تاند (جمعه، د عقربق ۲۵ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره مسابقه وکړي.
د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو د کشرو ملي لوبډلې به د درې اړخیز جام سیالیو په لړ کې د کابل پر وخت سهار په لس بجو خپله لومړۍ سیالي ترسره کړي.
د درې اړخیزه کرکټ سیالۍ چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو په ګډون ترسره کیږي، په متحده عربي اماراتو کې د قوس تر ۶مې دوام کوي.
د دې ټورنمنټ د ترسره کېدو موخه د ۱۹ کلنو اسیا کرکټ جام لپاره د دې لوبډلو چمتووالی دی، چې د قوس په ۹مه نېټه به د اسیا د اتو غوره لوبډلو په ګډون د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیل شي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله په اسیا جام کې په “B” ګروپ کې له بنګله دېش، نیپال او سریلانکا سره یو ځای شوې ده، او که په ګروپي پړاو کې لومړی یا دویم مقام ترلاسه کړي، نیمه پایلوبې ته به لاره پیدا کړي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۷ کال کې د اسیا جام اتلولي خپله کړې وه. په هغه کال کې د افغانستان د ۱۹ کلنو په لوبډله کې اوسني مشهوره لوبغاړي لکه نوین الحق (کپتان)، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، قیس احمد، عظمت الله عمرزی او نور شامل وو، چې اوس د افغانستان د کرکټ په ملي ټیم کې ځلېږي.