Homeخبرونهیو الماس په څه باندې ۱۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

یو الماس په څه باندې ۱۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) د کریسټیز د لیلام ادارې اعلان کړی چې یو ۵.۵ قیراطه الماس، چې مثلث ډوله تراشل شوی او د «ځلانده شین ـ نیلي فانتزي» رنګ له امله د خپل ډول تر ټولو لوی پېژندل شوی الماس بلل کېږي، د چهارشنبې په ورځ په څه باندې ۱۳.۵ میلیونه سویسي فرانکه (۱۴.۱ میلیونه یورو) وپلورل شو.

کریسټیز ویلي چې دا د دې ډول الماس لپاره په لیلامونو کې د ثبت شوې بیې نوی ریکارډ دی.

دغه الماس چې «د سمندر خوب» نومېږي او د جینیوا د جواهراتو د لیلام مهمه برخه وه، په ۱۹۹۰ لسیزه کې په مرکزي افریقا کې موندل شوی و.

د دې ډبرې وروستۍ بیه د لیلام له پیل مخکې تر اټکل شوې ۷ تر ۱۰ میلیونه فرانکو ډېره لوړه وه.

د کریسټیز د اسیا ـ اقیانوسیې څانګې مشر راهول کاداکیا ویلي، دا الماس یوه نامعلوم پېرودونکي اخیستی او د پلور پروسه شاوخوا ۲۰ دقیقې روانه وه، چې د پېرودونکو د لوړې لېوالتیا څرګندونه کوي.

د دې الماس د پلور بیه د هغې بیې دوه برابره وه چې دا الماس په ۲۰۱۴ کال کې په کریسټیز کې پلورل شوی و، هغه مهال یې شاوخوا ۷.۵ میلیون یورو ارزښت درلود.

دا قیمتي ډبره مخکې په ۲۰۰۳ کال کې د «الماسونو پرتم» په نوم نندارتون کې د سمیتسونین انسټیټیوټ له خوا د نادره رنګینو الماسونو ترڅنګ نندارې ته وړاندې شوې وه.

د «ډایمونډز۷۷» انلاین جواهر پلورنځي اجرائیه مشر توبیاس کورمیند ویلي:
«دا د نړۍ د تر ټولو نادر شین ـ نیلي الماس لپاره یو مناسبه بیه ده.»

بل لور ته، د سې شنبې په ورځ د جینیوا په ساتبیز لیلام کې یو ۶ قیراطه «ځلانده شین فانتزي» الماس ونه پلورل شو.

ساتبیز ویلي چې دا نایابه الماس، چې د جنوبي افریقا له مشهور «کولینان» کان څخه ایستل شوی، په اټکلي بیه له ۷.۲ تر ۹.۶ میلیونه سویسي فرانکو وړاندې شوی و.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي:
«که څه هم دا الماس د لیلام پر مهال ونه پلورل شو، خو اوس له څو لېواله پېرودونکو سره خبرې روانې دي او باور لرو چې ژر به نوی مالک پیدا کړي.»

دواړه لیلامي ادارې وايي چې ټولوونکي ورځ تر بلې د نادره رنګینو الماسونو پر لور ډېر جذبېږي، ځکه دا ډول ډبرې د نړۍ د ټولو ایستل کېدونکو (استخراجېدونکو) الماسونو یوازې یوه ډېره کوچنۍ برخه جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...