Homeخبرونهروسیه وايي، د افغانستان له اوسني حکومت سره یې بشپړ مشارکت رامنځته...

روسیه وايي، د افغانستان له اوسني حکومت سره یې بشپړ مشارکت رامنځته کړی

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) د روسیې حکومت اعلان کړی چې د افغانستان له اوسني حکومت سره یې په افغانستان کې «بشپړ مشارکت» رامنځته کړې دی.

د همکاریو د پراختیا اعلان د پنجشنبې په ورځ، د مې په ۱۴مه، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګی شویګو وکړ. هغه نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکړه چې د کابل له اوسنیو چارواکو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

شویګو د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په ترڅ کې، چې په قرغیزستان کې جوړه شوه، وویل چې له افغانستان سره همکاري د دې سازمان د غړو هېوادونو د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده.

هغه زیاته کړه چې مسکو له طالبانو سره «عمل‌محوره خبرې اترې» پر مخ وړي چې امنیت، سوداګري، کلتور او بشري مرستې پکې شاملې دي.

په ۲۰۲۵ کال کې روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان د نړۍ له سختو بشري بحرانونو سره مخامخ دی. د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، د بیان ازادۍ او رسنیو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي او د مخالفانو او خبریالانو د نیولو او شکنجې راپورونه هم خپاره شوي دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، وروسته له هغې بېرته واک ته ورسېدل چې د امریکا د متحدوایالتونو په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل. نړیوال ځواکونه شل کاله په افغانستان کې موجود وو.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د روسیې له خوا د همکاریو د پراختیا اعلان تصادفي نه بلل کېږي، ځکه دا سازمان لس غړي هېوادونه لري، چې روسیه، هند، پاکستان، چین او ایران هم پکې شامل دي.

دغه سازمان د لوېدیځ، په ځانګړي ډول د امریکا تر اغېز لاندې نړیوالو سازمانونو پر وړاندې د بدیل ځواک په توګه یادېږي. د سږکال په غونډه کې د ملګروملتو په ګډون د لسو نړیوالو سازمانونو استازو هم ګډون کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...