تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) پاکستان یو ځل بیا له افغانستان څخه وغوښتل چې د هغو تروریستي ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورو څخه فعالیت کوي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ نن (پنجشنبه) په اسلام آباد په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، پاکستان څو ځله له طالب چارواکو سره د ترهګرو ډلو په اړه مشخص شواهد شریک کړي دي.
هغې هیله څرګنده کړه چې طالب چارواکي به ترهګري نه یوازې د سیمې لپاره، بلکې د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ وګڼي او د دوحې تړون په ګډون له بیلابیلو نړیوالو موافقو سره سم خپل مسوولیتونه پوره کړي.
پاکستان وايي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي او د دې ډلې وسله وال د بریدونو لپاره له افغانستانه پر ډیورند کرښه وراوړي خو د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.