پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeادبکره کتنهد (تنقيدي جاج) تنقيدي جاج / عماد الدين دوران

د (تنقيدي جاج) تنقيدي جاج / عماد الدين دوران

تنقيد د يوې خاصې محاکمې نوم او نقاد د هغۀ خصوصيت او بې ‌طرفۍ خاوند چې لۀ مخې يې دغه محاکمه او فيصله کېږي. زۀ نۀ غواړم چې پۀ ادب کې د تنقيد پۀ اهميت او ارزښت اوږدې خبرې وکړم خو د موضوع مطابق د نقاد پۀ منلو او ثابتولو يو لنډ بحث ضروري ګنم.

دا چې لۀ يوې خوا پۀ ادب کې د تنقيد پۀ اهميت سترګې نۀ شو پټولی نو بل خوا لۀ تنقيد د ډېرو ګمراهيو د رامنځته کېدو احتمال هم د تشويش وړ دی، ځکه کۀ يو لوستونکی پۀ کومه لويه موضوع د تنقيدي ليک مطالعه کوي نو چېرته چې نقاد د خپلې کم علمۍ لۀ وجې خطا کېږي نو لوستونکي به هم لۀ ځان سره بې لارې کوي او حقيقت به دغسې پر ځای پاتې کېږي.

د دغه احتمال د مخنيوي لپاره د نقاد د شخصيت او علم اندازه لګول انتهايي ضروري وي، دا ځکه چې شخصيت د ادب بنيادي حقيقت دی، کله چې مونږ د نقاد شخصيت مطالعه کړو نو دا معلومه شي چې دی د وضاحت او دومره لويې پرېکړې کولو د منصب مستحق دی او که نه؟ کۀ چېرته وي نو مونږ يې تنقيد بحيث تنقيد منو او کۀ نۀ وي نو څوک لۀ ليکلو منع کولی نۀ شو. دغسې د نقاد د علم او مسلک اندازه ګيري هم ضروري ده چې نقاد پۀ کومه علمي څانګه کې څومره زده کړې کړي دي، څو دا پۀ ډاګه شي چې تنقيدکونکی لۀ تنقيد سره عقل منونکې وابستګي لري او کۀ نه؟ خو د يو مکمل نقاد لپاره د ويليم هنري هډسن د وينا مطابق تر ټولو آخري شرط دا ايښودل شوی چې لږ تر لږه د يو بل ادب مطالعه ولري.

دا چې زمونږ موضوع د ښاغلي طاير ځلاند د کتاب “د پښتو غزل تنقيدي جاج ” تنقيدي جاج اخيستل دي نو د پورتني بحث مطابق (کۀ څۀ هم زۀ د خپلې کم علمۍ لۀ وجې ځان ته پۀ دومره لويه موضوع د تنقيد کولو اجازه نۀ شم ورکوی) خو لۀ چا نه د تنقيد کولو حق هېڅ کله هم نۀ شم اخيستی. د دې لپاره چې د لوستونکو رهنمايي وشي، بايد پۀ ډېر مسؤولانه انداز دا خبره وکړم چې ښاغلي ځلاند ته اوس وخت پۀ دومره لويه او پراخه موضوع تنقيد کول نه وو پکار، ځکه يو خو د ده علم التحصيل د دې تقاضا نه کوي او بل د نقاد تنقيدي شخصيت د دومره دروند بار پورته کولو برداشت نۀ لري. دا چې اوس دا کار شوی نو لوستونکيو ته د يوې سالمې نتيجې د ورکولو پۀ خاطر يې بايد کره کتنه وشي او لۀ خوبيو څخه يې پۀ خاميو ډېر زور راوړل شي ځکه دا تخليقي اثر نۀ بلکې يو تنقيدي اثر دی.

البته پۀ يو حقيقت سترګې نه شو پټولی او هغه دا چې طاير ځلاند پۀ خپلو همزولو ليکوالانو کې د ځانګړي مقام څښتن ځکه دی چې لۀ نورو ډېر محنت ګالي او د مطالعې ډېر شوقي دی.

اوس راځو کتاب ته او د تنقيدي جاج اخيستلو پۀ موخه يې پاڼې اړوو.

د کتاب پۀ اول مخ کې ليکوال د “تخليقي کمښت او نړيوال رجحانات” تر عنوان لاندې اووۀ مخه مضمون ليکلی چې د کتاب لۀ موضوع سره هېڅ سمون نۀ خوري، پۀ هر حال دا چې اوس د کتاب برخه ده نو پکار ده چې پۀ دغه ليکنه کې يې هم ياده او وضاحت وشي.

ليکوال لۀ واقعيت نه برعکس وايي چې پۀ پښتو کې ادبي تخليق د کموالي او يا هم د زوال پۀ لور دی، او د دغۀ کموالي او زوال وجوهات د مطالعې لۀ نۀ کولو نه راوروسته نظرياتي تحريکونه، د کره کتنې نشتوالی، جنګي حالات او د ليکوالې طبقې ناساز اقتصادي وضعيت پۀ ګوته کوي. لومړی خو لۀ دې خبرې سره اتفاق نۀ دی پکار چې پۀ پښتو ادب کې دې تخليقي کمښت رامنځته شوی وي، ځکه پۀ دې وروستيو څو لسيزو کې چې پښتو ادب څومره غني شو زمونږ ادبي تاريخ يې مثال نۀ لري، چې پۀ دې لړ کې يوازې يونيورسټي بک اېجنسي، دانش او مومند خپرندويه ټولنو پۀ زرګونو ادبي اثار چاپ او ټولنې ته وړاندې کړل.

د مطالعې نۀ کول زما پۀ فکر پۀ ليکواله طبقه يو بې دليله تور لګول دي، ځکه نقاد د دې لپاره کوم ثبوت نه لري. نن سبا چې پۀ کومه ژبه کې تخليقي عمل پۀ تېزۍ سره روان دی هغه انګريزي ادب دی، چې ښاغلی نقاد پۀ دغه ژبه د هېڅ برابر پوهېږي، خو د نقاد لۀ پورتني تهمت او د لويو موضوعاتو لۀ اتنخاب نه داسې ښکاري، چې د هغو ليکوالانو پۀ حضور کې، چې پۀ انګريزي ژبه يې پۀ پوره معنی سر خلاص دی، خپل ځان لۀ دغۀ تور نه وتی ګڼي، چې دا يوه لويه نا انصافي ده.

د نظرياتي تحريکونو خبره به زۀ هم تر يو حده ومنم، چې پۀ هغو شعرونو کې، چې مخصوصو نظريو پکې ځای نيولی وي، هنري اړخ يې کمزوری وي او رنګ رونق يې هغسې نۀ وي پاتې، خو د تخليقي کموالي خبره يو څه بېله ده، ځکه د يو شي نۀ زياتوالی د هغۀ شي د کموالي پۀ معنی نه دی، پۀ دې اړه اوږد بحث ته ضرورت دی چې دلته يې نامناسب ګڼم.
همدا راز د کره کتنې علت نقاد پرځای ښودلی، خو زه يې د نشتوالي پر ځای لۀ کموالي سره موافق يم.

ليکوال د تخليقي کمښت يو سبب جنګي حالات ښودلي چې همغږي ورسره ناممکنه ده. کله چې د شلمې صدۍ جنګي حالاتو خلک د پرسکونه ژوند پۀ ارمان کړل، پۀ امن پسې يې سترګې اووتې او د متمدن ژوند آرزو يې پيدا کړه، دغو ارمانونو پۀ خلکو کې د حرکت کولو توان او جر‎اءت راپيدا کړ، خلک مدني کارونو ته وهڅېدل او زحمتونه يې وګالل، چې پۀ نتيجه کې يې دنيا پۀ سياسي، سائنسي، اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او ادبي لحاظ مخ پۀ عروج شوه، د دغۀ انتشار لۀ وجې د نړۍ پۀ ټول ادب کې خورا اضافه وشوه، نوې تجربې وشوې او ادبي چوکاټ د فکر او فن لۀ مخې پراخ شو.

دغۀ پرمختګ پۀ طبعي شکل پۀ پښتو ادب هم پوره اغېزه وکړه، فکري او فني زيبايي يې ورکړه او د نورو ژبو نوي ادبي صنفونه يې راخپل کړل. نو لهذا د نقاد دا خبره چې د ادبي تخليق د زوال يو علت جنګي حالات دي، قابل قبول نه ده.
دغه راز د ادبي تخليق پۀ زياتوالي او کموالي کې د ليکوالانو د اقتصادي وضعيت د رول او دا خبره چې پۀ مترقي هېوادونو کې ليکوالانو ته مفته پيسې ورکول کېږي، لۀ حقيقت نه لرې ده.

د کتاب پۀ اتم مخ کې د تصوف او پښتو غزل پۀ اړه نوی مضمون شروع کېږي. ښاغلی نقاد لۀ ملا ارزاني او ميرزا خان انصاري نه بحث شروع کوي او پۀ امير حمزه خان شينواري يې ختموي خو د مضمون عنوان “تصوف او د پښتو نوی غزل” ورکوي چې دا د حيرانۍ پرځای د افسوس خبره ده.

ليکوال د کتاب پۀ يوولسم مخ کې ليکي: “نظرياتي تصوف يا صوفي هغه ګڼلی شو، چې عملاً خو يې د طريقت کومې ډلې لاس نيوی نۀ وي کړی، خو د تصوف پۀ رموزاتو او اصطلاحاتو پوی وي”

سوال راپيدا کېږي، چې کۀ يو سړی د شعر پۀ ټولو اصولو او قواعدو پۀ پوره معنی خبر وي نو هغه به شاعر وي؟ نه داسې نه ده، تصوف خپلول او د تصوف پۀ اړه معلومات حاصلول جدا جدا خبرې دي. کۀ د تصوف د اصطلاحاتو او رموزاتو پۀ آګاهۍ باندې څوک صوفي کېدای شوای نو ښاغلی نقاد خوبه بيا د نظرياتي صوفيانو “صف الاوّل شخصيت” ؤ ځکه د تصوف پۀ اړه کافي معلومات لري.

پۀ دولسم مخ کې د وحدۃ الوجود او وحدۃ الشهود نظريو داسې سطحي معلومات ورکوي چې دا د لوستونکيو پۀ پوهې او علميت د ليکوال بې باوري ښکاره کوي چې دغه بې باوري پۀ اصل کې د ليکوال د کم فکرۍ مظاهره هم کوي. ځکه هغه لوستونکي چې “تصوف او پښتو غزل” د يو تنقيدي بحث مطالعه کوي نو هغوئ به خامخا پۀ دې دواړو نظريو پوئ وي.

پۀ ۱۶م مخ کې د حمزه شينواري پۀ صوفيانه مزاج او شاعرۍ خبره شوې او د حوالې پۀ توګه دوه بېتونه ذکر شوي، چې دواړه لۀ تصوف سره څۀ تعلق نۀ لري، البته کۀ دا شعرونه د تصوف پر ځاى د قام پرستۍ د حوالې پۀ موخه ذکر شوي واى نو ليکوال به د کومې غلطۍ مرتکب نۀ واى.
شعرونه:

ما حمزه ته يثربي باده خاونده
پۀ ښاغلې پېمانه کې د افغان را

حمزه! سفر کۀ د حجاز وي نو هم
زه د پښتون د قافلو سره ځم

د کتاب پۀ يو ځاى کې همداسې شوي هم دي، پورته دوهم شعر پۀ ۹۹م مخ کې د حمزه شينواري د قامي جذبې او تغزل د خيال ساتلو د ثابتولو پۀ موخه د حوالې پۀ توګه رااخيستل شوی دی.
د ۱۹م مخ د نوي مضمون “د غزل کړه وړه” پۀ شروع کې ليکوال پۀ همدغو الفاظو ليکي:

“د ادب هر صنف (ژانر) ځانته خپل خپل ځانګړي(کذا) اصول او روايات لري، چې د همدغه(کذا) اصولو او رواياتو دننه په کې ليکوال تخليقي عمل ترسره کوي”.

زه کۀ څۀ هم د ادبي رواياتو اهميت ته د يو ضرورت پۀ حېث قائل يم خو د ادبي تخليق لپاره د رواياتو شرط ايښودل زما پۀ فکر د ادبي پرمختګ مخه نيول دي، ځکه اکثره نوښتونه د رواياتو د ماتولو پۀ نتيجه کې رامنځته شوي دي. د خوشحال خان خټک پۀ وخت کې مسلسل غزل ليکل د رواياتو يوه برخه وه، خوشحال بابا د دغو رواياتو خلاف د غزل هر شعر ته بېل بېل رنګ او خوند وروبښه. همدغه خلاف ورزي يو نوښت ؤ، چې زمونږ د ادبي عروج سبب هم وګرځېدۀ.

پۀ ۲۰م مخ کې ليکوال د غزل پۀ جوړښت خبره کوي او وايي، چې غزل د شکل پۀ لحاظ پۀ دوه قسمه دى “رديف لرونکى” او “بې رديفه” غزل، حال دا چې غزل د جوړښت لۀ مخې پۀ څلور اويا هم پنځۀ قسمه دى، چې دلته يې د تفصيلي بيان پر ځاى د ښاغلي اسماعيل يون د کتاب “د پښتو شعر هندسي جوړښت” د لوستلو سپارښتنه کافي ګڼم.

پۀ همدې مضمون کې ليکوال خپل شعرونه هم د حوالې پۀ توګه راوړي، چې د دې کار توقع لۀ طائر ځلاند غوندې ليکوال نه ځکه نۀ کېده، چې دى د تنقيد پۀ اصولو باور لري.

پۀ ۲۱م مخ کې ليکوال د غزل د بېتونو د شمار (جفت او طاق) پۀ هکله ليکي:

“د دې روايت په حقله(کذا) په پښتو کې نور څه کوټلي ثبوتونه نشته، البته حنان بارکزي د خپل ديوان په خاتمه کې د شعر په ژبه د دې روايت په اړه…”.

خو خوشحال بابا پۀ “دستارنامه” کې د “شعر د نظم (هنر)” تر سرليک لاندې ليکي:

“کۀ قصيده وي، کۀ غزل، کۀ رباعي، کۀ قطعه ده، کۀ مخمس، کۀ مسدس، پۀ ډېر وجه شعر وايۀ شي. قصيده هغه ده چې تر څوارلس بيته زيات تر سل تېر هر چې وائي پکښې پند يا نصيحت يا مدح، ذم راوړي. غزل تر پنځۀ بيته ور پۀ هسې تر څوارلس پورې هر چې وي پکښې تعريف د معشوقې د خط و خال، د ګل، د ګلزار، درد فراق، سوز و ګداز لدې حاله چې پکښې وايۀ شي….” (دستارنامه،۳۴م مخ، تحقيق، سمونه او حاشئې: ډاکټر يارمحمد مغموم ۲۰۰۵ء چاپ).

لۀ دې نه د دې خبرې اندازه لګولى شو چې کره کتونکي خو د پښتو غزل د تنقيدي جاج اخيستلو اراده لرله، خو ولې د دې کار لپاره يې د مسؤولانه زحمت ګاللو عظم نۀ درلود، ځکه چې د خوشحال خان خټک کتابونه يې هم ورته پۀ غور نۀ دي مطالعه کړي.

پۀ ۲۵م مخ کې ليکوال يوې مهمې خبرې ته اشاره کړې، چې پۀ ډېره ستاينه ارزي، ليکوال وايي، چې شاعر ته پکار ده، چې پۀ شعر کې هغه موضوعات راونغاړي، چې د دۀ لۀ ذاتي ژوند سره تړاؤ لري، مطلب دا چې يو شرابي شاعر د شرابو د نشې کېفيت او حالت لۀ يو عام شاعر نه ښۀ بيانولى شي او پۀ ډېره ښه توګه د هغۀ حالت انځورګري کولى شي، ځکه دا د هغه د ذاتي او شخصي ژوند حصه ګرځېدلې وي.

ليکوال پۀ اکثرو ځايونو کې د عربي او انګليسي ژبو دلفظونو او ترکيبونو د استعمال پۀ واسطه د موضوع د روښانه کولو پر ځاى د خپل علميت نمائش کوي چې دا د ليکوال تر ټولو لويه کمزوري ده.

پۀ ۲۷م مخ کې ليکوال د ايډلر د تحقيقي عمل پۀ هکله د احساس کمترۍ د نظريې پۀ رد کې پۀ سواليه بڼه ليکي، چې خوشحال خان، علامه اقبال، نور محمد تره کى او… خو د احساس کمترۍ ښکار نۀ ول، ځکه دوی حېثيت درلود او پۀ معاشي لحاظ پوره خلک ول، نو څنګه يې دومره غوره تخليق وکړ؟.

زۀ د ايډلر د نظريې پۀ تائيد د ليکوال لۀ دې خبرې سره اتفاق نۀ لرم چې دغو ښاغليو د کمترۍ څۀ احساس نۀ درلود، زما پۀ فکر د خوشحال خان خټک د ژوند تر شا د احساس کمترۍ داسې يو څۀ خامخا ؤ چې دى يې د مغلو خلاف تحريک کړ او لۀ قامي جذبې څخه ډکه شاعري يې پرې وکړه، چې د مغلو غلامي يې تر ټولو غوره بېلګه کېداى شي.

دغه راز علامه اقبال هم اسلامي نړۍ مخ پۀ زوال ليده، چې د اصلاح لپاره يې خپل وجداني مسووليت سر ته ورساوه او د خپل فکر اظهار يې د ادبي اصنافو پۀ چوکاټ کې د شعر پۀ ژبه وکړ.

د نور محمد تره کي ناولونه خو ټول د خپلې ټولنې د پسماندګۍ پۀ بنياد ليکل شوي دي.

پۀ ۳۱م مخ کې چې ليکوال د مينې دومره تيوريک بحث ته تللى، د شيکسپيئر، فرايډ او نورو نظريې يې راخيستي دي نو لازمه وه چې لومړى يې د عربي ژبې د دوو متغيرو کليمو(عشق او حُب) وضاحت کړاى واى، د دې دواړو لفظونو پر توپير يې د پوهانو نظرونه رااخيستي واى، چې پۀ دې اړه عالمانو کافي بحث کړى او دا موضوع يې لۀ مذهبي او اخلاقي پلوه روښانه کړې ده. پۀ دې اړه د شرر ساپي يو قناعت بخش مضمون “مينه څۀ شى دى؟” هم چاپ
شوى دى.

پۀ ۴۰م مخ کې ليکوال د “غزلګو شاعر يعنې څوک؟” تر عنوان لاندې پۀ يوۀ نوي مضمون کې غزل او نظم سره پرتله کوي، خصوصيات يې بيانوي او پۀ دې اړه تشريحات او توضيحات ورکوي، حال دا چې د کتاب موضوع د غزل تنقيدي جاج اخيستل دي.
پۀ ۴۴م مخ کې ليکي:

“د غزل لپاره ايجاز او اختصار بې حده ضروري دى، يو مفهوم که په اوه (کذا) لفظونو کې بيانېدلي (کذا) شي، نو غزل د دې تحمل نه لري، چې اته لفظونه دې ورته راوړل شي”.

دا خبره پر ځاى ده او زۀ د ليکوال لۀ دې خبرې سره اتفاق لرم خو د دې لپاره ليکوال ته پکار ؤ، چې څو داسې شعرونه يې رانقل کړي واى، چې پۀ هغو کې اضافي الفاظ پۀ داسې انداز ذکر واى، چې د غزل خوند او رنګ ته يې صدمه رسېدلې واى، بيا يې پرې تنقيدي بحث کړاى واى او د دليل پۀ واسطه يې خپله رايه ثابته کړې واى.

پۀ ۴۶م مخ کې ليکي:

“غزل ليکونکي ته دا جواز وي، چې په هر شعر کې نوي خيال او نوې موضوع ته ځاى ورکړي”.

ښاغلى نقاد پۀ يو ځاى کې د غزل د هر بېت لپاره نوې موضوع اصولي شرط ږدي او بل ځاى وايي چې غزل ليکونکى پۀ هر بېت کې د نوي خيال او نوې موضوع راوړلو جواز لري، دلته د ليکوال دوهمه خبره پۀ خپله لومړۍ خبره بې باوري ثابتوي او لوستونکي پۀ ذهني کشمکش کې غورځېږي، ځکه دا دوه مختلفې خبرې دي، اصول لازمي وي او جواز اختياري.

پۀ ۴۸م مخ کې ليکي:

“په نظم کې د موضوع د زيات اهميت له کبله نظم ګو شاعران هنر او ژبې ته هغه ارزښت نه ورکوي کوم، چې په غزل کې….”.

د ليکوال د دې خبرې مخالفت ځکه کول پکار دي چې پۀ نظم کې د موضوع د ښۀ بيانولو لپاره د شاعر کوشش او د هنر تقاضا دا وي چې ښه ژبه وکارول شي، تر څو د موضوع بيان د لوستونکيو او اورېدونکيو پۀ ذهنونو بوج جوړ نۀ شي. د دې لپاره يو دليل دا هم کېداى شي چې پۀ نظم کې حتمي اختصار د هنر برخه نۀ ده، نو چېرته چې اختصار د هنر برخه نۀ وي، ښکاره ده چې هلته به پۀ اوږد بيان کومه پابندي هم نۀ وي، ظاهره ده چې چېرته د اوږد بيان ضرورت وي هلته به د ښې ژبې کارونه لازمي وي، لهٰذا د نقاد دا خبره چې د غزل پۀ پرتله پۀ نظم کې هنر او ژبه کوم ارزښت نۀ لري، د منلو وړ نۀ ده.

ليکوال د ۵۱م مخ “د پښتو غزل او علامت نګاري” نومې مضمون پۀ څلورم پېراګراف کې ليکي چې علامت نګاري د شاعر د انفراديت او ځانګړتيا د پېژندنې مزى پۀ لاس راکوي، د ۵۲م مخ پۀ دوهم پېراګراف کې بيا وايي چې علامت کله هم پۀ ذاتي خوښې او نا خوښې او د انفرادي هڅو پۀ نتيجه کې نۀ رامنځته کېږي، نو سوال راپېدا شي هغه څۀ چې د يو خاص کوشش او انفرادي هڅو پۀ نتيجه کې نۀ ترلاسه کېږي، پۀ هغې کې د چا د ځانګړي او انفرادي مهارت معلومات څنګه کېداى شي؟.

پۀ ۵۴م مخ کې ليکي چې زمونږ پخوانيو شاعرانو به د هر لوړ شي لپاره د چنار ونه (پۀ علامتي شکل) استعمالوله، ځکه هغوی د چنار لۀ ونې لوړ څۀ ليدلي نۀ ؤ.

د ليکوال دا خبره د خپلو اسلافو پۀ حق کې يو ګستاخانه عمل دى، چې کلاسيکو شاعرانو به د چنار لۀ ونې لوړ څۀ نۀ ؤ ليدلي، د هغوی د فکرونو او خيالونو د محدود ښودلو يو ناکام کوشش دى، ليکوال شايد د حميد بابا هغه شعر نۀ وي لوستی چې د لوړ خيالۍ حد پکې شوی:
و اسمان ته به د شعر زينې کښېدي
کۀ حميد د غم لۀ سره زنګون وکېښت

د ۶۲م مخ پۀ أخري پېراګراف کې وايي چې: “شعر بايد انځور ولري او بغېر له دې شعر ته چندان (کذا) ارزښت هم نه ورکول کېږي”.

د ليکوال دا خبره بې بنياده ځکه ده چې پۀ خپله يې ځاى ځاى هغه شعرونه، چې انځور نۀ لري، ارزښت ناک بللي او د حوالې پۀ توګه يې رانقل کړي دي.
لکه د اکرام الله ګران دا شعر:
ته که مې وژنې لاس دې هم نه نيسم
زما په يو حالت کې شر نه لګي (کذا) ــــــ (۱۰۸م مخ)

د سېف الرحمان سليم شعر:
سليمه سم دې کړه غزل شرع ته
لږ په کې ذکر د خپل يار کوه (کذا) ــــــ (۱۰۶م مخ)

د پروفېسر رحمت اللۀ درد شعر:
دا زما فرض و چې غزل ته خپله وينه ورکړم
دا دې بل ګوري چې غزل ته په لاس څه ورغلل ــــــ (۱۱۵م مخ)

لۀ ۶۶م مخ تر ۷۶م مخ پورې د حمزه بابا دومره مبالغه أمېز توصيف شوى چې پۀ ځينو ځايونو کې يې لۀ خوشحال بابا نۀ هم لوى معرفي کړى دى، زۀ د امير حمزه خان شينواري پۀ فن او فکر بلاشک دا خبره کوم چې کۀ تنقيد د محض اعتراضاتو نوم نۀ دى نو هيڅ کله هم يوازې د ستاينو او نرمو تبصرو نوم نۀ شي کېداى.

“ښاغلي نقاد ته پکار وه چې د ټاکلې موضوع مطابق يې بحث مخ پر وړاندې وړی وای او د غزل تنقيدي جاج يې اخيستی وای، د بېلګې په ډول د خوشحال بابا دا شعر يې رانقل کړی وای.

• يا تکيه د يوۀ خدای ده يا د تورې
پۀ جرګو، مرکو نۀ شي کار تمام

او تنقيدي بحث يې کړی وای، چې کۀ څۀ هم د تورې استعمال د هغۀ وخت يو آئيني ضرورت ؤ او د هغۀ وخت ټوله ډيپلوماسي پکې رانغښتلې وه، خو د ننني پښتون لپاره دا ډول شعرونه ځکه پۀ ګټه نۀ تمامېږي چې د جنګ روحيه پياوړې کوي، دا چې په درېيمه نړۍ کې لا هم ټولې مسلې په خبرو نه شي حل کېدای نو کېدای شي اوس هم دغه ډول شعرونه د ځينو ملي پاڅونونو پر مهال ګټور تمام شي خو لۀ ګټې يې تاوان ځکه ډېر دی چې پۀ جرګو، مرکو او سوله ييزه مبارزه(چې د نن ورځې پښتون لپاره ډېر اړين دي) بې باوري رامنځته کوي.

او يا يې د کلاسيکو او معاصرو شاعرانو داسې شعرونه رانقل کړي وای چې پۀ هغو کې د اخلاقو تقاضا نۀ وه پوره شوې، بيا يې پرې منطقي بحث کړی وای او پۀ نتيجه کې يې خپله رايه د حل لارې پۀ توګه وړاندې کړې وای.” ـــــ مثال
د ۷۵م مخ پۀ شروع کې ليکي:

“موسيقي د انساني سرشت او انساني روح د تسکين يوه فطري ذريعه ده، پۀ قدرتي توګه پۀ ابشارونو او د اوبو پۀ شور کې……………………………………….پۀ طوفاني سيليو کې يو رنګ ويرونکي موسيقي د هوا پۀ ګوتو غږيږي”.
سړى حېران شي چې ليکوال کومه مذبذبه معجزه ښودل غواړي، چې يو ځل موسيقي د انساني روح د تسکين ذريعه ګڼي او بيا د طوفاني سيليو وېرونکى غږ يوه فطري موسيقي؟
پۀ ۷۷م مخ کې ليکي:

“…زما د تجزيۍ (کذا) تر مخه (کذا) د غزل په زوال کې د نورو ډېرو لاملونو تر څنګ يو هم همدا د محلي موسيقۍ زيات شهرت و او د دې وجه دا وه چې داسې محفلونو او بنډارونو ته به زياتره داسې خلک راتلل (کذا) چې هغوى به د شعر پۀ فکري ازرښت نه پوهيدل، هغه هنرمندان به يې خوښول، چې کومو به سطحي کلامونه ويل………”.

لومړى خو دا نۀ ده معلومه چې ښاغلى نقاد د کوم دور خبره کوي، چې غزل دې پکې لۀ زوال سره مخ شوى وي او محلي موسيقۍ پکې شهرت موندلى وي؟ دوهم دا چې پۀ محلي مجلسونو کې چې د کوم شاعر کلامونه تر ټولو زيات ويل شوي هغه رحمان بابا دى، اوس کۀ ليکوال رحمان بابا ته د سطحي شاعر خطاب کوي نو دا د هغۀ پۀ حق کې ناجائزه ځکه ده، چې کۀ هر څو د رحمان بابا شعرونه عام فهمه دي خو د عام فهمۍ مطلب دا نۀ دى چې ګني هغه دې سطحي او يا هم غېرمعياري وي.

پۀ ۷۹م مخ کې د امير غلام صادق نوښاري پۀ هکله ليکي:
“د امير غلام صادق غزلونه، چې اوس هم څوک د خيال محمد په غږ کې اوري نو له ځانه يې بې حال کوي. تاسې ته يې د نمونې په توګه دا څو د غزلونو مطلع (کذا) دريادوم (کذا):

• جامونه مات شو شراب توى شو مېخانې ورانې شوې
مينه رسوا شوه زړونه وسو استانې ورانې شوې

• جانانه په زړګي مې ستا يادونه راوريږي
د للمې په ګلونو بارانونه راوريږي”.

ليکوال دلته لويه ناروا دا کړې چې د ښاغلي شمس الزمان شمس مشهور شعر “جانانه پۀ زړګي مې ستا يادونه راورېږي” يې د امير غلام صادق پۀ نوم رانقل کړى، چې پۀ تنقيد او تحقيق کې دا رنګ تېروتنه د بښنې هېڅ ګنجائش نۀ لري.

سړى حېران شي چې نقاد د کوم خصوصيت لۀ مخې د امير غلام صادق د غزل دومره بې درېغه تعريف کړى، کۀ ليکوال د رحمان بابا پر ځاى امير غلام صادق ته د سطحي شاعر خطاب کړى واى نو بې ځايه به ځکه نۀ وه چې شاعري د امير غلام صادق د معاش ذريعه وه، د فلم ډائريکټر به چې څنګه فرمائش ورکړ، هماغسې شعر به يې ورته تيار کړ، زۀ يې د بېلګې پۀ ډول د “خاندان” فلم لپاره د يوې فرمائشي لوبې څو شعرونۀ وړاندې کوم:
• کېنه چې مالش دې کړم، ماله! مانه بېرته ځې
خانه! راګېر شوى يې، اوس به رانه چېرته ځې
غم چې ورپسې وي تل، زۀ هغه خوشحالي يمه
دا زما هنر دى، هسې نۀ چې زۀ سوالي يمه
ښکلى مالشي يمه، زۀ ښکلى مالشي يمه ـــــــــ (سازونه اوازونه ۵۶م مخ)
پۀ “سازونه اوازونه” ۵۱۶ مخه کتاب کې د نوموړي لۀ ۵۴ غزلو څخه ۲۲ نيمګړي (درې شعرونه، څلور شعرونه، بې مطلع، بې مقطع او داسې نور ګډوډ) پاتي دي، چې لۀ دې نه مونږ لۀ غزل سره د امير غلام صادق د کمزوري تعلق يو منطقي دليل وړاندې کولى شو، پۀ داسې حال کې چې ليکوال د نوموړي د نورو مقدرو خوبيو پر ځاى د هغۀ د غزل ليکنې ستاينه کوي.

پۀ ۹۹م مخ کې ليکوال د حمزه بابا د قامي جذبې لۀ اظهار سره سره د تغزل د خيال ساتلو پۀ حواله دا شعر رانقل کړى:

• حمزه! سفر کۀ د حجاز وي نو هم
زۀ د پښتون لۀ قافلو سره ځم

لومړى دا چې پۀ دې شعر کې تغزل او شعريت شته او کۀ نه؟ کۀ چېرته وي نو بيا ښاغلي نقاد دغه مبهم شى ولې مبهم پرېيښى او دا يې نۀ ده پۀ ډاګه کړې چې پۀ دې شعر کې تغزل او شعريت د کوم خاص مهارت لۀ مخې رامنځته شوى؟
د ښاغلي نقاد يوه ثابته کمزوري دا هم ده چې پۀ تنقيدي اثر کې يې د تنقيد ژبه نۀ ده کارولې او پۀ اکثره ځايونو کې يې د لغت پرانۍ د کوشش لۀ وجې خبره دومره پيچيده کړې چې لوستونکى پۀ دې نۀ پوهېږي چې ليکوال څۀ ويل غواړي. د بېلګې پۀ ډول د ۱۰۸م مخ دا څو جملې ولولئ:

“د اکرام الله ګران د غزل آواز، د بېن الاقواميت دائرې د لاشعوري حادثو په مرسته ماتې کړي او د آفاقيت د آسمان په کنارو لکه د بوډۍ د ټال په مختلفو رنګونو کې راښکاره شي”.

دغه راز پۀ ۷۶م مخ کې ليکي:

“د غزل د مقبولتيا راز په دې کې هم دى…………… چې د هر چا د ذوق سامان په کې شته”.

لۀ دې جملو نه لوستونکي د نقاد د تنقيدي ژبې ښه اندازه لګولى شي.

د کتاب يوه عمده نيمګړتيا دا هم ده چې پکې د تنقيد يو مهم اصل (Chronological Order) نۀ دى مراعت شوى.

تعريف: “لۀ يوه سر نۀ بل سر ته پۀ منظم شکل بحث وړل (Chronological Order) بلل کېږي” چې د تنقيد لۀ معاصرو او مهمو اصولو څخه دى. يوازې پۀ تنقيد کې نۀ بلکې د ژوند پۀ نورو برخو کې هم له دغۀ اصل څخه استفاده کېږي.

د بېلګې پۀ ډول ښاغلي نقاد لۀ ننګيال، دروېش او کاروان نه راوروسته، لۀ خيبر آفريدي نه مخکې د قيصر آفريدي يادونه او ستاينه کوي، چې دا د پورته ذکر شوي تنقيدي اصل نۀ مراعت کول دي.

ليکوال پۀ ۱۱۶م مخ کې د ډاکټر اعظم اعظم پۀ هکله ليکي:
“که څه هم د فکري او فني پلوه يې پښتو غزل کې کوم نوښت نه دى کړى خو د دغه ښاغلي…”.

زما پۀ آند، فن او فکر د شعر دوه بنيادي اجزا دي او ډاکټر اعظم اعظم چون استاذ شاعر ؤ، د دې دواړو يې پوره پوره خيال ساتلى دى. د شلمې صدۍ د سرلارو شاعرانو (حمزه بابا، قلندر مومند، اندېش او نورو) تر منځ چې د غزل پاللو کومه غېر مستقيمه دعوه روانه وه، لۀ هغو څخه يو هم ډاکټر اعظم اعظم ؤ.

• غم د يار مو د روزګار غېږې له راوړو
مونږ بدل کړل د غزل روايتونه

د ډاکټر اعظم اعظم ادبي حېثيت ته پۀ کتو مونږ دا خبره کولاى شو، چې کۀ دعوه يې سل پۀ سلو کې پر ځاى نۀ ده نو لۀ هغو شاعرانو يې هرګز مقام ټيټ نۀ دى چې ليکوال نوښتګر شاعران بللي. (محمود اياز، رياض تسنيم، خالد پښتون او …).

پۀ ۱۲۰م مخ کې د خير محمد عارف پۀ هکله ليکوال ليکي چې ما ځکه نه دی لوستی چې تر اوسه يې کوم کتاب نۀ دی چاپ شوی، حال دا چې يوه شعري ټولګه (دېوالونه ويښ دي) د ليکوال له کتاب نه څو مياشتې وړاندې چاپ شوې ده.

د کتاب پۀ ۱۲۳م مخ کې ليکوال (جذبات او تخيل) د پير محمد کاروان د شاعرۍ اساسي خصوصيات پۀ ګوته کړي دي، زما پۀ خيال د کاروان شاعرۍ ته جذباتي شاعري ويل پۀ حقيقت سترګې پټول دي. ښاغلي نور الحبيب نثار پۀ يوۀ ادبي مجلس کې د کاروان د شاعرۍ پۀ هکله داسې ويل: “د افغان ملت ګوند غونډه وه او د سټېج چارې يې ماته راسپارلې وې، ما د جذباتي او احساساتي شعرونو د پېدا کولو پۀ موخه د کاروان کتاب چاڼ کړ، خو هيڅ شعر مې پېدا نۀ کړ چې ما پۀ سټېج ويلى واى”.

نو اوس لوستونکي د ملګري طاير ځلاند خبره ومني او کۀ د نور الحبيب نثار (M.Phil Pashto).؟؟؟
پۀ ۱۲۹م مخ کې د اباسين يوسفزي پۀ اړه وايي چې ځينې شعرونه يې فني نيمګړتياوې لري او لوستونکى دې ته مجبوروي چې د تېښتې لار غوره کړي.

زۀ لۀ چانه د دفاع کولو کوشش نۀ کوم بلکې د تنقيدي اصولو د پر ځاى کولو لپاره بايد دا ووايم چې ښاغلي نقاد بايد دا ثابته کړې واى چې د اباسين پۀ کومو شعرونو کې فني نيمګړتياوې دي، چې پۀ لوستونکيو او اورېدونکيو بوج جوړېږي. اوس خو دا يوازې يوه هوايي خبره کېدای شي او بس.

پۀ ۱۴۲م مخ کې ښاغلي نقاد عبدالباري جهاني ته پۀ توهين آمېزه انداز د “بسيار نويس” شاعر خطاب کړى او ويلي يې دي: “سره له دې چې اوه شعري ټولګې يې چاپ دي خو ښه غزل هم ليکي”.

ښاغلي نقاد بسيار نويسي ولې عېب ګڼلې؟ او بيا يې دا خبره د حمزه بابا او پسرلي صېب پۀ هکله ولې نۀ ده کړې چې لۀ جهاني يې څو چنده ډېر شعرونه ليکلي؟

زۀ کۀ د خپلې محدودې مطالعې لۀ وجې پۀ ډاډه زړۀ د جهاني د ډېرې ښې شاعرۍ دعوه نۀ شم کولى نو د هغۀ د توهينولو اجازه هم هيڅ کله چاته نۀ شم ورکولى.

پۀ کتاب کې ګڼ شمېر شعرونه ناسم رانقل شوي، چې د ځينو شعرنو خو يې ټول مفهوم بدل کړی دی. داسې تېروتنه پۀ تنقيدي اثر کې يو لوی عېب دی، زما پۀ فکر دغه عېب د نقاد د لټۍ او ناراستۍ له وجې رامنځته کېږي، چې د ضرورت پۀ وخت کې يې د کتاب د کتلو ستړيا نه وي ګاللې. زه يې يو څو ناسم ليکل شوي شعرونه د بېلګې پۀ ډول ستاسو مخ ته ږدم.

د قلندر مومند شعر:
ناسمه بڼه: د جهان ښکلي پرې دا رنګه راپنډ دي
چې ګمان مې په خپل زړه د عرفات شي ــــــ (۱۰۱م مخ)
سمه بڼه: چې ګمان مې پۀ خپل زړۀ د سومنات شي
د سيف الرحمن سليم شعر:
ناسمه بڼه: سليمه سم دې کړه غزل شرع ته
لږ په کې ذکر د خپل يار کوه ــــــ (۱۰۷م مخ)
سمه بڼه: لږ پۀ کې ذکر د خپل قام کوه
د اکرام الله ګران شعر:
ناسمه بڼه: ته که مې وژنې لاس دې هم نه نيسم
زما په يو حالت کې شر نه لګي ــــــ (۱۰۸م مخ)
سمه بڼه: که څوک مې وژني لاس يې هم نه نيسم
او داسې نور……..

پۀ کتاب کې ځيني ناسم لفظونه، ترکيبونه او جملې ليکل شوي دي چې پۀ لاندې ډول دي:
ناسم سم
غيرې مستقيم غېر مستقيم
ذهني بحران فکري بحران
غيرې فطري غېر فطري
واقيعيت واقعيت
تخليقيت تخليق
پۀ لاشعوري ډول پۀ غېر شعوري ډول
روجوع رجوع
ګذاره ګزاره
غټ بحران لوى بحران
قابلې ذکر قابل ذکر
ترڅ پۀ کتاب کې د ټکر پۀ معنا کارول شوى، خو پۀ قاموس کې د موقع، . منځ او ترڅنګ پۀ معنو دى.
ماديت پرستي ماده پرستي
حد مقرره وي حد مقرروي
استعاراتي ژبه لۀ استعارو ډکه ژبه
بيښي بېخي
طبعيت او نيچرل طبعيت او نيچر
زېګنده زېږنده
د اظهار وجود ورکړي اظهار يې کړي
هينداره هنداره
رومانويت رومانيت
زمواري ذمه واري
اسلوباتي ؟؟؟
نوښتګري نوښت
اوګه اوږه
تلميح ګانې تلميحات
د جذباتيت رنګ د جذباتو د اظهار انداز
د فلسفيت رنګ فلسفي رنګ
تقاضه تقاضا
Herro Hero
Dived. F. Marks David. F. Marks
حمزه بابا د تصوف موضوعات وچېړل چېړل څۀ معنا؟ چېړل خو پۀ عامه ژبه کې تنګولو او زورولو ته
وايي.
د اجتهاد ثبوت د کاروان پۀ غزل کې ډېر ثبوتونه دي ؟؟؟

پۀ آخر کې لۀ لوستونکيو څخه هيله کوم چې زما دا څو کرښې ليکل تعميري تنقيد وګڼي، نۀ تخريبي تنقيد. داسې نۀ ده چې زما ليکنه سل پۀ سلو کې درسته ده، شايد ډېرې نيمګړتياوې ولري چې زۀ يې د لا کره کېدو لپاره سترګې پۀ لار يم. لۀ دانش خپرندويه ټولنې څخه هم مننه کوم، چې لۀ پښتو ادب سره يې د ډېرې مينې لۀ کبله دغسې ډېر کتابونه چاپ کړي دي. خپلې خبرې د صاحب شاه صابر په دې شعرونو راټولوم لکه چې وايي:

چې پۀ دروغو خوشحالېږي، پۀ رښتيا خفه وي
هغه ياران خو به لۀ ما نه خامخا خفه وي
مينه به کوم کوم زړۀ ساتي، څومره ناکام به کوي؟
دا خو دنيا ده لۀ سړي نه به دنيا خفه وي.

9 COMMENTS

  1. د تنقيدي جاج، تنقيدي جاج دي دومره په زړه پوري اخيستې چې د نورو د پاره يې لاري روښانه کړې. ستاسو ادبي زيار ډير د قدر وړ دې

  2. Saaho saib! Dera zyata manana che lekanay ta mo wakht warkarai, khdai de taso ghonday mashran rata jwande lare, la noro tolo malgaro hum manana kawom che lekana ye pa ghowr lostay…
    Dawran

  3. دافغانستان دحکومت کشراومشرگردپہ پساد کی غرق دی. نوسنگہ بہ سولحہ خوشہ کڑی.

  4. طالیبان پہ ھرڈگرکی بریالی دی .ھم یی دفتربریالی دی .ھم سنگربریالی دی.

  5. ساهو صيب! ډېره مننه چې ليکنې ته مو وخت ورکړی او په دقت مو لوستې ده، خدای دې تاسو غوندې مشران ژوندي لري چې همېش يې خپلو کشرانو ته داد او حوصله ورکړې، له نورو ټولو ملګرو هم مننه کوم چې لکنه يې په غور مطالعه کړې

  6. Dawran saib khkule leekana mo kare der zyaar mo khklay aw muhim taki mopa ke rakhisti.
    Khudy de rata zhwandy aw tal khushala lara manana

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب