په لرغونو زمانو کې ډېر کم شمېر فلاسفه وو لکه افلاتون، هيوم او برکلي خپلې نظريې د مکالماتو په قالب کې وړاندې کړي دي، خو په وروستيو پېړيو کې بيا کيرکهگارد او نېچه دا سنتي لار پري ايښي وه اوپه بله طريقه يې خپل فلسفي تزسونه وړاندې کړل.دا تزسونه يا دلنډو رسالو اويا د لنډو جملو او عباراتو په بڼه دي. وروسته بيا زيات شمير فلاسفه وو خپل نظريات اوفلسفي درسونه درسالواو اثارو په قالب کى وړاندې کړل. زيات شمير فلاسفه په دي باور دي چې فلسفه يو څه وړاندې کوي او داستان بل څه يعني يو له بله سره سر نه خوري، بلکې توپيرونه لري.
د سوزان لي اندرسون په نامه يو څېړونکي چې د داستايوسکي په باب يې يو فلسفي اثر کښلی دی په دې عقيده دى چې: زياتره فلاسفه دا نه مني چې ناول گويا د فلسفي تفکر حامل کېداى شي، خو گورو چې ژان پل سارتر چې د زيات شمېر رومانونو، داستانونو مولف دى، فلسفي رسالې او اثار هم لري او د مشهور فيلسوف په توگه هم پېژندل شوى دى. د سارتر نندارې، رومانونه او داستانونه له فلسفي تفکر له انتقال څخه خالي نه دي. همدارنگه البرت کامو چې سخت د فلسفي پوښتنو او بحثونو ليوال دي زيات اثار لري د هغه مشهور ناولونه لکه پردي، کاليگولا او سيسيپوس، وبا او نور اثار يوازې هنري اثار او نالونه نه دې چې، بلکې له ژورو فلسفي تفکراتو څخه مالا مال دي. همدارنگه فيودور داستايوسکي له ورځنيو يادښتونو پرته يې زيات او يا ټول اثار رومانونه او هنري داستانونه دي يوازې د يو ليکوال په نامه شهرت لري، خو اثار يې له فلسفي افکارو هېڅکله خالي نه دې.
د فلسفې او داستان د ترکيب يا همغږئ مساله د يو تعصب له مخې د شلمې پېړۍ د تحليلي فلسفې په بنياد رامنځ ته شوه. دې تفکر هڅه کوله چې د فلسفي او داستان ساحي يو له بله جلا وساتي او د هغو په گډو اړخونو سترگې پټې کړي.
خو کله چې د داستايوسکي او نورو ليکوالو په اړوند خبرې کوو، نو دا پوښتنې مطرح کېږي چي ايا په داستاني اثارو کې جدي فلسفي اثار مطرح کېږي؟ ايا د داستاني اثر په وسيله کولی شو په هماغه کيفيت چې فلسفي رساله ليکل کېږي فلسفي افکار وليږدوو؟ ايا د داستاني اثر په وسيله ښه فلسفي افکار وړاندې کولاى شو؟
اندرسون د فلسفي او داستاني اثارو ترمنځ د نه جوړ جاړي او نه رغښت په برخه کې دوه دليلونه روښانوي: لومړي دليل دا دى چې داستان يو غيرې واقعي ښکارنده ده او فلسفه په صدق او حقيقت ولاړه ده. فلاسفه نه شي کولی داستان ليکوال شي او داستان ليکوال هم نه شي کيداى چې فيلسوف شي.
دويم دليل دا دى چې فلاسفه بايد روښانه او څرگندې خبري وکړي، په داسې حال کې چې داستان ليکوال هغه مهال ښه او غوره داستان ليکوال دی چې اثر يې د بېلا بېلو لوستونکو له خوا د هغو په اند تعبير شي او هر يو ترې جلا جاج واخلي، نو په دې اساس فلسفه او داستان ليکنه يو له بله سره په تضاد کې دي؛ خو که لومړی د داستان او يا رومان په باب پيل کړو بايد ووايو او وپوښتو چې داستان په کومه مانا غير واقعي دی؟ دا روښانه خبره ده چې داستان په پرېکنده توگه د واقعي موجوداتو د اعمالو رپوټ نه دى، خو داسې داستان غوره گڼلی شي چې په شخصيتونو يې د لوستونکي باور پيدا شي. کړنې يې د منلو وړ شي، ټول داستاني اثار بايد په جدي توگه د ويلو له پاره «خبره » ولري. د داستان يو مضمون، منځ پانگه يا خبره دا هم ده چې موږ ته د ژوند د حقيقت په باب څه وايي.
بله خبره يا بل مطلب له دې هم قوي دى. يوه خبره دا ده چې د فيلسوف او داستان ليکوال د سبکونو ترمنځ يو جدي توپير موجود دى. فيلسوف په عمده توگه غواړي چې خپلې خبرې په سييده توگه او په روښانه او ډانگ پيلې ووايي، خو فلاسفه که دا خبره واوري چې لوستونکي يې نه شي کولی د هغه په هدف پوه شي چې موخه څه ده، نو په طبيعي توگه په غوسه کېږي، داستان ليکوال د دې خبرې خلاف دريځ لري. په دې مانا چي بېلا بېل لوستونکي د داستان څخه جلا او د خپل تفکر او ذهن له مخې تعبير وړاندې کوي. داستان ليکوال د بېلا بېلو تعبيرونو او تفسيرونو په اړوند کومه اندېښنه نه لري. ان تر دې که ځېني تعبيرونه، تاويلونه او تفسيرونه د هغه دنيت او هدف خلاف هم وي پروا يې نه کوي. داستان ليکوال د خپل هدف وړ مضامين په ډاگه کوي، نه دا چې په ښکاره ډول يې بيان کړي. د هغو په نظر پيام په ناسييده توگه انتقالوي.
فيلسوفان خپل پيام د رسالو او ليکلو اثارو په وسيله په سييده توگه انتقالوي. د شلمې پېړۍ فلاسفه وو په پوره مهارت او مسلکي پوهې سره د رسالو له لارې خپل اهداف ولېږدول. فلاسفه وو د داستان ليکلو ذوق نه درلود، خو ځېني فلسفي افکار يې په نا سييده توگه په ډېر مهارت سره د داستان له اناتومي گټه پورته کړه او د داستان په قالب کې يې خپل افکار بيان کړل.
که په داستاني اثارو کې يو مطلب په بېلا بېلو ابعادو او زاويو کې بيان شي کومه خبره نه ده. په يو داستاني اثر کې بېلا بېلې صحني کولي شي اوکيداي شي بشپړ انسجام او څرنگوالي ولري. د بېلگې په توگه د البرت کامو د«وبا » يا «طاعون » داستان کيداى شي د دويمې نړيوالې جگړې تفسير وگڼل شي او هم له بلې خوا د ژوندانه د«پوچي» حالت يا نهيليزم تعبير شي.
البته په دې برخه کې زموز موخه دا ده چې څنگه فلسفي افکار د داستان پر بستر وړاندې شي، که خبره دا وي چې فلسفه بايد د ژوند تفسير وکړي يا لږ تر لږه ستر فلسفي مسايل بايد داسې وي، نو ولې دا مسايل د ژوند په موقعيت کې مطرح نه شي او د نندارو، رومانونو، يا لنډو کيسو د شخصيتونو په مرسته وړاندې نه شي؟ د وجودي اصالت يا اگزستانسياليزم دا مفکوره چې وايي فلسفه نه بايد يو اکاډميک او په سړه سينه هڅه وي چې د ژوندانه له کړاوه لرې وي، بلکې د ژوند سره بايد ښکېل وي. سارتر په صراحت سره وايي: «داسمه ده چې کولې شو په انتزاعي تفکر سره هغه مسايل چې اوسني دوران مطرح کړي دي خبرې وکړو، خو دا چې موږ غواړو، له دې مسايلو سره ژوند وکړو، بايد خپل تفکر د رومانونو د تخيلي او لمس وړ تجربو له لارې پياوړي کړو.» (۱ـ۲۶)
کامو هم وايي: « رومان هغه څه نه دي، بلکې د داستان په چوکاټ کې فلسفه ده» (۱ـ۲۶)
د داستان او فلسفې د رغښت او جوړښت په برخه کې يو لړ نور دلايل هم شته. له هغه دلايلو برېښي چې د داستان او فلسفې د يو ځاى کيدنې او رغښت کار گټور دى. يو خو دا چې داستاني قالب کې زموږ لاس ازاد وي چې هغه مناظر او انځورونه چې زموږ له انځورونو سره ورته نه دي، تجربه کړو، خپل ذهن ته يې سپارو او د هغه شخصيتونو روح او ځان ته ورننوځو چې زموږ په څېر فکر نه کوي او يا يې باورونه او افکار له موږه جلا او گوښې دي. داستاني قالب دا امکان را برابروي چي موږ پوه شو چې په جلا شرايطو کې ژوند کول څرنگه دي. پياوړي ليکوال چې د خبرو متره لري کولی شي له دې قالب څخه په گټوره توگه کار واخلي. داسې چې هغه لوستونکي چې په بل ډول نه قانع کېږي لارې د هغه سترگې پرانېزي او په مساله پوه شي.
بله دا چې په يو داستاني اثر کې پيغام په ناسييده توگه تر سره کېږي او وړاندې کېږي. لوستونکي بايد په فعاله توگه د استدلال په بهير کې گډون وکړي. پر ځای او منطقي پايله بيا هم په لوستونکي پورې اړه لري، نو په دې اساس لوستونکی د داستاني اثر پايله يا پيغام ډېر ژر جذبولی شي.
په دې ډول وروستۍ خبره دا ده چې ولې د داستان او فلسفې توافق يا تلفيق سم کار دى. د يو داستاني اثر عاطفي او احساسي اغېز له فلسفي اثر څخه زيات دى. په همدي اساس ده چې دواړه کولى شي مهمې پوښتنې را ولاړې کړي، خو داستاني اثر تر زياته حده موږ دې ته را بولي چې داسې پوښتنو ته ځواب ووايو. د بېلگې په توگه هېڅ فلسفي د خپلو فلسفي ليکنو له لارې ونه شول کړاى د داستايوسکي په کچه چې په «کارامازوف وروڼه» يا «جنايت او مکافات» او يا البرت کامو په «وبا » يا د سيزيف په افسانه »کې موږ فکر کولو ته ورابولي او د شر په اهميت مو وپوهوي، فلسفي په صراحت او روښانه توگه دا کار نه دى کړی.
که له ډېرو بېلگو تېر شو يوازې د ژان پل سارتر په يو اثر چې د«عقل سن» نومېږي يوه خبره کوو. سارتر په دې رومان کې هڅه کړې چې خپله فلسفه وړاندې کړي. هغه په دې رومان کې موږ ته په ډاگه کوي چې د انسان جوهر ازادي ده او دا ازادي د څه ضمانت کوي؟ او د هغو افرادو بېلگه چې صادقانه ژوند کوي څه ده؟ او څرنگه کېدونې ده چې په دې پوه شي چي ازادي موږ شل (فلج) کوي. د نورو عقايد په دې برخه کې جدي اغېز لري چې موږ پخپله ځان څنگه و وينو او نورو چې زړه يې غواړي په موږ ټاپه ووهي، هغه ټاپې چې موږ ترې کرکه لرو، خو کله چې پوهېږو چې ازاد يو او تر هغو چې ژوندي يو نه شو کولی پر موږ ټاپه ووهي.» (۱ـ۳۱)
ښکاره خبره ده چې په داستاني اثر کې فلسفي تفکر ښه غځېدلی شي او د اثر فهم اغېزمن کولی شي، خو دې کې هم شک نشته چې د فلسفي تفکر او داستاني ماهيت ترمنځ انډول خراب شي يا دا چې فلسفي تفکر زيات وپنځېږي، نو داستاني ماهيت زيانمن کوي. البته داسې داستاني اثار چې د فلسفي تفکر انتقالوونکي وي، شمېر به يې لږ وي، خو هغه داستاني اثار له دې تفکر څخه په بشپړه توگه بې برخې نه دي داستايوسکي يو له هغو ليکوالو څخه دی چې اثار يې په بشپړ توگه فلسفي افکار لېږدوي.
بله بېلگه يې البرت کامو دى هغه د سيزيپوس په افسانه کې چې يوه اسطوره ده. د يوناني اسطورو مکار پادشاه، د سيزيپوس په اسطوره کې په يو پوچ قهرمان بدلوي. سيزيف له مرگه وروسته د پلوتون څخه غواړي چې ورته اجازه ورکړي چې بېرته د ځمکې سر ته راشي چې خپله مېرمن په لاره کړي. پلوتون موافقه کوي، خو سيزيف چې کله ځمکې ته را ځي او د اوبو، لمر او سمندر د تودو ډبرو خوند بيا کشفوي، نو بېرته د مړو شوو دنيا ته له ورتگ څخه ډډه کوي. بالاخره مرکيروس استوي چې هغه بيا ستون کړي چې دا وار يې تر ابده مجازات کړي. د سيزيف سزا دا ده چې تر ابده يوه درنه ډبره د غره تر سره پورته کړي کله چې ډبره د غره تر سره پورته کېږي بېرته را رغړي او کښته راځي. «خدايان فکر کوي چې له دې دلايلو پرته بل له وحشته ډک او له ناميندۍ پرته بله سزا نشته.» (۲ـ۱۴۰)
کامو په خپلو اثارو کې د پوچي يا ابسورديزم فلسفه مطرح کړه. دا فلسفي تفکر د وخت دټولنيزو ،سياسي ،شرايطو او همدارنگه د دويمې نړيوالې ويجاړوونکې جگړې په پايله کې ر امنځ ته شو چې نور زيات عوامل لري او د نيهيليزم په بحث کې پرې رڼا اچول شوې ده.
دېو څيړنيز اثر برخه