Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا عبدالحق وثیق ته د ابوظبۍ د سفر...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا عبدالحق وثیق ته د ابوظبۍ د سفر اجازه ورکړې

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۱ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د افغانستان د طالبانو د حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته موقتي اجازه ورکړې چې د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته لاړ شي. د ښاغلي وثیق په شمول د طالبانو یو شمېر مشران د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو په هغه لیست کې شامل دي چې له افغانستانه دباندې سفر نه شي کولی خو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټه په ځینو ضروري مواردو کې د هغوی بندیز په موقټ ډول معافوي.

د بندیزونو کمېټې، چې د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې جوړې شوې، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه معافیت د تلې میاشتې په ۲۷مه تصویب شوی او وثیق ته اجازه ورکوي چې د درملنې لپاره د تلې له ۲۸مې د لړم تر ۱۲مې په ابوظبۍ کې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو په نوملړ کې شامل کسان له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ کېږي چې د شتمنیو کنګل کېدل، پر سفر بندیز او د وسلو بندیز پکې شامل دي.

اوسمهال د طالبانو د حکومت له ۶۰ ډېر غړي د نړیوالو بندیزونو په نوملړ کې شامل دي چې ۳۵ تنه یې د کابینې غړي او لوړپوړي چارواکي دي.

1 COMMENT

  1. نو کله چي د استخباراتو یو مشر د درملني لپاره له افغانستان څخه بهر با وجود د دومره بندیزونو سره سره کوښښ کوي چي ولاړ سي… خو افغانستان ولس ته یې بیا بنده ورا چولې ده نه د کوم هیواد ویزه په آسانه اخیستی سي او نه یې هم دومره توان لري.

    یو پاکستان با وجود چي افغانان به یې ډېر تنګول خو د درملني لپاره تر ټولو غوره ځای و، مصارف یې کم و او مريضانو لپاره یې ځای تر ډېره شفا بخشه وي..

    د خدای روی وګورئ امارتیانو، له نړۍ والو سره مو اړيکې سمي کړې او پر افغانان رحم وکړئ… که څه الرحمن او الرحیم احکام تاسو نه پلي کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...