تاند- په هر کاري چاپېریال کې سیالي طبیعي ده، خو کله ناکله ځینې همکاران د بل چا د بریا او پرمختګ پر وړاندې رخه لري او بخل له یې له ورایه ښکاري. دا رخه (بخل) په بېلابېلو چلندونو کې څرګندېږي او د کاري اړیکو او چاپېریال پر کیفیت منفي اغېز کولی شي.
د بخیل همکار ځینې مهمې نښې دا دي:
- ستاسې د بریاوو کم ارزښته ښودل: که هر ځل مو بریا د “بخت” یا “تصادف” پایله وبولي او ستاسې هڅې ونه مني.
- پرلهپسې او بېځایه نیوکې: په کوچنیو تېروتنو مو ډېر تمرکز کوي، خو ښې کړنې مو له پامه غورځوي.
- له تاسې سره سیالي او پرتله کول: تل هڅه کوي ځان تر تاسې غوره وښيي او هره موضوع په سیالۍ بدله کړي.
- د معلوماتو پټول: هغه معلومات یا سرچینې چې د کار لپاره لازمې وي، له تاسې سره نه شریکوي.
- اوازې خپرول: ستاسې په اړه ناسمې خبرې یا اوازې خپروي څو شهرت مو زیانمن کړي.
- ستاسې له پرمختګ ناخوښي: د ترفیع، ستاینې یا بریا پر مهال د مبارکۍ پر ځای بېپروايي یا ناخوښي څرګندوي.
- ستاسې د نظرونو غلا کول: په غونډو کې ستاسې نظریات په خپل نوم وړاندې کوي.
- د همکارۍ نه کول: په ګډو پروژو کې لازم ملاتړ نه کوي او هڅه کوي ستاسې کار ستونزمن کړي.
- منفي چلند او سړه رویه: بېدلیله له تاسې ځان لېري ساتي، خبرې لنډوي یا په سړه لهجه چلند کوي.
- له نورو سره پرتله کول: تل هڅه کوي نور همکاران ستاسې پر وړاندې ودروي یا تاسې ورسره پرتله کړي.
له بخیل همکار سره څنګه چلند وکړو؟
- مسلکي او ارام چلند وساتئ.
- له بېځایه شخړو ډډه وکړئ.
- خپل کار او لاسته راوړنې په اسنادو ثبت کړئ.
- په اوازو مه بوختېږئ.
- که ستونزه جدي شي، له خپل مدیر یا د بشري سرچینو له څانګې سره یې شریکه کړئ.
دا هم مهمه ده چې هر منفي چلند حتمي د رخې نښه نه وي؛ ځینې وختونه د فشار، ناسمو اړیکو یا نورو شخصي ستونزو له امله هم خلک داسې چلند کوي. له همدې امله، د یوې نښې پر بنسټ پرېکړه مه کوئ، بلکې د چلند دوام او تکرار ته پام وکړئ.