه وي.
لنډه دا چې د اُحد په غره کې داسې جګړه ونښته چې د تورو او تیغونو برېښنا او اوازونو د اسمان غوږونه کاڼه کړل. یوې خواته د کفر لښکر او بله خوا د اسلام سرښندونکي وو. د ایمان پیاوړې لاسونه داسې توره وهي چې د کفر زاره له ویرې چوي. ورو ورو د اسلام د لښکر تله درنه شوه او په میدان د کفارو له جسدونو سره ددوی د تورو طلایي لاستي پړکېږي. په دې وخت کې د مسلمانانو هغه ټولی چې د غره پر سر کمین کې ناست و، شیطان یې زړونو کې وسوسه واچوله چې د غنیمت له ماله لکه چې پاتې شول. ټولو د غره له سره منډه کړه او هغه کنډاو کفارو ته خالي پاتې شو. خالد بن ولید چې هغه وخت لا مسلمان شوی نه و او ښه جنګي تجربه یې لرله له هماغه لوري یې یو ځل بیا حمله وکړه او مسلمانان یې وارخطا کړل. جګړه داسې خونړي حالت ته ورسېده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت اوازه هم ګډه شوه. که حمزه او حضرت علی (رض) غوندې زړور زمري نه وای ښایي د دین ډیوه د ابد لپاره مړه شوې وای. په دې جګړه کې د حمزه (رض) په شمول ډېر اصحابان شهیدان شول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم غاښونه مبارک هم شهیدان شول. بلاخره مسلمانانو جګړه وګټله، کفار مات شول خو د امیر له امره سرغړونه ورته ډېره درنه تمامه شوه.
تر دې غزا وروسته پیغمبر علیه السلام د مدینې په شاوخوا سیمو کې خپل واک ټینګ کړ او مشرکینو دا کار د خپل اقتصادي امنیت او سیاسي برلاسۍ لپاره یو ګواښ ګڼلو. په دوو کلونو کې قريشو بیا د لسو زرو جنګياليو يو جنګي ځواک جوړ کړ. دا د عربانو تر ټولو لوی ځواک و. دغه ځواکمن لښکر د هجرت پر پنځم کال له مکې څخه د مدینې د نیولو او د اسلام د له منځه وړلو په موخه په ډېر شوق سره روان شو چې بیا د خندق جګړه وشوه او هلته یې هم ماتې وخوړه.
د اُحد د غره تر لیدلو وروسته موږ ماسپښین مهال هغه ځای ته لاړو چې د خندق یا احزابو د غزا لپاره په کې کنده کېندل شوې وه. اوس په کې د کندې علایم نه شته او شاوخوا نوي کانکړیټي بلډینګونه جوړ شوي. خو یوه د تیږو کوټه تر اوسه هم پاتې ده چې ویل کېږي د پخوانو زمانو ده. دلته هم یو جومات اباد شوی چې زیارت کوونکي په کې لمونځونه او نفلونه کوي.
په دې ساحه کې زموږ د کاروان ملګرو عکسونه اخیستل، شیخانو معلومات ورکول. زه د تیږو د کوټې خواته لاړم او ددې جګړې پر موقعیت او درسونو مې فکر کولو چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم او دده ملګرو څنګه وکولی شول په صبر او استقامت سره یو لوی تهدید په فرصت بدل کړي. دا ساحه هم له مسجد نبوي نه شاوخوا څلور کیلومتره لرې ده، خو د موقعیت له مخې ډېره یوه سټراټیژیکه نقطه ده. یوې خواته یې د غرونو لړۍ ده چې دیو محافظوي دیوال شکل لري، مخې ته یې چې د مکې معظمې خواته کومه ساحه خلاصه ده اصحابو همدغلته د مدینې د دفاع لپاره کنده کېندلې وه.
دا جګړه دومره ساده جګړه نه وه ځکه خو ورته د احزابو جګړه هم وایي. بني نضیر قبیلې له ځان سره د قریشو نورې لویې قبیلې لکه بني اسد او بني سلیم… هم ملګري کړي وو او اراده یې دا وه چې دا ځل به د اسلام جرړې وباسي.
د مشرکانو ددفاع لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو سره مشوره وکړه. سلمان فارسی چې د ایران له جګړه ییزو ټاکټیکونو سره بلد و. وړاندیز یې وکړ چې د ښار شاوخوا دې خندق و کېندل شي چې ښار ته د دښمن د پرمختګ مخه ونیسي. د پیغمبر علیه السلام دا مشوره خوښه شوه او په شپږ ورځو کې دوى څه د پاسه پنځه نيم کيلومتره فاصله کې کنده وکېندله چې شاوخوا لس متره پلنوالى او پنځه متره ژوره وه. ما چې غرمه ډوډۍ نه وه خوړلې د لوږې احساس مې کاوه او له ځان سره مې ویل اوس چې لا دومره ګرمي هم نه شته او ما یو وخت ډوډۍ نه ده خوړلې دومره ځورېږم، نو د هغه وخت ګرمي، شپږ ورځې لوږه او تنده به څومره سخته وه. روایتونو کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کندې یا خندق کېندلو په وخت کې له ډېرې لوږې په خېټه پورې تیږې تړلې وې او ډېرو نورو اصحابو هم روژه نیولې وه.
ویل کېږي کله چې د مشرکانو لښکر د خندق ساحې ته راغی ابوسفیان یوه بېدرېیغه چیغه وکړه چې قسم خورم دا د کوم عرب پلان نه دی، دا جنګي سټراټیژي له بله ځایه راغلې ده.
د خندق جګړې ټول ټال ۲۷ ورځې ونیولې چې د متحدینو د لښکرو شمیر لس زره تنه اټکل شوی و. ۶۰۰ آسونه او یو شمیر اوښان هم ورسره وو، په داسې حال کې چې د مدینې د مدافعینو شمیر ۳۰۰۰ تنه وو.
اوسمهال په دې ساحه کې کوم بازار نه شته، یو څو غرفې یوې او بلې خواته ایښودل شوي چې خوراکي مواد، جوس او اوبه خرڅوي. یو شمېر ماشومانو د اوبو بوتلونه په لاسونو کې نیولي او پر خلکو یې خرڅوی. موږ همدلته ولاړ و چې یو افغان د بوتلونو اوبه، لږ خیرن چارمغز او نوره وچه مېوه په لاس ګاډي کې بار کړي وو او په اردو، عربي ژبو یې نارې وهلې. ښایي پنځوس-پنځه پنځوس کلن به و. زاړه کالي، ببره ږیره او ګډوډ ویښتان. چې پوښتنه مې ترې وکړه ویل یې پنځه ویشت کاله یې همدلته تېر کړې دي، خواري، مزدوري کوي چې یو څو روپۍ وګټي او خپلو اولادونو ته یې ولېږي. تر خپله وسه مې یو څه مرسته ورسره وکړه خو چې روانېدم په زړه کې مې تېر شول چې خوار په هندوستان هم خوار وي.