پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

لکه رڼا راږغ کړه !

په زغرده ږغ وکړه، ریښتیا را ږغ کړه

لکه رڼا را ږغ کړه

 هم هغه وخت چې،

 د سپېدو په سور بخنو شونډو،

شونډې ږدي سبا، را ږغ کړه

لکه رڼا را ږغ کړه

زه د سپیدود و ړانګو،

سپینو شېبو کي د سهار سپین حقیقت لولم

زه درواغجن خوبو نه په رڼا مینځم درځم

ته هم خوبونه د رڼا په شونډو ښکل کړه،

حقیت وچیښه

ږغ دې زما زړه ته تیارې راولې

ږغ دې اغزې، اغزې دی زما احساس خوږوې

ږغ دې زما د اروا لاروته،

بدرنګې شپې را بولې

د شپو راغلي مسافره !

زما روح او زړه ته، وړانګې لاسو نو کي

د سپين سهار په اس لکه،

لکه یو ښکلې شهسوار راشه

زما اروا او تن ته د لمر پر لار، راشه

 که مې در بولې ځان ته!

لکه رڼا راږغ کړه

ما هسي وغواړه د ځان مې کړه، لکه چې یمه زه

ګور! په هغه څېره،

چې زه د موره زیږیدلې ومه

شونډو مې سره سرخۍ د پاس سپیدو،

د سور بخنو شونډو، واخیستله

سترګو ته ستا د سترګو تور اخلمه

کالي هم نه بدلوم،

غواړمه داسي لکه څنګه چې یم

ته خپل د غیږې د نګهت په خوښۍ

ماته زینت راکړئ

یوازي خپله درځم

وښي، بنګړي نه لرم

که ما در غواړې!

 نورا ږغ کړه په ریښتیا را ږغ کړه

لکه رڼارا ږغ کړه

هم هغه وخت چې د سپېدو په سور بخنوشونډو

شونډې ږدي سبا راږغ کړه

لکه رڼا راږغ کړه

 ۲۰۲۲ / ۷ / ۱

غزل

ستا د لاسونو دوه فردونه، ستا د ږغ رسایې

ستا د احساس ښکالو، ښکالو مسره غزل، رباعې

ستا تله راتله زما خوبونو کي، دلیل د څه؟

ستا د خيالونویو شور، زما د شپو تنهایې

ته رانیژدي ته رانه لیرې، اظطراب او سکون

دغه حالت سندریز، ماته سرود لاهوتې

عشق ښکلې، ښکلې منزل، د ژوندون سخت سفر

چاته موند نه د خدای، چاته محبوب شیدایې

زه یوه پرخه سبا، ته د لمرونو پاچا

د وړانګو غشي لاس کې، پر ما خپره بې خودې

اوږده بیدیا او سفر، ز ه د خپل سیورې سره

یو ستا احساس بل سیورې، څومره ښایسته اشنا یې

ستا ټول غمونه (ملال)، زه ستا د غم بندۍ

زما ځوانې ستا په غم، زما زړښت پارسا یې

۲۰۲۲ / ۸ / ۱

یادښتونه!!!

د کور دباندې،

شور او ږوږ تر دیوال سر رالوړ کړ

د څو پیغلوټو نجونو یوه جوپه،

په ټوکو، ټوکو او خندا

د سیند په لورې ولاړه

د څو زلمیو شور، د شینکې بڼ

شینککۍ غیږ لوبوې،

هسک چنارونه د وږمو او د لمر،

په غیږ کې ناڅي داسې!

لکه د هند د مځکې، څو مذکر نڅاګر

وروستی انځور دې په دیوال ځوړند دی

هغه ته ګورم

د سبا دپاره تورې جامې ګنډم

سبا اختر او ستا لومړی تلین دی.

***

غیږه مې وسوه

او ګریوان مې سوزې

د ګریوان وره ته مې اوس،

د وچي مځکې سوزیدلې تبجن وږم راځي

ستا د وریندارې دوهم زوی پیدا شو

د خور دې خپل وخت دی

زما وستا زوی درې کلن شو

اوس خوږې، خوږې خبرې کوې

کاشکی ته هم ژوندی وای

اوس به زما د ټټر بڼ ته هم،

د کره شانو او د پېو چېنو لار جوړول

اوس به زما د ګریوان وره باندې هم

د جنتونو د وږمو ښکلې باران اوریدې

***

ستا ټول ږغونه مې، په حافظه کي ثبت دی

ستا د خندا، او ستا د قهر ږغ

ستا د خوبونو او فکرونو ږغ

ستا د خوږو، خوږو خبرو ټوله توري

کرۍ ورځ پر ما،

لکه وچ مورې ماشومان را ګرزې

ستا د راتګ د ښکالو ږغ،

د کور په ټولو د یوالونو کي خبرې کوې

خو زما کوټې ته دا چوپتیا هره شپه

د کومې لورې راځي؟

***

شونډې مې ستا د ابدې بیلتون،

 د سوز سندرې وایې

شونډې مې سوزي چاودي

د چاودو ږغ یې هیڅوک نه اورې

پر دواړو شونډو مې

شهید، شهید غمونه ناست دی

پر دواړو شونډو مې د اور باران را اورې

پر دواړو شونډو مې د سوزیدلې

لمر اغزي ښخ شوي

د سیورو څرک نشته،

د ژوند بید یاکې، په چاودولو پوندو،

د چاودو  پښې ښکلوم،

د غم په ګوتو، په چاودلې زړه

د یو کلن بیلتون سندره لیکم

۲۰۲۲/ ۸ / ۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب