تاند – له هغه وخته چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې، په ټولنیزو رسنیو کې بیلابیل نا متمرکزه پلېټ فارمونه فعاله شوي او ډېر کسان یې ځان ته وراړولي دي، چې له هغو څخه یو “بلو سکای” دی.
د “بلو سکای” مینوالو په منځ کې د پوهنتونونو استادان، خبریالان، کیڼ اړخي سیاستوال او مشهور شخصیتونه شامل دي. دوی غواړي داسې پلېټ فارم ته ورشي چې بیا د جک دورسي له خوا جوړ شوی، هغه څوک چې د ټویټر پخوانی اجرايي ريیس و، خو د “بلو سکای” له بورډ څخه یې استعفا ورکړې ده.
اوس مهال، د “بلو سکای” اجرايي رييس جی ګرابر دی.
“بلو سکای” په وروستیو څو ورځو کې اعلان وکړ چې هره ورځ یو میلیون کسان دې پلېټ فارم ته ورزیاتېږي او اوس یې د کاروونکو شمېر ۱۹ میلیونو ته رسېدلی دی.
“بلو سکای” څه شی دی؟
“بلو سکای” یوه نامتمرکزه ټولنیزه رسنۍ ده چې په ۲۰۱۹ کال کې د یوه څېړنیزې نوښت او د ټویټر د یوې برخې په توګه تاسیس شوې ده.
که څه هم په پیل کې یوازې د “بلنې” له لارې د دې پلېټ فارم غړیتوب ممکن و، خو له فبرورۍ میاشتې راهیسې هر څوک کولی شي پکې غړیتوب واخلي.
“بلو سکای” د AT پروټوکول پر بنسټ جوړ شوی او د ټولنیزو پروګرامونو د جوړولو لپاره یوه خلاصه شبکه ده. دې پلېټ فارم له تېر کال راهیسې نوې ځانګړتیاوې، لکه مستقیم پیغام استول او د ویډیو شریکولو امکانات، په خپلو خدماتو کې اضافه کړي دي.
د “بلو سکای” نوي غړي؛ له ټویټره نیهلي شوي کسان دي
د “بلو سکای” ډېری کاروونکي هغه کسان دي چې وروسته له هغې چې ایلن مسک د ټویټر پر پلېټ فارم د ډونالډ ټرمپ لپاره پراخ تبلیغات پیل کړل، ټویټر پرېښود او دې پلېټ فارم ته یې مخه کړه.
ایلن مسک په ۲۰۲۲ کال کې ټویټر وپېرود او ځینې غټ بدلونونه یې د هغه په محتوا کې راوستل.
هغه د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال هم د جمهوريپال ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ یو کلک پلوی و.