Homeخبرونهمصنوعي ځیرکتیا ۲۰ کاله مخکې غلا شوی انځور وموند

مصنوعي ځیرکتیا ۲۰ کاله مخکې غلا شوی انځور وموند

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۸مه) ایټالیا پولیسو د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ۱۷مې پېړۍ یو نادر انځور موندلی، چې شل کاله مخکې غلا شوی و.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه انځور د ۲۰۰۴ کال د اګست په ۱۱مه ناپولي ښار ته نژدې له یوې کلیسا غلا شوی و.

په اصلي انځور کې د «سنت اګنېس» څېره وه، خو غلو په هغې کې بدلون راوستی و او د یوې عادي ځوانې ښځې انځور یې ترې جوړ کړی و. د مصنوعي ځیرکتیا سیستم د انځور د رنګونو، بڼو او جوړښت د پرتله کولو له لارې د هغه اصلي هویت وموند.

د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې، د ایټالیا په پارما ښار کې د لرغونو توکو د کلني نندارتون پر مهال پولیسو د بېلابېلو هنري اثارو انځورونه اخیستل او خپل معلوماتي زېرمتون ته یې ورزیاتول. د همدې بهیر په ترڅ کې د مصنوعي ځیرکتیا سیستم په څو ساعتونو کې د یوه مشکوک انځور په اړه خبرداری ورکړ.

د ایټالیا پولیسو په ۲۰۲۰ کال کې د غلا شویو هنري اثارو د پېژندلو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د یوه سیستم جوړول پیل کړي وو، چې د «غلا شویو هنري اثارو د پېژندنې سیستم» نوم ورکړل شوی دی. دغه سیستم د ۲۰۲۳ کال په نوومبر کې پرانیستل شو او په انټرنېټ، انلاین لیلامونو او سوداګریزو وېبپاڼو کې د هنري اثارو انځورونه د غلا شویو اثارو له زېرمتون سره پرتله کوي.

د چارواکو په وینا، دې سیستم تر اوسه له ۳۰۰ څخه د زیاتو لویو انځورونو او مجسمو او همداراز له ۱۶۵ زرو څخه د زیاتو نورو لرغونو توکو په بېرته موندلو کې مرسته کړې ده. د دغو ټولو اثارو ارزښت تر ۲۰۳ میلیون یورو اوړي.

د انځور تر پېژندنې او څېړنو وروسته، د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۰مه بېرته اړوندې کلیسا ته وسپارل شو. ټاکل شوې چې له بیارغونې وروسته یو ځل بیا په خپل اصلي ځای کې وځړول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...