Home+د استاد پژواک په شعرونو کې د تلمیحاتو شننه| همت عمرزوی

د استاد پژواک په شعرونو کې د تلمیحاتو شننه| همت عمرزوی

تلمیح په ادبي بحثونو کې یو معنوي ارایه ده، چې په هغه کې شاعر، لیکوال او آن ویاند ډول ډول او مختلفو موضوعاتو ته لکه: حدیث شریف، داستان، متل، مشهوره پېښه، حکیمانه مقولات او نورو مواردو ته لنډه بېلګیزه اشاره کوي. دا هم ممکنه ده چې د موضوع د لا مستند کولو په خاطر د کومې نوې موضوع د شالید، بېلګې او اړیکې لپاره د پخوانۍ اړوندې موضوع سره تماس ونیسي…

اوس راځم د ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک په شعرونو کې تلمیحي بېلګو ته:

۱- د (پاروپامیزاد) په حماسه کې:

پاروپامیزاد د استاد پژواک هغه مشهوره حماسي ـ تاریخي قصیده ده چې د مثنوي په پراخ قالب کې پر لرغوني آریانا د یوناني سکندر د یرغل او ماتي داستان ته ځانګړې شوې ده.

له پاروپامیزاد څخه موخه د هندوکش او شااوخوا سیمو د غرونو مېړني خلک دي، هغه باشهامته خلک چې سکندر یې د هند د فتحې تر منزله پرېنښود، او دا خیال او خوب یې ورته ګډوډ، نامراده پرېښود، چې په پایله کې د خپلې مور سره په مکاتبه کې د دوی له غیرتمند او نه ماتېدونکي هوډ او روحیې څخه په خورا قهر او پښېمانۍ سر ټکوي.

استاد پژواک د دې داستان پیل داسې کوي:

شنیده ام که سکندر شهنشه یونان
چو بست بهر جهان‌گیری از غرور میان

نبود به سر راهش کسی فزون از میغ
به چشم خلق نمودی خدای حربه و تیغ

ز نوک حربه او می‌چکید خون جهان
ز خاک پاش نمودار خاک پادشهان

چو کرد زیر و بر سرزمین دارا را
بر آن بشد که به دست آرد آریانا را

گشاید این در پولاد را به پنجه زور
نماید از ره افغانستان به هند عبور

استاد پژواک د دې تاریخي پېښې بیان په داسې داستاني انداز کوي چې کابو د منظوم داستان ټول معیارونه پرې تطبیق کېدلای شي. لومړی موږ ته د سکندر د ځواک، برم او جهان‌نیونې د نیت کیسه کوي. د ده د وسعت‌طلبانه سیاست پالیسي بیانوي، او خبره دې ځای ته را رسېږي چې د پرمختګونو او نړۍ‌نیونې خوځنده یرغلګر طوفان د لرغوني آریانا تر څنډو پورې را رسېږي.

اوس نو په تاریخي آریانا کې د سکندر او لښکرو د بندېدو او د دې نه ماتېدونکي آزادپروره ملت د غبرګون او مقاومت کیسه او حماسه پسې غځوي.

استاد د افغانستان هسکو او پولادي غرونو ته د پولادو د دروازې خطاب کوي او دا په ډاګه کوي چې تر دې غرونو تېرېدل د پولادو د وره ماتول دي…

خبر نبود که این مملکت عدو سوز است
خدنگ چله پکتیسیان جگر دوز است

خلاصه اینکه چهل ماه ماند سرگردان
پی حصول مرام، همچو آسیا پی نان

استاد وایي چې سکندر د دې وطن د اصیل خوی او ماهیت څخه ناخبره و. د ده د تمې خلاف څلوېښت میاشتې دلته بند پاتې شو، چې په آخر کې تدبیر او چاره ورنه ورکه شوه.

آن خپل اصلي مرام، چې (هند) ته رسېدل وو، هم ورڅخه ابتر شو.

چو مادرش خبر فتح هند را نشنید
ز حال ابتر فرزند در هراس افتید

نوشت نامه که ای نور دیده مادر
یگانه فاتح گیتی گشای اسکندر

تو را نزاده بودم، جز برای پیروزی
چه جای اینکه بیفتی به این چنین روزی

چرا به هند نرفتی؟ چه در میان افتاد؟
ستاره تو و یا اینکه آسمان افتاد؟

چه ساخت دهر که یونان حریف پیدا کرد
چه فتنه‌ایست ندانم که چرخ به پا کرد؟

دلم ز حرف بد و نیک اهل یونان خست
که بادشاه نتواند دهان مردم بست

یکی ز کوه تو را سرنگون کند، دگری:
بگوید آنکه ز تو نیست کمترین خبری

من و ارسطو و اعیان ملک حیرانیم
کجاست راه حقیقت، کدام سو رانیم؟

چو فیلسوف نداند که سد راه تو چیست
خیال می‌کنم آنجا مکان دیو و پریست

برای خاطر قلب حزین من بنویس:
کدام دیو خیالیست، نام او پکتیس؟

په پورته بیتونو کې د مور او زوی ترمنځ د یوې عاطفي اړیکې سوزنده لمبه نغښتې ده. مور، سره له دې چې د خپل پهلوان او فاتح زوی په بریا مغروره او ډاډمنه ده، خو د زوی د ناڅرګندې او مبهمې ښکېلتیا له اړخه په وېره او اندېښنه کې هم ده.

ځکه په وېره کې ده چې د زړه ټوټه (زوی) یې په آریانا کې د یو سخت او پېچلي مقاومت سره مخ دی.

د استاد د دغه ښکلي عاطفي او حماسي بیان له لوستلو څخه ماته زموږ د وطن د یو منلي اتل بچي، لوی احمدشاه بابا، د لښکرکشیو او له خپلې مور سره د صلاح او مشورې جریان را په زړه کېږي. سره له دې چې دا واقعه په زرګونو کلونو د احمدشاه بابا د حماسي دورې څخه مخکې تېره شوې ده، خو د یوې مېړنۍ مور او یو اتل سپاهي زوی د تلپاتې عاطفي اړیکې د سرگذشت مشابهتونه ترې څرګندېږي.

مور د طبیعي مهربانۍ او عاطفې پرتمین نوم دی. د خپلو اولادونو سره په هر ډول سختو حالاتو کې خپله قلبي اړیکه او پیوستون ساتي.

د سکندر په سرگذشت کې هم د مور او زوی نه پرېکېدونکې طبیعي اړیکه او ګرانښت څرګندېږي.

مور په سکندر پسې پرېشانه ده او له دې حالته ډارېږي چې هسې نه د نړۍ فاتح زوی یې دلته ضایع شي.

نو ځکه خط ورلېږي او له ده څخه د ځنډ او نه پرمختګ سبب پوښتي.

د سکندر مور د هندوکش او پکتیا د مېړنیو جنګیالیو خلکو د سختې مبارزې حالت له پریانو او دېویانو سره تشبیه کوي.

د دې مهم مورد په لوستلو سړی د دې مېړني او مجاهد ملت د زرګونو کلونو همداسې نه تسلیمېدونکو مجاهدو او مبارزو ته ځېرکېږي. دا د ویاړ ځای دی چې د دې خاورې غیرتمند ولس د زرګونو او سلګونو کلونو په دوام د ټولو بهرنیو تېریو، تاړاکونو او مظالمو په وړاندې د خپل نه اېل کېدونکي خوی اصلي جوهر لا هم په ډاډ او ویاړ سره ساتلی دی.

د استاد اسدالله غضنفر او استاد نجیب الله منلي په راډیو بحثونو کې مې د سکندر او ارسطو د شاګردۍ او استادۍ په باب یو بحث واورېد. په دې مرکه کې استاد غضنفر وایي چې د سکندر پلار د ښه روزنې په موخه خپل زوی د ارسطو شاګردۍ ته کښېنوي، خو استاد منلی یې په ځواب کې وایي چې ارسطو د سکندر سره د هغه د اصلي استاد په حیث نه پاتې کېږي؛ یعنې سکندر له ارسطو څخه د استاد په توګه مسلسل زده کړه او روزنه نه حاصلوي. اما دا چې ارسطو خپله د خپل وخت یو بې‌مثاله نابغه دی، نو په یو ډول نه یو ډول د ټولو د استادۍ مقام لري.

خو ارواښاد غلام محمد غبار په افغانستان در مسیر تاریخ کې، د (۴۶) صفحې څخه پیل، پر افغان وطن د یوناني تاړاک د شننې په ترڅ کې زیاتوي چې سکندر د ارسطو شاګرد پاتې شوی دی.

د نړۍ په کچه د نظامي فاتحینو سره د نظامي او تخنیکي جنګیالیو او پرسونل ترڅنګ تل د فکر، تدبیر او آن روحانیت خلک هم ملګري وي، ځکه جګړه او لښکرکشي دې ټولو برخو ته اړتیا لري.

موږ ته زموږ ملي تاریخ دا وایي چې د احمدشاه بابا په لښکر کې هم د فکر، تدبیر او روحانیت خلکو خپله غوره ونډه ترسره کړې ده.

زه به دلته د یوې افسانې په توګه زموږ د سیمې د یو روحاني شخصیت یادونه وکړم.

زموږ د مشرانو د شفاهي روایاتو پر بنسټ د احمدشاه بابا په لښکر کې د ده سره یو ملنګ اوسېده، چې د ده د بریا او ساتنې په پار به یې د خدای تعالی (ج) درګاه ته سوال او زارۍ کولې. وایي احمدشاه بابا ته ډېر ګران و، آن د یو لوی پیر او مرشد عزت او درناوی یې ورکاوه.

بیا یو وخت داسې راځي چې دی ورڅخه راستنېږي او فراه ته راځي. دا چې نوموړی د مال او دولت شوق نه لري، نو د یو صوفي او ملنګ په توګه له دولت او قدرت څخه لرې خپل روحاني ژوند ته دوام ورکوي.

نوموړی روحاني شخصیت (ملانواب نیکه) نومېږي.

دی په خپل یو سفر کې دې سیمې، یعنې فراه، او بیا په ځانګړي ډول د شرق له لورې زموږ کلي ته داخلېږي او د ختیځ نه مخ په لویدیځ د کلي په کوڅه کې په ځغلند حرکت تېرېږي. د دې یون په لړ کې د کلي په کومه برخه کې ناسته کوي او د کلي خلک یې په ډېر درنښت او روحاني ولولو بدرګه کوي. کله چې له کلي نه ځي، نو خلک د ده د نېکمرغۍ او درنې ناستې په احترام پر هغه ځای یوه لویه خونه او تکیه‌خانه جوړوي، چې دا خونه د یو تاریخي او روحاني ارزښت په توګه تر اوسه لا هم د یو غوره معنوي یادګار په توګه په خپل ځای ولاړه ده.

نوموړی پیر وروسته د فراه د بکوا ولسوالۍ ته ځي او هلته هستوګنه غوره کوي. بلآخره هم هلته وفات کوي او په هغه سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي، چې اوس یې هر وخت د ارادت او اخلاص په موخه مینوال او ارادتمندان د مبارک مزار دیدن او دعا ته ورځي.

زما موخه له دې یادونې څخه دا ده چې د نورې نړۍ فاتحین د فکر، تجربې او تدبیر خلکو ته پاملرنه کوي او د خپلو مبارزو د بریا لپاره د هغوی له کمالونو ګټه اخلي.

زموږ د وطن مشران او اتلان د جنګي، فکري او تخنیکي ماهرینو ترڅنګ د روحانیت او کرامت د برخې متبحرو مرشدانو ته هم ځانګړی ارزښت او قدر ورکوي، او د دوی څخه د ملاتړ او دعا تمه لري.

د یادونې وړ ده چې ما دلته ځکه د افسانې خبره وکړه چې د احمدشاه بابا په دربار او لښکرو کې د دې پیر د حضور په تړاو ما داسې کوم کتبي او تاریخي سند نه دی موندلی او دا کیسه د مشرانو د خولې خبره ده چې نسل پر نسل تر موږه را رسېدلې ده. خو؛ دا نور اړوند حالات چې مې ذکر کړه، دا ټول مستند او د نسَبي سلسلې په اساس تر موږه را رسېدلي دي او هېڅ ډول شک او ابهام پکې نشته.

د سکندر د مور تر استجوابیه او عاطفي لیک وروسته، د ستونزو او ستومانیو په ګرداب کې بند مغرور جهانګیر سکندر د خپلې مور لیک ته تر ځواب مخکې له خپلو نظامي افسرانو او ملګرو سره صلاح مشورې کوي او بیا د مور د ډاډ او تسکین په پار هغې ته د خپلو لالهاندیو او ناڅرګند برخلیک په تړاو، او همداشان د تاریخي آریانا د مېړنیو ولسونو او مورچل داره غرونو په باب داسې آرماني ځواب ورلېږي:

سکندر از درخبرت به مشورت پرداخت
سوال مادر خود را به افسران انداخت

نوشت نامه سکندر که ای فدای تو من
سکندر وهمه یک ذره خاک پای تو من

سوال سخت تورا می دهم جواب کنون
ولی نه اینکه به خط وکتابت و مضمون

ببین آه چه مشکل جواب پيچیده
جواب آنچه ارسطوش هم نفهمیده

برای یک دوسه هفته ز راه مهمانی
روانه شد به حضورت سران افغانی

به شرط آنکه گرامی بداری ایشان را
بدان نمط که شهان پرورندمهمان را

ولی زیاده ز حاجت مخوانشان پیشت
که با خبر نکنند از صلابت خویشت

بده قبول به دربارشان به روز نخست
بگوی هرچه به فکرورضا و خواهش تست

به مجلس دومی چون بخوانی ایشان را
به هدیه های گرامی نوازی ایشان را

که سر فراز بیایندپس به خانه خویش
بدان غرور که شاهین به آشیانه خویش

امید من ز جناب جلیله زینسان است
درین زمینه امیدم به خاک یکسان است

که یک خریطه پرازخاک آریانا هم
روانه شد به حضور تو باسران توام

که قبل مجلس ثانی به زیرفرش اتاق
بگسترندازین خاک مفخرت میثاق

د تاریخي حوالو پر بنسټ، سکندر کبیر کابو څلور کاله پر تاریخي آریانا خپل ظالمانه تېري او ناتار ته دوام ورکړ. د دې سیمې د غرب له خوا د دوی د لښکرو تهاجمي څپې په ډېر خوځنده طوفان راورسېدې، خو؛ د آریانا بادرک او باشهامته ولس په خپل منځ کې لا متحد او منسجم شو. د (بسوس) په نوم باچا یې د دې سیمې د مدیریت او ملي مقاومت لپاره وټاکه. د هرات، کندهار، غزني، کابل، پروان، کاپیسا او هندوکش تر غرونو پورې د دوی اتیازره کسیز لښکر د ډول ډول ملي غبرګونونو او مقاومتونو سره مخ شو.

سره له دې چې د آریانا د ملي مقاومت سرښندونکي سرلاري په خورا بې رحمۍ او شقاوت ووژل شول، خو؛ له نېکه مرغه دا ملي خپلواکۍ غوښتونکی نهضت مات او خاموش نه شو. د (بسوس، سپین تمان، ساتی برزانس) په مرګ د دې ملي خوځښت مقاومتي روح لا پیاوړې او غښتلې شوه. د خپلو مشرانو د وینو د انتقام لمبه یې لا ګرمه شوه. له هراته تر کابله د یوناني قواوو په مخ کې خورا زیات خنډونه او مقاومتونه رامنځته شول، آن تر دې چې د دوی د لوژستیکي او ارتزاقي موادو د لېږد او لارو بندولو په خاطر دوی د سختې لوږې له کبله واښه، ماهیان او د خپلو باروړونکو څارویو د غوښو خوړلو ته مجبور شول.

بلآخره د کابل نه مخ په شمال د هندوکش تر غرونو که په سخته تېر هم شول، ولې؛ بېرته په ناچارۍ سره مخ په کونړ، لغمان، ننګرهار او ختیځ وروبهېدل. نیت یې د هند په لور مخکي تګ و، خو په لاره کې بیا هم د ملي جګړې د اتلو جنګیالیو له سخت ځواب سره مخ کېدل. آن تر دې چې سکندر د کونړ په درو کې زخمي شو او د دې قهر د انتقام لمبه یې په ډېر جابرانه شدت د سیمو د خلکو، بندیانو، زلمیو، ماشومانو او بوډاګانو په وینو سړه کړه.

سکندر څلور کاله د مختلفو نظامي (سکندریه) مرکزونو په جوړولو د دې سیمې څخه نظامي قرارګاوې او سنګرونه جوړ کړل، خو د خلکو بیګانه ستېزه او لوړه آزادپالونکې روحیه یې تسخیر او تسلیم نه کړه.

آن کله کله به یې د ډېرې ستړیا او خلق تنګۍ له امله د خپلو نظامي جنرالانو او افسرانو په وژلو هم سر په نه کولو.

آخر په ډېرې مایوسۍ او پښېمانۍ د دې سیمې څخه د وتلو په تکل شو، او دا چې د بېرته ستنېدو په وخت کې له دې مسیره ځان او لښکرې خوندي وباسي، نو د خپل مزل لوري ته یې بدلون ورکړ، د بلوڅستان له لارې ایران او له هغه ځایه بابل ته وخوځېد.

سکندر په دې سیمه کې هم ډېر سخت جسمي زخمونه او دردونه ولیدل او هم یې شدیده روحي او ذهني زجرونه وګالل. بلآخره د ځوانۍ په عمر کې، د (۳۲) کالو په عمر، د ملاریا د ناروغۍ په سبب له دنیا څخه ولاړ او انساني ټولنه یې د اژدهايي خودخوایۍ، ظلم او غرور نه په امان کې پاتې شوه.

د استاد پژواک د دې حماسي شعر د مضمون پر بنسټ، سکندر د خپلې مور د لیک په ځواب کې د خپل ګنځتوب او ناچارۍ د حالت په څرګندولو سره د آریانا د ملي شخصیتونو او مشرانو او په ټوله کې د ولسونو پر ملي خصلت رڼا اچوي او د دوی له دې ملي غرور او وطن پالونکې روحیې څخه سر ټکوي.

گرفت نامه فرزندرا چو مادر او
گذشت آنچه ز حیرت گذشت بر سر او

به مجلس اولی شد ز هر دهن سخنی
ز باغ و گلشن خود چید هر کس سمنی

به مجلس دومی چون رسید نوبت کار
فشانده شد به ته فرش خاک حیرت بار

چو خواستندخوانین آریانا را
نشان فخر و غرور نژاد آریا را

به درب قصر به هم خورد حالت ایشان
فلک به لرزه درآمد ز صولت ایشان

درین میانه دوسه تن میان خون غلتید
ز ضرب تیشه توگویی که بیستون غلتید

توگفتی کنگره چرخ نیلگون افتاد
توگفتی سقف به هم خورده و ستون افتاد

هزار خم نکندمست می پرستان را
چنانچه ذره خاکی وطن پرستان را

چه شورهاکه دراین خاک پرشوراست
چه دیده ها که برای امید آن کور است

سکندراست نه تنهاکه زور ما دیده
هزار آینه را این غبار پوشیده

پایله او لنډیز:

استاد پژواک د لرغوني آریانا د خلکو د شهامت او د پردیو پر وړاندې د نه پخلاکېدونکې ملي روحیې غوره منظوم روایت وړاندې کوي، د مقدوني سکندر د جهان نیوني او مظالمو له ماهیت څخه پرده پورته کوي، او په دې لرغوني خاوره کې د دوی د شنډو او شوموخو د ناکامیو مات او متحیر حالت په ډاګه کوي.

د افغانانو د تاریخي مقاومت او ملي مبارزې ښه هنرمندانه انځورونه کوي، د دوی د دښمن ستېزي او نه اېل کېدونکي مقاومت په باب غوره تشبیهات وړاندې کوي. د دوی د جګړې او ګذار سخته ضربه د فرهاد د تېشې له وارو سره تشبه کوي، هغه وارې چې د یو سوچه او رښتیني محبت په ولولو د (بیستون) د غره په لاخونو کې په شرنګا ترسره کېدل، او فرهاد د خپل پولادي عزم په لوړې روحیې د غرونو ډبرین لاخونه را لړزول.

افغانانو هم تل د پردیو پر وړاندې د وطن دوستۍ په لوړه روحیه د خپلې ګرانې خاورې او منلو ارزښتونو د خوندیتابه او دفاع لپاره دغسې فرهادي او نه ماتېدونکې مبارزه ترسره کړې ده.

استاد په دې تاریخي مثنوي شعر کې د ډېرو ولوله پارونکو حماسي تلمیحاتو څخه کار اخیستی دی.

د تاریخ منظوم کول په داسې لوړ هنري جوهر کې د استاد پژواک غوندي د لویو شاعرانو او پوهانو له وسه پوره ده.

استاد دغې تاریخي واقعې ته داسې هنرمندانه ادبي او حماسي تومنه ورګډه کړې ده چې د یو کتاب تاریخي بحث په ځای یې په داسې هنري شاعرانه قالب کې، په لنډو او اغېزناکو کلمو کې، زموږ د ملي ـ حماسي تاریخ روح د تل لپاره خوندي کړی دی.

منابع:

١_ بانوی بلخ، د استاد پژواک منظوم اثر

٢_ افغانستان در مسیر تاریخ، میر غلام محمد غبار

٣_ ناسیونالیزم افغان، در پهنای تاریخ، پوهاند فضل ربي پژواک

٤_ انترنیتي پاڼې او معلوماتي سرچینې

په دعا او درنښت

همت عمرزوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...