پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان په مستونګ کې ۸ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

د بلوچستان په مستونګ کې ۸ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) وايي، د دې ایالت په مستونګ کې یې د یوې حملې په ترڅ کې درې پاکستاني پوځیان وژلي او ۵ نور ټپیان کړي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویندوی جُنید بلوچ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ جنګیالیو د سپلینجي په سیمه کې د پاکستاني پوځ د موټرو د کاروان په لاره کې لومړی د ریموټ کنټرول بم چاودنه وکړه او بیا یې د راکټونو او نورو درنو وسلو په وسیله ډزې پرې وکړې.

د پاکستان پوځ یا حکومت تراوسه پورې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو دې ډلې سږ کال د پاکستان پر پوځ ګڼ بریدونه کړي او ډېره مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

د جنید بلوچ په ادعا په دې برید کې د یوه زغرګاډي په شمول د دوی د دښمن درې موټرونه په نښه شول، چې له امله یې لږ تر لږه درې پوځیان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ هغه بېلتون غوښتونکې ډله ده چې وايي پنجاب د بلوچستان ایالت طبیعي سرچینې لوټي او دوی پر خپله خاوره او طبیغي منابع د واک ترلاسه کولو لپاره د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېږي.

خو د پاکستان حکومت دا ډله تروریستي بولي او تازه یې اعلان کړی دی چې د دې ډلې د ځپلو لپاره به په ټول بلوچستان ایالت کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

د پاکستان پوځ غوښتل چې تر بلوچستان مخکې په خیبرپښتونخوا کې هم پراخ پوځي عکملیات وکړي خو پښتنو سیاستوالو یې کلک مخالفت وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب