څلورم څپرکی
هغه سړی، چې خپل نوم یې هېر کړی و
مهر مات شو، خو ما ته داسې وبرېښېده، لکه ټولې درې، چې چیغه کړې وي. مصریان باور لري، چې د مړي د کور دروازه ماتؤل یوازې د ډبرې ماتول نهٔ دي، د هغهٔ د ابدي ژوند پر سینه پښه ایښودل دي. ما تر دې مخکې د مړو جسدونه پرانیستي وو، خو هېڅکله مې د یوهٔ فرعون چوپتیا نهٔ وه پرانیستې.
میریت د څراغ لمبه د دروازې تشې ته ونیوله. دننه هوا درنه وه، د هغه بوی مې حس کاوهٔ، چې کاهنان یې یوازې د شاهي مړو لپاره جوړوي. د ورهٔ تر شا زینې ښکته تللې. پر دواړو غاړو د شغال سري انوبیس انځورونه وو او تر پښو لاندې یې تړلي دښمنان پراتهٔ وو، څو فرعون پهٔ بلې نړۍ کې هم پر خپلو مخالیفینو قدم کیږدي.
ما وویل: «کهٔ دا د توتنخامون قبر وي، ولې یې ساتونکي نشته؟»
میریت ځواب را کړ: «ځکه موږ د اصلي دروازې لهٔ لارې نهٔ یو راغلي. دا هغه د کارګرانو لاره ده، چې د ښځولو پر ورځ بنده شوې وه.»
لاره دومره تنګه وه، چې د زرو تابوتونه او لوی صندوقونه ترې نهٔ شوای تېرېدای. پوه شوم، چې دا د قبر څنګنی دهلېز دی، نهٔ هغه شاهي لاره، چې د جنازې کاهنانو کارولې وه. سینوهه ځکه همدا ځای ټاکلی و. غل به د سرو زرو پهٔ لټه کې لویه دروازه ماتوي، خو حقیقت اکثره پهٔ هغه کوچني سوري کې پټ وي، چې ورته نهٔ ټیټیږي.
پر لومړي دېوال د توتنخامون د خولې پرانیستول مراسم انځور شوي وو. ايي د پړانګ پوستکی اغوستی و او د مړي خولې ته یې مذهبي وسیله نیولې وه، څو ځوان فرعون پهٔ بلې نړۍ کې بېرته ساه، وېنا او خوراک ومومي. ما د ايي مخ ته وکتل. هغه سړی، چې د مړي خولهٔ یې پرانیستله، لږ وروسته یې د هغه تخت نیولی و.
میریت وویل: «ژوندي تل د مړو لپاره مراسم جوړوي، خو دغه مراسم زیاتره د ژوندیو د واک لپاره وي.»
د دېوال پهٔ پای کې د رنګ یوه ټوټه نوې ښکارېده. ما د طبي چاقو پهٔ څوکه ورو وسپړله، لاندې د خټې کوچینۍ خانه وه. پهٔ کې د لرګي نری صندوق پروت و، پر سر یې نهٔ د اخناتون نښه وه او نهٔ د توتنخامون.
یوازې د سینوهه مار و، چې خپله لکۍ یې خوړله.
صندوق مو خلاص کړ. دننه د پوپاېرس تر څنګ د شاهي ګاډۍ یوه وړه د زرو نښه او یوه ماته مجسمه وه. د مجسمې مخ قصدا وهل شوی و، سترګې، پوزه او خولهٔ یې ماته وه. خو پر ملا یې نوم لا پاتې و. نخت مین وویل: «د پاچا زوی، د پوځ لوی مشر او د تاج وارث»
ما خپل نوم پهٔ لوړ غږ ولوست. تر هغې ورځې، چې نخت مین یوازې د ځان نوم ګاڼهٔ، هغه نوم، چې مور یې راته ویلی و. اوس د شاهي مجسمې پر ځان زما نوم لیدل داسې و، لکه بل انسان، چې زما لهٔ خولې خبرې کوي.
میریت را ته وکتل. و یې ویل: «نو سینوهه ستا نوم نهٔ و اټکل کړی. هغه پوهېدهٔ، چې کوم نوم باید ژوندی وساتي.»
ما مجسمه پهٔ لاس کې ونیوله. مخ یې مات و، خو د زنې کرښه یې کټ مټ زما لهٔ زنې سره ورته وه. د انسان زړهٔ لهٔ ورته والي څخه ډېر ژر ثبوت جوړوي، پهٔ تېره بیا، چې ټول عمر یې د خپل اصل لوږه لیدلې وي. ارماني ورته والی بیا د ملتونو خاصه ده. دوی، چې کله کوم روایت جوړوي، ځان ستروي او خیالي جهان جوړوي، دا چاره کوي.
پوپاېرس مې پرانیست. د سینوهه خط د لومړي لیک پهٔ پرتله، ډېر لړزېدلی و:
«نخت مینه! کهٔ تهٔ دا لیک لولې او هورب هم لا ژوندی وي او زهٔ نهٔ یم. خلک به درته ووايي، چې تهٔ د آيي زوی وې، نور به وايي، چې د دهٔ زوی یې، ځینې به دې د نورو خلکو زوی وبولي، ځکه کله کله لقبونه ډېر نور پس منظرونه لري. زهٔ یوازې همدومره درته وایم، چې تهٔ هغه نخت مین یې، چې آيي د خپل تاج وارث ټاکلی و او هورم هب یې لهٔ نومه وېرېده»
زما سترګې پر کرښو ودرېدې. ما د خپل ماشومتوب پهٔ حافظه کې د تورې، ماڼې او پوځ هېڅ روښانه انځور نهٔ لیدهٔ. انسان د ځان پهٔ تاه ترینو ګوټونو کې ګڼ تصویرونه لري، پهٔ میراث کې یې هم راوړي، خو لهٔ دنیا سره ځینې داسې ربط غواړي، چې د حافظې پهٔ دغه ګوټ کې دغه شی روښانه کړي. ما به کله ناکله پهٔ خوب کې د آسونو د پښو ټکاری، د مسو ډالونه او یوه ښځه لیدله، چې سندره به یې بللې.
لیک دوام درلود:
«تهٔ د آيي د واک پهٔ وروستیو کې ورک اعلان شوې. خلکو ګومان وکړ، چې مړ شوی یې، ځکه ستا مجسمې ماتې، ستا کتیبې توږل شوی او ستا قبر ورک شو. خو مړ هغه نهٔ دی، چې خلک یې مړ وګڼي، مړ هغه دی، چې خپل نوم هېر کړي. ما ستا ټپي بدن طبس ته راوړ. د سر زخم دې حافظه خوړلې وه، دا شاید زما ګومان و. تیا تهٔ د خپل زوی پهٔ نوم وساتلې او ما پرېکړه وکړه، چې حقیقت دې تر هغو پټ وي، تر چې د حقیقت د بار وړلو ځواک پېدا کړې. حقیقت دې سوزوي. ښه دی، چې لهٔ سترګو مو ځينې شیان پټ دي. پهٔ هر څهٔ پوهېدل کله ناکله عذاب شي. ما د مرګ خبره وکړه. انسان لهٔ دغه اذیته پهٔ کړاو دی، لکه څنګه چې ګېل ګمېش پهلوان د ځان او جهان ژورو ته ښکته شو. بس څهٔ یې کوې، یوازې زغم به لرو!»
زهٔ پر ډبرین فرش کېناستم. د آيي د واکمنۍ وروستۍ ورځې مې د بل چا لهٔ خولې او کیسو اورېدلې وې. د ماڼۍ دننه د هورم هب او نخت مین سیالۍ، د پوځ د رتبو وېشل، د کاهنانو پټې ژمنې او بیا د تاج د وارث ناڅاپي ورکېدل. ما هېڅکله او هېڅکله فکر نهٔ کاوهٔ، چې هغه ورک سړی به زهٔ یم.
ما وویل: «کهٔ دا ریښتیا وي، نو زهٔ ډ توتنخامون زوی نهٔ یم»
میریت وویل: « د هغهٔ تعویذ پر شا د عنخ اسن امون نوم ولې دي؟»
د سینوهه پهٔ لیک کې ځواب پروت و:
«د ملکې نوم مې پر تعویذ کېښود، ځکه د هورم هب جاسوسان د هغې د ورک اولاد پهٔ لټه کې وو. ما ستا دښمن ته هغه راز ووایهٔ، چې غوښتل یې و یې مومي، تر چې لهٔ اصلي رازه لرې شي. خو پوه شه! دروغ، چې د ژوند ژغورلو لپاره وویل شي، بیا هم دروغ، شاید بده نهٔ وي، چې وویل شي، مجبور انسان کله نا کله پهٔ بد انسان بدلوي»
ما د سینوهه پر نوم ګوته تېره کړه. هغه زوړ طبیب، چې لهٔ قبره یې زما لپاره پرېکړې کؤلې. دهٔ زهٔ ژغورلی وم، خو زما تېر ژوند یې لهٔ ما اخیستی و. نهٔ پوهېدم مننه ترې وکړم، څهٔ لعنت مانت پرې ووایم!!
لهٔ دهلېزه د ډبرو د خوځېدو غږ راغی. عسکر پټې لارې ته رسېدلي وو.
میریت لیک را ټول کړ: «اوس د فکر وخت نهٔ دی. فکر ته ورخ اچؤل هم بده نهٔ وي، خو زهٔ پوهېږم، چې دا چاره څومره ممکنه ده!؟»
ما وویل: «ټول عمر نورو زما لپاره پرېکړې کړې دي. آيي غوښتل وارث شم، هورم هب غوښتل مړ شم، سینوهه غوښتل هېر شم او تاسو…»
هغې پهٔ سړه لهجه وویل: «نو خپله پرېکړه وکړه، خو ډېر ژر یې وکړه!»
موږ د قبر ژورې برخې ته لاړو. ګومان کېدهٔ، چې یوه دروازه د انوبیس قبر ته وتې لاره ده. لږ مخکې د زرو ځلا وه، د توتنخامون د ښخؤلو توکي، صندوقونه، ماتې ګاډۍ او د خوراک لوښي پهٔ داسې بیړه ځای پر ځای شوي وو، لکه مرګ، چې ماڼۍ ته تر ټاکلي وخت مخکې راغلی وي. دا قبر د لوی پاچا لپاره نهٔ و جوړ شوی، ځوان فرعون ناڅاپه مړ شوی و. زما یوه شپه خوب لید، کهٔ ګورم، چې یؤ سپین ږیری سړی را ته وايي«د فرعونیانو د کمزوري وجود، متواترو ناروغیو او کم عمر یو لامل دا دی، چې دوی لهٔ خپلو خویندو او اقاربو سره نکاح کؤله» ما مې مور ته دا خوب ووایهٔ، هغې ویل، داسې خوبونه مهٔ وینه! حېران شؤم، پهٔ خوب مې څهٔ اختیار!؟
د عسکرو څراغونه دهلېز ته رانږدې شؤل. موږ د صندوقونو شاته پټ شوو. لومړی من مس راننوت. دهٔ د قبر سرو زرو ته و نهٔ کتل، نېغ د سینوهه تشې خانې ته ورغی. لهٔ دې پوه شوم، چې هغه غل نهٔ دی. غل د زرو او نورو شتو پر وړاندې بې زغمه وي.
دهٔ وویل: «نخت مینه! زهٔ پوهېږم، چې ژوندی یې او ستا مور هم ژوندۍ ده. لهٔ ما سره راووځه، چې دواړه فرعون ته ورشو»
ما د صندوق تر شا وویل: «هورم هب ولې د یوهٔ داسې کس لیدل غواړي، چې خلکو مړ ګڼلی دی؟»
من مس وخندل: «ځینې مړي د ژوندیو پهٔ تخت کې حق لري»
میریت خپله چاړه ټینګه کړه، خو ما لاس پرې کېښود. د من مس تر شا شپږ عسکر وو. پهٔ تنګه خونه کې جګړه د زړورتیا نوم نهٔ لري. د هر شي، لپاره خپل بستر او خپل مېدان وي. انسان ولې ځان پهٔ هغو حدونو محکوموي، کوم، چې پخپله محکوم دي؟
من مېس وویل: «هورم هب بوډا شوی دی او زوی نهٔ لري. پارامسو یې سترګو ته نژدې شوی. مصر ډېر ژر نوی وارث غواړي. که تهٔ ریښتیا نخت مین یې، ستا راتګ یوازې پخوانی حساب نهٔ خلاصوي، د راتلونکي تاج لاره هم بدلوي.»
هماغه وخت د قبر لهٔ بلې خوا یوه وړه ډبره ولوېده. سړه هوا را ننوته او د څراغ لمبې یې کږې کړې.
میریت زما پهٔ غوږ کې وویل: «تهٔ د مصر تاج غواړې؟»
ما د ځوان توتنخامون طلايي مخ ته وکتل. دهٔ تاج درلود، خو ژوند یې نهٔ درلود، زرګونه خادمان یې لرل، خو د مرګ پهٔ شپه یوازې و، نوم یې پهٔ سرو زرو لیکل شوی و، خو هورم هب لهٔ تاریخه پاک کړ.
ما وویل: «زهٔ لومړی خپله مور غواړم»
موږ د غلو سوري ته ورننوتو. من مس زموږ اواز واورېد او عسکرو ته یې امر وکړ. یوه نېزه زما د اوږې تر څنګ تېره شوه او د تونتخامون پر طلايي تخت ولګېده. د یوهٔ مړهٔ پاچا انځور د یوهٔ ژوندي شهزاده او وارث لپاره زخمي شو.
سوری د غره بلې څنډې ته واتهٔ. لمر لوېدلی و او د پاچاهانو دره پهٔ ارغواني سیوري کې پرته وه. موږ د ډبرو تر منځ منډه کړه، خو د وتلو پهٔ ځای کې یوهٔ سپارهٔ زموږ انتظار کاوهٔ. دهٔ نهٔ د من مس نښه لرله، نهٔ امون او نهٔ د اتون.
هغه د پارامسو زوی، سېتي و، ځوان پوځي، چې د شمالي پولو لهٔ جګړو تازه را ستون شوی و. پهٔ راتلونکو کلونو کې به مصر هغه د فرعون ستي پهٔ نوم وپېژني، خو هغه شپه یوازې یؤ محتاط عسکر و، چې توره یې لهٔ تیکې نهٔ وه ایستلې.
سیتي وویل: «زما پلار غواړي، لهٔ تا سره خبرې وکړي»
ما وپوښتل: «پارامسو لهٔ یوهٔ مړي سړه څهٔ خبرې لري، کهٔ څنګه؟»
سیتي ځواب را کړ: «هورم هب مري. کله چې بې اولاده فرعون مري، مصر تر دهٔ مخکې وېریږي او کله نا کله یې جنازه هم پېلیږي.»
تر شا مو د مېن مس عسکر لهٔ سوري راووتل. مخې ته سیتي ولاړ و. یوې خوا ته هورم هب زندان و او بلې خوا ته د راتلونکي رامسس کورنۍ.
زهٔ پوه شوم، چې لهٔ قبره راوتلی یم، خو د مړو لهٔ نړۍ نهٔ! د مصر هره ماڼۍ یوازې یو بل قبر و، چې دروازه یې لهٔ سرو زرو جوړه شوې وه.