تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) د امریکا یوې فدرالي محکمې افغان وګړی محمد شریفالله، چې د کابل له حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سره د مرګوني برید په تړاو د داعش خراسان ډلې ته د مادي ملاتړ په برابرولو محکوم شوی، په ۲۰ کاله بند محکوم کړ.
د چهارشنبې په ورځ د ویرجینیا ایالت په الکساندریا کې فدرالي محکمې دغه حکم صادر کړ. دا د نوموړي د جرم لپاره د قانون له مخې تر ټولو سخته سزا ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» په دروازه کې ځانمرګي برید د امریکا ۱۳ سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل. دغه برید د افغانستان له وتلو پر مهال د امریکايي ځواکونو د ګډوډې تخلیې له خونړیو پېښو څخه و.
د محکمې قاضي انتوني ترینګا دا حکم وروسته له هغې صادر کړ چې فدرالي پلاوي په اپرېل کې شریفالله د داعش خراسان ډلې ته د مادي ملاتړ په برابرولو مجرم وپېژاند. داعش خراسان د برید مسوولیت منلی و.
څارنوالانو ویلي، شریفالله د هوايي ډګر پر لور د تګ راتګ لارې څارلې او داعش خراسان ته یې هغه معلومات ورکړي چې د برید په ترسره کولو کې یې مرسته کړې ده.
خو د پلاوي غړو په دې اړه متفقه پرېکړه ونه کړه چې د شریفالله کړنو په مستقیم ډول د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوې دي. که دا ادعا له شک پرته ثابته شوې وای، نوموړی د امریکا د قوانینو له مخې د عمري بند له سزا سره مخ کېدای شو.
امریکايي څارنوالانو ویلي، شریفالله په ځوانۍ کې له داعش خراسان سره بیعت کړی و او کلونه یې له دغې ډلې سره اړیکې ساتلې وې. د دوی په وینا، هغه له امریکایانو سره دښمني څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې غواړي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته افغانستان ته د امریکا د پوځي مداخلې په غچ کې امریکایان «ونیسي او ووژني».
شریفالله د محاکمې پر مهال شاهدي ورنه کړه او له سزا تر اعلان مخکې یې هم محکمې ته خبرې ونه کړې. قاضي ترینګا نوموړی «ژمن ترهګر» وباله او ویې ویل چې داسې شواهد یې ونه موندل چې وښيي تورن کس له خپلو کړنو پښېمانه شوی دی.
د ابي ګېټ په برید کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو یو شمېر خپلوانو هم د سزا اورېدنې پر مهال محکمې ته خبرې وکړې. د قربانیانو والدینو د برید له امله د خپلو کورنیو پر دوامداره رواني اغېزو خبرې وکړې او له قاضي یې د تر ټولو سختې ممکنې سزا غوښتنه وکړه.
د شریفالله مدافع وکیلانو د ۱۷ کلنې سزا غوښتنه کړې وه. هغوی استدلال کړی و چې نوموړی د داعش خراسان مشر نه و او د ځانمرګي برید د ترسره کولو په جرم نه و محکوم شوی.
مدافع وکیلانو همداراز ویلي چې د امریکا حکومت نوموړی متحده ایالاتو ته په دې باور راوستی و چې ګواکې هغه د ابي ګېټ په برید کې مرکزي رول درلود، خو څارنوالانو ونه شو کولای دغه ادعا د پلاوي له لارې ثابته کړي.
دفاعي وکیلانو استدلال کړی چې د حکومت د قضیې ډېره برخه له هغو څرګندونو سره تړلې وه چې شریفالله په پاکستان کې له نیول کېدو وروسته د FBI د پلټنو پر مهال کړې وې. وکیلانو ویلي، ښايي دغه څرګندونې په پاکستاني بند کې د ناوړه چلند یا شکنجې له وېرې اغېزمنې شوې وي.
امریکايي څارنوالانو دغه استدلال رد کړی او ویلي یې دي چې شریفالله د برید له ترسره کېدو مخکې په قصدي ډول د داعش خراسان له فعالیتونو سره مرسته کړې او له دغې ډلې سره یې خپلې اړیکې ساتلې وې.
دا قضیه د ابي ګېټ د برید په تړاو د امریکا له مهمو قضايي دوسیو څخه ګڼل کېږي. دغه برید د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له مهمو پېښو څخه پاتې دی او د داعش خراسان د فعالیتونو او د دې برید د مسوولیت په اړه د تحقیقاتو پر بهیر لا هم اغېز لري.