شنبه, فبروري 14, 2026
Home+په اوسنۍ شاعرۍ کې د ملکیت مفهوم او زاویه| طالب منګل

په اوسنۍ شاعرۍ کې د ملکیت مفهوم او زاویه| طالب منګل

طالب منګل
مخکې له دې چې د ښاغلي غندلیب او نورو شاعرانو  په شعرونو کې د ملکیت زاویه ښکاره کړو٬ یو څه باید ددې زاویې په اړه وغږیږو. اصل کې په شعر کې د ملکیت زاویه یو ادبي لید دی او دې ته وایي چې یو شاعر په خپل شعر کې شیان، عاطفې، فکر او حتی کیدلای شي طبیعي پدیدې د خپل ځان، خپل احساس او خپل فکري قلمرو برخه وګرځوي.
په دې زاویه کې شاعر یوازې د واقعیت انځور نه وړاندې کوي، بلکې هغه په خپله واقعیت ګرځي.
دا ملکیت شاید په څو ډوله وي خو له دې مخکې باید ووایم چې ملکیت دلته مادي شتمني نه ده؛ بلکې فکري، عاطفي او هنري تړاو دی.
ډېر شاعران زیات وخت نومځرو په واسطه عاطفه شخصي کوي یا درد او ویره خپلوي٬ چې په دې سره ځینې وخت کلتورونه د خپل هویت برخه ګرځوي
دا زاویه ځکه په شعر کې ښه اغیر لري٬ چې شعر ته اخلاص او صداقت ورکوي یا د لوستونکي او شاعر ترمنځ احساسي تړاو پیاوړی کوي.
تر ټولو ښه کمال یې دا دی چې عادي موضوع ژوره او ماناداره کوي٬ بلاخېره شاعر ته هویت ورکوي او د ځانګړي سبک څښتن کوي یې.
که تاسو وګورئ په پښتو ژبه کې هر شاعر د خپل وطن په اړه تقریبا شعر لیکلی خو دا اکثره شعرونه شعار، نعرې او رومانتيک احساس څرګندوي٬ خو فضل حکیم غندلیب صیب شته چې دا زاویه یې په شعرونو کې بدله کړې او وطن د وجود د  مسولیت په کچه بدلوي.
دا ددې مانا نه لري چې د نورو شاعرانو په شعرونو کې کې به دا زاویه نه وي٬ ځکه شاعر. چې د ښارونو او کلیو په اړه شعرونه وایي نو دا یوازې د ښکلا لپاره نه دي٬ بلکې په شاعرۍ کې د هویت یوه برخه ګڼل کیږي.
ملکیت د بهرني ځواک یا شعار پر اساس نه وي دا د داخلي تړاو او مسولیت پر اساس هم څرګندیږي.
په دې لیکنه کې همدا زاویه د فضل حکیم غندلیب په شعرونو کې څیړو٬ ځکه د هغه شعرونه ملکیتي ګرانښت لري.
د پښتو په معاصرو شعرونو کې ډېر وخت  وطن د مور یا معشوقې په توکه انځورېږي، خو د عندلیب په شاعرۍ کې یو بل ژور بدلون شته ځکه د ده مینه غوښتنه نه لري٬ بلکې مسولیت په کې څرګند دی.
غرونه ټول زما دي او سیندونه ټول زما
کړی مې پخپله خاوره ننګ دی هو الله
که وګورو په دودیزه وطن‌ دوستۍ کې دا ډول بیت ښايي د ویاړ نعره وګڼل شي، خو د غندلیب په بیت کې( زما) د قبضې مانا نه لري٬ دا اخلاقي ملکیت دی، نه سیاسي ځکه شاعر دا نه وایي چې وطن مې دی؛ وایي زه د وطن یم٬ په دې بیت کې نوې زوایه همدا ده چې ملکیت د واک په مانا نه دی بلکې د ساتنې په مانا دی.
خکه وطن‌ دوستي د وسلې، شعار او نعرې نوم نه دی٬ وطن‌ دوستي دا ده چې انسان په خپله خاوره کې بد نه کوي. خکه خو په دې بیت کې ننګ جګړه نه ده بلکې اخلاق دي.
زه په خپلو دنګو شنو غرونو میئن یم
عندلیب یمه افغان یم قلندره
دې بیت ته که وګورو د نورو شاعرانو په خلاف داسې نه وایي چې زه افغان یم ځکه غرونه لرم بلکې وایي چې غرونه لرم ځکه افغان یم٬ په دې بیت کې که وګورو  جغرافیه د هویت علت ګرځي، نه د هویت په توګه. دا په دې مانا چې. په دې بیت  کې فکري بدلون پروت دی٬ ځکه هویت له بهر نه نه، له دننه راټوکېدلی دی.
جار زما پښتون وطنه! شم درته لوګی
ستا په دریابونو کې غورځنګ دی الله هو
دا بیت که سطحي ولوستل شي، یوازې جذباتي ښکاري٬ او شاعر د وطن لپاره ځان قرباني کوي خو داسې نه ده ځکه چې دی وطن نه غواړي خو وطن ته ځان ورکوي.
زه چینار وی ته بلبله های ارمان دی
مازدیګر به مې ښاخونو له راتلې
په دې بیت کې شاعر طبیعت ته د شخصي اړیکې په سترګه ګوري٬ ځکه چینار د شاعر لپاره یوازې ونه نه ده، بلکې د ژور احساس او ژوند برخه یې بولي.
په دې بیت کې ملکیتي مینه له ورایه ښکاري٬ شاعر طبیعت یوازې مشاهده نه بولي، ځان ته یې ملکیت حس کوي٬  دا ملکیت قانوني نه دی بلکې په احساسي توګه څرګند شوی دی.
اوس مې ستا کلام بې شخونده تېرولو
غټې شږې مې غاښونو له راتلې
دلته شاعر د بل چا د کلام د استفادې احساس کوي، خو بیا هم د خپل ځان واک او ملکیتي تړاو څرګندوي.
هغه وايي چې د کلام تېرول یوازې د هنر د درک لپاره نه دي، بلکې د هغه د خپل وجود سره تړاو لري. په دې بیت کې ملکیت د فکر، هنر او احساساتو د مالکیت په شکل څرګندیږي، نه د مادي شیانو په شکل کې.
د یارانو په ظرفونو ژړا راشي
شکي شوی په خپل ځان یم قلندره
دا بیت که وګورو شاعر خپل درد او احساس د نورو پر وړاندې مالک ګڼي٬ ځکه خو د یارانو او چاپېریال موجودیت د هغه د داخلي مالکیت سره تړلی دی.
شاعر په دې باور دی چې ملکیت یوازې مادي شیانو پورې محدود نه دی٬ د زړه، احساس او وجدان مالکیت هم شته نو ځکه قلندر ته اواز کوي.
د صاحب شاه صابر یو مشهور بیت دی او وایي:
دا ونې، بوټي، واورې او ګلونه مې وطن دى
دا غرونه مې هډوکي دي دا خاوره مې بدن دى
په پورته بیت کې شاعر وطن د وجود په کچه بولي او ان خپل وجود یې جغرافیي بڼه خپله کړي.
دا بیت ددې دعوه کوي چې وطن یوازې جغرافیه نه ده، بلکې جسم، هډوکي، ساه او هویت دی.
دلته شاعر وطن ته د نندارې یا ستاینې له زاویې نه ګوري٬ بلکې وطن د خپل بدن غځونه ګڼي. غرونه د هډوکو تشبیه دي او خاوره بدن ګرځي. دا تشبیه یوازې شاعرانه نه ده، بلکې فلسفي هم ده.
د غندلیب صیب هم وطن ملکیت ګرځوي خو جعرافیه یې یو بل ډول وړاندې کوي٬ دې د هغو عناصرو دفاع کوي چې ده ته یې ملکیتي مینه ورکړي ده.
 شعر:
لاs دې ماt شه چې پلوڅه دې ریبله
په دې څانګو غرڅنۍ مرغۍ ویدې وې
د دې سيوري ته به ستړي ګډان ناست وو
د دې  ګل له ګبینه مچۍ راتللې
د دې خوا ته به سيسۍ او زرکان ناست وو
په  دې تیږه به شپونکي شپېلۍ وهله
لاs دې ماt شه چې پلوڅه دې ریبله
په دې ناو کې به چينه  راخوټیدله
په دې پرخو به ولاړې وې سینځلې
په دې ژۍ کې به څیړۍ وې او ګورګورې
دې  چغکورو  کې به سويې پټیدلې
په دې  ټال کې به هوسو دمه کوله
لاs دې ماt شه چې پلوڅه دې ریبله
بیا له غره نه د چېنسې اواز راخيږي
بیا زمونږ له مخې شنې ونې قتلیږي
ځنګلونه په ډاګونو کې بدليږي
د دولت د ښامار تنده نه سړيږي
ټېکداره خدای دې ورانه کړه ګوډله
لاs دې ماt شه چې پلوڅه دې ریبله
ګېډه  ډکه نه شوه  ساه مې په کې  بايله
د خپل شين جنت ښکلا مې په کې بايله
تروګانو کډې  وکړلې  له  غره  نه
د دامونو  مشغوله  مې  په کې  بايله
عندليب  در نه ميرې ته کډه  وړله
لاs دې ماt شه چې پلوڅه دې ریبله
په اوسنۍ شاعرۍ کې د طبیعت، زیان، او د ځنګلي ژوند له ساتنې سره تړلې ملکیتي مینې او احساس ډېر څرګند دی٬ د پورته شعر هر بند یو نه یو ډول ملکیتي احساس لري٬ که وګورو شاعر په لومړي بند کې طبیعت د ژوند یوه برخه ګڼي، غرڅنۍ٬ مرغۍ، مچۍ، سيسۍ او زرکان یوازې عناصر نه، بلکې د خپل ملکیت د احساس سرچینه ښودل شوي.
په داسې شعرونو کې ملکیت یوازې مادي نه دی٬ طبیعت او منظرو احساس هم ملکیت ګڼل کېږي.
عندلیب په خپل شعر کې د ملکیت مفهوم پراخوي ځکه غرونه، ونې، مرغۍ، مچۍ او د طبیعت غږونه د هغه د ملکیت برخه ګرځي.
عزت الله ځواب صیب بیا دا زاویه یو څه پراخه کړې:
وطنه ته مې مور یې٬ ته مې پلار٬ ته مې بابا یې
وطنه زه مجنون په تا مین ته مې لیله یې
( وطنه ته زما یې٬ وطنه ته زما یې)د اهنګ تکرار
د دې شعر پیل دېر اوچت دی٬ ددې شعر یو لویه ځانګړنه داده چې ژر ذهن ته رسیږي او دا چې ذهن ته ولې ژر رسیږي٬ په دې کې د مور٬ پلار او بابا لفظونه دي چې د پشتو شاعرۍ هر لوستونکی ورسره بلد دی او تشریح ته اړتیا نه لري.
په دې بیت کې (ته مې٬ یې) د مرستیال اهنګ دنده اجراا کوي او د مانا له مخې وطن د وجودي اړیکو په کچه ښودل شوی دی.
که وګورو شاعر ځان وطن ته منسوبوي، نه وطن ځان ته٬ چې د هم اخلاقي او هم عاطفي ملکیت شودلی شي.
په دې بیتونو کې زما بابا او لیلا د اهنګ اصلي چورلیځونه دي چې له مستقیمې ادعا سره مرسته کوي.
بل په دې بیت کې له وطن سره د وینې خبره هم شته چې ارثي خبره ده چې د بابا مور او پلار وینه یوه خپلوي جوړه وي ځکه خو شعر قوت مومي.
د لیلا او مجنون خبره نه شلیدونکې افسانه ده چې بیخي په واقعیت اوړي.
محمد داور خاورین بیا وطن له انساني اړیکې لوړ بولي او هغه وایي:
وطن له مور او پلاره هم ګران دى دا ومنه ته
مورنۍ ژبه هم خوږه لکه مورکۍ غوندې ده
شاعران عجیبې خبرې کوي او همدا عجیبې خبرې دوی له عامو خلکو بېلوي٬ که پورته بیت وګورو٬ شاعر باور لري چې د مور او پلار اړیکه فردي او شخصي ده خو د وطن اړیکه بیا جمعې ده او ټولو له یو او بل سره شریکه ده.
یو څه ته مو باید پام وي او هغه دا چې شاعر دا نه وایي چې مور او پلار ارزښت نه لري بلکې هغه وایي وطن هغه لوی بدن دی چې دا اړیکې په کې ژوند کوي.
که همدا خبره په یو بل شکل وکړم نو خاورین صیب وایي چې شخصي مینه باید د جمعي وجدان قرباني نه شي٬
په هر صورت شعر ادبي مبالغه ده، شعر منطق نه دی، شعر یو شدت دی٬ هم هغه شدت باید په کې وګورو.
په ټوله کې د نورو شاعرانو تر څنګ عندلیب په خپلو شعرونو کې د ملکیت نوې زاویه وړاندې کوي٬ وطن، طبیعت، هنر او احساسات د ساتنې، مسولیت او وجود د هویت په کچه د شاعر سره تړلي دي. لکه مخکې مې چې وویل ملکیت یوازې د قبضې یا واک نوم نه دی، بلکې د اخلاقو او وفادارۍڅرګندونه هم ده.
دا زاویه په پښتو معاصر شعر کې یوه ځانګړنه ده، ځکه چې شاعر وطن او ملکیت د شعار، نعرې یا رومانتیک احساس پر ځای د فکر، اخلاقو او هویت د څرګندونې وسیله ګرځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...