Home+عادي سفرونه که سیاسي سفرونه؟

عادي سفرونه که سیاسي سفرونه؟

شاه زلمی

په سیاسي ژوند کې د سیاستوالو هر ګام او هره پرېکړه د حساب او ارزونې وړ وي. سیاسي سفرونه  عادي تګ راتګ نه دی، بلکې د سیاسي دریځونو، نړیوالو اړیکو او ملي ګټو د تعقیب یوه مهمه وسیله ده. له همدې امله، د یوه سفر ارزښت باید د ناستو، تشریفاتو او رسنیزو انځورونو له مخې ونه سنجول شي، اصلي معیار یې باید هغه سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکې پایلې وي چې د هېواد او ولس ګټه رسېږي.
په نړیوال سیاست کې ځینې سفرونه د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو او ګډو ستونزو د حل لپاره ترسره کېږي؛ خو ځینې نور بیا د سیمه‌ییزو سیالیو، سیاسي فشارونو او نړیوالو معادلو د بدلون په موخه وي. په دې منځ کې هغه هېوادونه او سیاسي مشران چې له نړیوالې انزوا، سیاسي کمزورۍ او محدودو دیپلوماتیکو انتخابونو سره مخ وي، کله ناکله د سیمه‌ییزو قدرتونو او نړیوالو اغېزناکو کړیو د سیاسي محاسبو او سیالیو په ډګر کې د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.
تشې  لیدنې، کتنې او تشریفاتي ناستې د سیاسي سفر د بریا معنا نه لري. مهمه دا ده چې د سفر په ترڅ کې کومې موضوعګانې مطرح شوی، کوم تفاهمونه رامنځته کېږي او د هېواد ملي ګټو ته څه ډول عملي فرصتونه برابرېږي. که سیاسي مشران له پرله‌ پسې سفرونو وروسته هم د خپلو ملي لومړیتوبونو په برخه کې  مشخص پرمختګ او متقابل تعهد ترلاسه نه کړي، نو د دغو سفرونو پایله به تر ډېره په رسنیو او تشریفاتي تعاملاتو کې محدوده پاتې شي.
د یوه هېواد سیاسي مشرتابه دنده لري چې د هر سفر موخې او پایلې روښانه کړي. ولس حق لري پوه شي چې دغه سفرونه د هېواد په اقتصادي وضعیت، سوداګریزو اړیکو، امنیتي ثبات او نړیوال دریځ کې څه بدلون راولي. که د سفرونو په پایله کې د ولس د ستونزو د حل، د ملي ګټو د تأمین او د هېواد د سیاسي دریځ د پیاوړتیا لپاره کوم عملي ګام نه وي اخیستل شوی، نو د هغو پر ارزښت نیوکه او پوښتنه طبیعي ده.
په اصل کې، دیپلوماسي د عکسونو، تشریفاتو او مطبوعاتي اعلامیو نوم نه دی؛ بلکې د ملي ګټو د تعریف، د سیاسي واقعیتونو د درک، د متقابلو ګټو د تأمین او د ملي دریځ د دفاع هنر دی. سیاسي مشران باید بهرني سفرونه د شخصي او تبلیغاتي موخو پر ځای د هېواد د اوږدمهالو ګټو د خوندي کولو او د ولس د ستونزو د حل لپاره وکاروي.
د سیاسي سفرونو بریا په دې کې نه ده چې څوک له چا سره وګوري، په کومه ماڼۍ کې کېني او څو ګډ انځورونه واخلي؛ بلکې په دې کې ده چې له دغو لیدنو وروسته یې خپل هېواد ته څه ترلاسه کړي او د خپل ولس لپاره یې کوم عملي ګام پورته کړی دی. که د یوه سفر پایله یوازې عکسونه، اعلامیې او تشریفاتي ناستې وي، نو هغه به د دیپلوماسۍ پر ځای یوازې یوه سیاسي ننداره وي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦ کال د نوامبر  ٢ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...