تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۸ مه) د فرانس پریس خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي عربستان د بهرنیو اتباعو د اعدام په برخه کې نوی ریکارډ ثبت کړی دی.
د دې اژانس د ارقامو پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې په سعودي عربستان کې د درو افغانانو په شمول تر ۱۰۰ ډېر بهرني اتباع اعدام شوي دي. د بشري حقونو د یوې ډلې په وینا، دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله بېساري زیاتوالی ښيي.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس له مخې، وروستی اعدام شوی کس، د یمن یو وګړی و، چې د هغه سزا د شنبې په ورځ د دې هېواد په جنوبي سیمه نجران کې عملي شوه.
راپور زیاتوي چې دغه یمنی وګړی مخکې د نشهیي توکو د قاچاق په تور مجرم پېژندل شوی و.
د سعودي عربستان د دولتي رسنیو پر اساس راټول شوي ارقام ښيي چې تر اوسه په ۲۰۲۴ کال کې دې هېواد ۱۰۱ بهرني اتباع اعدام کړي دي.
فرانس پریس په تېرو دوو کلونو کې د بهرنیو اتباعو د اعدامونو شمېر سره پرتله کړی او څرګنده کړې یې ده چې اعدامونه لږ تر لږه درې برابره زیات شوي دي.
په برلین کې مېشت د “اروپايي-سعودي بشري حقونو سازمان” (ESOHR) دا اعدامونه بېساري بللي دي. د دې ډلې مشر، طاها الحاجي، ویلي:
“دا د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر اعدامونه دي چې په یوه کال کې ترسره شوي دي. سعودي عربستان مخکې هیڅکله ۱۰۰ بهرني اتباع په یوه کال کې اعدام کړي نه ول.”
سعودي عربستان د اعدامونو د زیاتېدو له امله تل د بشري حقونو د فعالانو او ډلو له لوري له نیوکو سره مخامخ و.
د بشري حقونو ډلې دا سزاوې تر اندازې زیاتې او د خپل سختدریځه تصور د اصلاح کولو لپاره د سعودي له هڅو سره په ټکر کې بولي او وايي چې دا د نړیوالو ګرځندویانو او پانګوالو د جذب لپاره د سعودي هلې ځلې له ناکامۍ سره مخامخوي.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، سعودي عربستان په ۲۰۲۳ کال کې له چین او ایران وروسته په نړۍ کې درېیم هېواد و چې تر ټولو ډېر اعدامونه یې کړي دي.
فرانس پریس د سپټمبر په میاشت کې راپور ورکړی و چې سعودي عربستان په تېرو درېیو لسیزو کې تر ټولو ډېر اعدامونه ترسره کړي، چې د ۲۰۲۲ کال (۱۹۶ اعدامونه) او ۱۹۹۵ کال (۱۹۲ اعدامونه) پخواني ریکارډونه یې مات کړي دي.
د فرانس پریس د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د نوومبر تر ۱۷مې نېټې پورې په سعودي عربستان کې د اعدامونو شمېر ۲۷۴ ته رسېدلی دی.
په دې راپور کې راغلي چې د اعدام شویو بهرنیو اتباعو په ډله کې ۲۱ پاکستانیان، ۲۰ یمنیان، ۱۴ سوریایان، ۱۰ نایجریایان، ۹ مصریان، ۸ اردنیان، او ۷ ایتوپیايان شامل دي.
همدارنګه، درې – درې تنه د سوډان، هند او افغانستان، او یو – یو کس د سریلانکا، اریتریا او فیلیپین څخه اعدام شوي دي.
سعودي عربستان په ۲۰۲۲ کال کې د نشهیي توکو په قضیو کې د اعدامونو درې کلن بندیز لغوه کړ، چې د روان کال د اعدامونو د زیاتوالي لامل ګڼل کېږي.
د فرانس پریس د ارقامو پر بنسټ، په روان کال کې له نشهیي توکو سره تړاو لرونکي ۹۲ اعدامونه شوي، چې له دې ډلې ۶۹ یې په بهرنیو اتباعو پورې اړه لري.
د اعدامونو زیاتوالی د محمد بن سلمان هغه ادعاګانې تر پوښتنې لاندې راولي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې له “اتلانتیک” مجلې سره په مرکه کې ویلي وو، سعودي عربستان د اعدام سزاګانې یوازې د وژنې یا د نورو د ژوند ګواښلو په څېر محدودو مواردو ته راټیټې کړې دي.