وایه، نوته به راشي؟
که اسماني بادونو
کاغذ بادونه د اوریځو د ټوټو جوړ کړه
زموږ د بامونو حافظو کې
د دنګو، دنګو هلکانو شور
د خړو، خړو دیوالونو پر تن
تیرو یادونو ته
د ژوندون ساه ورکړه
که هسکو څوکو د غره
لاس کې د لمر هینداره ونیوله
د کلي لار کې مو
د وړانګو پلونه ویښ شوه
که د ويالې پر دواړو غاړو باندې
د سپیدار د مړوندونو په کمان کې د وږمو شاپیرۍ
ټالونه واچوله
وایه، نوته به راشي؟
که د اوبو په الماسي بڼ کې
پولادي نسلو نقریي کبانو
جشن د عشق او د وصلت ونیوی
په شنلیو کې سرور د بې خودۍ خپور شو
اویو د بل په غیږ کې پریوتله
د شنو غنمو فصل
ډکي ټوکرۍ د نګهتونو پر سرونو راوړي
وایه، نو ته به راشې؟
که مې ګذر ستا سو په کلي وشو
په کنګل ژمي کې مې
ستا د کوټې دروازه خلاصه کړله
د ژړو، ژړو وړانګو، اور مې بل کړ
ستا د خوب خونې او کړکېو ته مې
د لمر د رنګ څه ډکه ساه ورکړه
د دیوالونو وچوپتیا ته مې
کیسې د ژوند او د سیندونو وکړي
څپې، څپې ږوږ مې
د سیند پر غاړو شین کړ
پیاله، پیاله سپوږمۍ مې
د سارا سیورو باندې وپاشله
وایه، نو ته به راشې؟
ژوند مو رنځور پروت دی
دعا غواړي
لمر مو په په کلي کې پناه غواړي
دلته پراته دي د جزام ناروغان
د پلوشو جوړ مسیحا غواړي
عشق غواړي
ستوري او سبا غواړي
حسینې شپې، پر لاجوردي اسمان
بنفشیي پلوشې
د سپېدو لار کې تر سحر پوري
روڼا غواړي
وایه، نوته به راشي؟
وایه نوته به راشې؟
۲۰۲۶/ ۸ / ۵
د وړانګو شونډې
د زر تارو وړانګو شونډې ښکلومه
ګوندي لمر مې پر زړه شین شي
زما د ساه سره تر شونډو پوري راشي
څو غمي، غمي الفاظ شي
زما تر سترګو پورې را شي
په لېمو کې مې کور جوړ کړي
زه جهان په اندازه کړم
دې جهان کې به زما د نوم سایه
په کوم کتاب کې وي کښل شوي؟
زما جنسیت به په کوم رنګ وي؟
ملایکې زما له قبره،
بې له سواله، بې ځوابه
ستنې کیږي
نوم مې نشته
جنسیت مې معلوم نه دي
زه انسانه یم
که نه یم ؟
۲۰۲۶ / ۸ / ۱
غزل
د وزرماتو هواګانو وزرونه ګنډم
شپه رانیژدې شوله خوبونه ته خوبونه ګنډم
د ګل د پاڼو په رګ، رګ کې ژوندون وږغیدې
د پرخو لطف اخلم پر پاڼو یې مزلونه ګنډم
سارا، سارا د خواهشونو تنده، تنده سراب
برالبه اوریځ ګنډم، موسم ته بارانونه ګنډم
رنګینې شپې د هغه، ستوري او سپوږمۍ د هغه
زه د سپېدو سره راځم پر لمر لاسونه ګنډم
قلم او پاڼه د روڼا، روڼا ثواب شاهدي
ډیوې، ډیوې نجونې، مکتب ته څراغونه ګنډم
زه د فطرت ښایست، د کائیناتو رنګ
زه پر اسمان (پروین)، سحر ته پلونه ګنډم