تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۸مه) داسي ښکاري چې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ لومړۍ ټیستلوبه د مساوي کېدو په لور روانه ده.
پرون (یکشنبه) د افغانستان لوبډلې د ټیستلوبې په څلورمه ورځ خپله لومړۍ پاڼۍ/ ایننګز په داسي حال کې پای ته ورسوله چې د زیمبابوې تر ۵۰۴ منډو یې ۱۰ منډې زیاتې کړې وې.
د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې کیپتان رحمت شاه وکړې. ده ۱۷۳ منډې وکړې چې تراوسه په روانه ټیستلوبه کې هیڅ بل لوبغاړي نه دي کړي.
همداراز رحمان الله ځدراڼ ۱۱۳ او صدیق اتل ۱۰۵ منډې وکړې.
زیمبابوې پرون په خپله دوهمه پاڼۍ کې ۱۶۴ منډې وکړې خو ۳ لوبغاړي یې وسوځېدل. د زیمبابوې لوبډله به نن (دوشنبه) توپ وهنې/ بیټنګ ته دوام ورکړي خو هڅه به وکړي چې ډېر تر ډېره منډې وکړي چې د افغان لوبغاړو د سوځولو لپاره وخت ومومي. مګر داسي ښکاري چې دا لوبه به مساوي یا ډرا شي.
د نولس کلونو اسیايي جام
له بلې خوا پرون په اې ګروپ کې د پاکستان لوبډلې د هند تر نولس کلونو کشرې لوبډلې ته په۳ ویکټونو او ۱۱ اضافي توپونو ماتې ورکړه.
د پاکستان لپاره حمزه ظهور ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دې بري پاکستان په اې ګروپ کې د څلورو امتیازونو خاوند او د جدول سر ته راوست.
له بلې خوا سبا د بنګله دېش لوبډله له مالیزیا او د افغانستان لوبډله له سریلانکا سره مخامخ کېږي.
افغانستان په خپل ګروپ کې د ۴ امتیازونو په لرلو د جدول په سر کې دی. افغانستان بنګله دېش او مالیزیا ته ماتې ورکړې ده.
د افغانستان بری یا ماتې به د بنګله دېش او سریلانکا لپاره مهمه وي، که افغانستان وګټله، د بنګله دېش ټیم بل پړاو یا نیمه پایلوبې ته وځي او که یې وبایلله د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ د (PTS) پر اساس غوره لوبډله د افغانستان ترڅنګ بل پړاو ته وځي.