ـ معارف وزرات اعلان وکړ چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم د نجونو په مخ خلاص شول.
ـ وه لورې دا خبره دې چېرته واورېده؟
ـ مورې! تلویزیون کې!
دا څه وایې ملالۍ لورې؟ اه خدایه شکر چې زموږ رنځورو د زړه ارمان پوره شو.
ـ هو مورې زما هیلې به له سره را ژوندۍ شي. زه به یو ځل بیا د خپلو هیلو د اسمان په لوړو کې وګرځم. یو نوی ژوند به پیل کړم. اه مورې ته پوهېږې زه دې ورځې ته له ډېره وخت په تمه وم، چې بیا د ښوونځي تورې جامې او سپین ټیکری په سر کړم او ټولې لکه کوترې ډلې ډلې یو ځای ښوونځي ته لاړې شو، درسونه به مو پیل کړو، هغه هیله به مې هم پوره شي چې ما به ویل زه به ډاکټره کېږم او خپلو خلکو ته به خدمت کوم. مورې! ته پوهېږې ما خپل همت بایللی و، تل به مې همدا ویل چې زموږ د افغانو نجونو او نورې پر مختللې نړۍ د نجونو تر منځ توپیر څه دی، چې موږ له دې نعمت محرومه پاتې وو، مګر اوس به زه هم د نړۍ له نورو نجونو سره سیالي کوم.
ـ وه لورې دمره خوشاله یې چې وایم اوس دې له خوښۍ په زړه څه و نه شي، شکر وکاږه.
ـ اوففف مورې هو ډېره خوشاله یم، ځم جامې مې اغوندم، ژر ځان ښوونځي ته رسوم.
ـ جامې به دې زړې شوې وي.
ـ نه مورې خیر دی، ما ته هيڅ توپیر نه کوي، زه هماغه زړې جامې اغوندم او ښوونځي ته ځم. اوففففف ته صبر جامې مې چېرته وې. مورې دلته خو نه شته، تا چېرته ايښې دي؟
ـ لورې هغه پاس المارۍ کې وګوره شاید هلته وي.
ـ هو دا دی پیدا مې کړې، ته صبر چې ژر ژر یې بدلې کړم. مورې زما ټیکری وړکی دی ستا هغه لوی سپین ټکری په سر کوم چې راباندې ناوخته نه شي.
ـ سمه ده لورې په دې بله المارۍ کې ايښی دی وایې خله.
ـ دا دی مورې پیدا مې کړ صبر چې زه یې سم په سر کړم. دا دی مورې بوټ مې چېرته دي؟ وه مورې بوټ مې تا نه دي لیدلي؟
ـ دغه دي لورې دا څه ډول خوشالي ده، زه دې بېخي حیرانه کړم.
ـ مورې ته لرې چې ژر ښوونځي ته ورسېږم. ههههه
ـ وه ملالۍ صبر ټېله کوه خو مې مه، دا دی لار درته پرېږدم ځه په خیر، په مخه دې رڼا او الله دې ټولې هیلې پوره کړه.
ـ مورې دعا راته کوه.
ملالۍ له ځان سره په بېړه بېړه لګیا وه:
اه خدایه، شکر خدایه، دا دې څومره لویه لورینه په ما وکړه.
بیا یې شا ته راوکتل:
مورې زه نور له دروازې وځم خدای په امان.
په همدې وخت کې د ملالۍ ورور چې ښوونځي ته یې بایسکل تیاراوه، د خپل بایسکل زنګ وواهه، غوښتل یې ملالۍ را ویښه کړي، په خندا یې کتل بیا یې له ځان سره وويل:
دا به خوبونه کوي، زه به مکتب ته ځم، چې را ويښه نه شې تر هغو دې والله که پرېږدم.
بیا یې په زوره ناره وکړه:
ملالۍ راشه دروازه راته خلاصه کړه، ښوونځي ته ځم راباندې ناوخته دی.
ملالۍ سترګې وغړولې، شاوخوا یې وکتل، سر یې په زنګنو کېښود، خو د ورور دویمې نارې پورته غوځاره کړه:
پورته شه، مه ویده کېږه، ژر کوه.
منډه یې واخيسته، پلاستيکي څپلکې یې په پښو کړې او دروازې ته لاړه. هلک بايسکل وايست او دا لمدو سترګو په کمپله ننوتله.