په سیاسي مبارزه کې تګلاره بدلېدلی شي، خو هدف نه شي بدلېدلی. په مبارزه کې تر ټولو لومړی باید هدف معلوم وي چې د څه لپاره مبارزه کوو؟ زما په اند، د هرې مبارزې هدف باید د افغانستان ثبات او د خلکو سوکالي وي. د افغانستان په ثبات او سوکالۍ کې شخصي ګټې هم خوندي کېږي، خو په شخصي ګټو کې ملي ګټې نه شي خوندي کېدلی.
د هېواد او خلکو د سوکالۍ لپاره د قانونمند، مشروع او ولسواک نظام رامنځته کېدل اړین دي. که ولس په نظام کې ځان ونه ویني، ولسي او نړیوال مشروعیت موجود نه وي، هېڅکله په هېواد کې رواني، بشري او فزیکي امنیت نه شي تأمین کېدلی.
د مبارزې هدف باید جګړه، د خلکو وژل او عقدوي مخالفت نه وي او نه هم پروژوي سیاست کومه ګټه لري. د ترې جګړې په پای کې هم خبرو اترو ته اړتیا ده. مخکې له دی چې د جګړې په تګلاره فکر وشي، اخر انجام باندې یې هم فکر وشي چې ایا لوی هدف چې د افغانستان ثبات او د خلکو سوکالي ده، لاسته راوړلې شي که نه؟ یا یوازې د افغانانو وژلو او د هیواد کنډواله کولو لپاره خوشاله اوسي.
ټول افغانان د افغانستان مالکین دي او حق لري چې د هېواد په برخلیک کې رول ولري. د قدرت غصب د خلکو د کورونو د غصب په معنی دی. د غاصب په وړاندې مقاومت خامخا رامنځته کېږي. که نن نه وي، سبا به وي. ځکه که ته په خپل کور کې واک او اختیار ونه لرې، هر وخت چې دې وسه وشي، د غاصب په وړاندې درېږې. د ولس مالکیت، حقوق او وجایب اساسي قانون تضمینوي. تر څو چې د اساسي قانون په چوکاټ کې قانوني نظام رامنځته نه شي، هر څوک چې حاکم وي، غاصب ګڼل کېږي. غاصبین تل د ظلم او زور له لارې هڅه کوي چې خپل قدرت وساتي. مطلق قدرت، مطلق ظلم رامنځته کوي او ظالم نه د خدای او نه د خلکو خوښ وي. د ظلم کاسه خامخا یوه ورځ نسکورېږي.
اوس د پورته اهدافو د ترلاسه کولو لپاره باید د مبارزې تګلاره وټاکل شي. لومړی دې هر څوک له خپل ځان سره دا پوښتنه مطرح کړي چې ایا د غاصبینو په وړاندې سیاسي او جنګي مبارزه پورته اهداف ترلاسه کولای شي که نه؟ که د مبارزې له لارې هدف نه شي ترلاسه کېدلی، نو بیا نه سیاسي مبارزه څه ګټه لري او نه جنګي مبارزه.
د پورته اهدافو لپاره په اوسني وخت کې د طالبانو موجوده تګلاره نه شي کولای چې رواني، بشري او فزیکي امنیت تأمین کړي. نړۍ هم افغانستان په رسمیت نه پېژني او افغانستان به د انزوا په حالت کې پاتې وي. د طالبانو په تېرې دورې کې، چې پنځه کاله یې دوام وکړ، یوازې درېیو هېوادونو طالبان په رسمیت پېژندلي وو، خو دا ځل په تېرو پنځو کلونو کې یوازې روسیې طالبان په رسمیت پېژندلي دي. یعنې طالبانو په دوو دورو کې ټولټال لس کاله افغانستان د انزوا په حالت کې ساتلی دی. که د دغه انزوا او د تېر نظام د له منځه وړلو تاوانونه محاسبه شي، په راتلونکو څو لسیزو کې به یې هم جبران ستونزمن وي.
له بلې خوا، د طالبانو سره جګړه او هغه جګړه چې بیا د پاکستان له خوا رهبري کېږي، د افغانستان د ثبات لپاره هېڅ ګټه نه لري. د دې ډول جګړو پایله به دا وي چې افغانستان به یو ځل بیا کنډواله شي او د خلکو د تېرو څو لسیزو ابادي او قرباني به له خاورو سره خاورې شي.
عقلاني او افغاني تګلاره دا ده چې د بینالافغاني خبرو لپاره زمینه مساعده شي. زما په اند، لویه جرګه د دې هدف لپاره تر ټولو ښه تګلاره ده. دا تګلاره ارزانه، اسانه او عملي جنبه لري، په دې شرط چې ټولې خواوې له خیالي طرحو او کاذب غرور څخه راښکته شي. لویه جرګه د عقدوي چلند پر ځای د تفاهم ژبې ته زمینه مساعدوي، ملي پخلاینه پرې ترسره کېدلی شي او د مشروع، قانونمند او ولسواک نظام د جوړېدو لپاره د ملي ګټو او تفاهم په چوکاټ کې یوه ګډه تګلاره ټاکل کېدلی شي.
اوس د افغانستان دننه او بهر افغانان باید په خپله مبارزه، خبرو او تګلارو ژور فکر وکړي چې کومه لار غوره کوي، څو اصلي هدف، یعنې د افغانستان ثبات او د خلکو سوکالي، ترلاسه شي. په شعارونو، احساساتو، ارماني خبرو، کنځلو، د یو بل په توهینولو او بدو القابو کارولو سره د افغانستان ثبات نه شي رامنځته کېدلی. د منازعاتو په حل کې لومړۍ قدم د جنګي ادبیاتو په عوض د سوله ایزو ادبیاتو استعمال دی. په جنګي ادبیاتو سوله او ثبات نشي رامنځته کېدلې.
پدېتوګه، د مبارزې ارزښت په شعارونو او احساساتو کې نه، بلکې د هغې د هدف په روښانتیا او د هدف د ترلاسه کولو په عقلاني او عملي تګلاره کې دی.
شاه محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول