جمعه, نوومبر 15, 2024
Homeخبرونهد افغان بندیانو په اړه د سترې محکمې له چارواکو سره د...

د افغان بندیانو په اړه د سترې محکمې له چارواکو سره د ایراني پلاوي خبرې

تاند (جمعه، د عقرب ۲۵ مه) د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال “عسکر جلالیان” د طالبانو د حکومت د سترې محکمې له اداري مرستیال “عبدالمالک حنفي” او یو شمېر نورو چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او د بندیانو د لېږد په اړه خبرې وکړې.

حنفي په دې کتنه کې وویل چې افغانستان او ایران ګاونډي هېوادونه دي چې له اوږدې مودې راهیسې یې نیکې او زړې اړیکې لرلي دي.

هغه همداراز د ایران له پلاوي څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د ګډو مسلو، لکه د افغان بندیانو انتقال او نورو ورته موضوعاتو په اړه، د تېر په څېر په “صداقت، ایمان او اخلاص” سره همکاري وکړي.

ټاکل شوې ده چې ۱۰۰۰ افغان بندیان له ایران څخه خپل هېواد واستول شي.

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال روښانه کړه چې «د اسلام سپېڅلی دین موږ ته لارښوونه کوي چې مسلمانان باید په مینه او نیکو دودونو له یو بل سره ژوند وکړي. موږ له تاسو غوښتنه کوو چې په ایران کې له افغان کډوالو او بندیانو سره د اسلامي اصولو مطابق چلند وشي.»

تر دې وړاندې د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس ویلي و چې ایران په پام کې لري چې په راتلونکو دوو میاشتو کې تر ۱۰۰۰ زیات افغان بندیان خپل هېواد ته بېرته واستوي.

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال، عسکر جلالیان، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ډېری افغان بندیان د مخدره موادو د اړوندو جرمونو په تور محکوم شوي دي.

جلالیان د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکو ته په اشارې وویل چې دا دوه ګاونډي هېوادونه باید د ستونزو د حل لپاره همکاري زیاته کړي.

ده زیاته کړه چې افغان بندیان په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته لېږل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب