Homeخبرونهد افغانستان او زیمبابوې د ټیستلوبې څلورمه؛ زیمبابوې توپ‌وهنې ته دوام ورکوي

د افغانستان او زیمبابوې د ټیستلوبې څلورمه؛ زیمبابوې توپ‌وهنې ته دوام ورکوي

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۵ مه) د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډله به نن د افغانستان په وړاندې په ټیستلوبه کې خپلې دوهمې پاڼۍ ته په داسي حال کې دوم ورکړي چې د منډو شمېر یې د افغانستان تر لوبډلې ۲۹۱ زیاتې دي او یوازې درې لوبغاړي لري.

که څه هم د زیمبابوې پاتې لوبغاړي، توپ وهونکي نه بلکې توپ اچوونکي دي خو د هغوی په منځ کې ګرېم کریمر هم شته چې یو مهال یې ۱۰۲ منډې کړي دي.

زیمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې کړې وې چې په مقابل کې یې افغانستان یوازې ۲۱۷ منډې وکړې یعني د زیمبابوې تر لومړۍ پاڼۍ ۱۲۲ لږ منډې.  پرون د زیمبابوې لوبډلې ۱۶۹ منډې وکړې.

که څه هم داسي ښکاري چې د میدان او پیچ شرایط د توپ وهنې لپاره خراب شوي، خو بیا هم په هغه صورت کې چې زیمبابوې د خپلو منډو شمېر تر ۳۵۰ زیات نه کړي، ممکنه ده چې افغان لوبغاړي د زیمبابوې له لوري ورکول کېدونکي هدف ته ځان ورسوي.

د زیمبابوې لوبغاړو پرون د نصیرخان معروفخېل په وړاندې له خورا احتیاطه کار واخیست.  ده چې په لومړۍ پاڼۍ کې د زیمبابوې ۷ لوبغاړي سوځولي وو، پرون یوازې یو لوبغاړی وسوځاوه خو تر بل هر باولر یې لږ منډې ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب