شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+برنارد شاه څوک و؟ نن یې تلین دی

برنارد شاه څوک و؟ نن یې تلین دی

تاند – له نن څخه ۷۳ کاله پخوا د ۱۹۵۰ د نوومبر په ۲ مه نامتو شاعر او ډرامه ليكونكى جورج برناردشا (George Bernard Shaw) د ۹۴ کلونو په عمر مړ شوی.

برناردشا په ۱۸۵۶ كال د آيرلنډ د دوبلين په يوه نېستمنه كورنۍ كې سترګې رڼې كړې. له موسيقۍ سره مينه له كوچينوالي څخه له خپلې هنرمندې مور څخه ورته په ميراث ورسېده. له يوڅه زده كړو وروسته يې د ژوند او ګوزارې لپاره بېلوبېلو كارونو ته لاس واچاوۀ. په ۱۸۷۶ كې له دوبلين څخه لندن ته لاړ. هلته يې ژورناليستي كارونه پيل كړل او له دې لارې يې پيسې لاسته راوړلې او ورسره يې ليكوالي كوله. په ۱۷۸۹ كې يې د كيسو او ډرامو ليكلو ته ملا وتړله. په ۱۸۲۰ كې سوسياليستي نظريې ته ګروهمن شو او له دې كاله وروسته د دۀ په ليكنو كې دا تماپل محسوس شو. برناردشا تر كسيې په ډرامه ليكلو كې ښه وځلېد او شاوخوا پنځوس ډرامې يې وليكلې. هغه د مساوات پلوى او رياليست ليكوال دى. افكار يې د تكامل په نظريې تكيه لري. لومړنۍ ډرامه يې په ۱۸۹۸ كې د (مطبوع او نامطبوع ډرامې) په نوم خپره شوه. د برناردشا په نورو مهمو آثارو كې (د شيطان ملګرى ۱۸۹۶، څار او كليوپاتر Caesar and Cleopatra ا۱۸۹۹، بشر او د بشر مافوق ۱۹۰۳ ،Major Barbara ډګرمن باربرا ۱۹۰۵، پيګمالين Pygmalion ۱۹۱۲ او سنټ جون ۱۹۲۴ Saint Joan) يادولى شو.

شاپه ۱۹۲۵ كې د نوبل ادبي جايزه وګټله.ده د جايزې وياړ وماڼه خو د هغې پيسې يې وانخيستې.

 د هغه د آثارو ټولګه د ۱۹۳۰ تر۱۹۳۲ كلونو ترمنځ په دېرشو ټوكونو كې چاپ شوې ده. برناردشا په ۱۹۵۰ كال په داسې حال كې چې په خپل كوركې يې دونې څانګې غوڅولې، ونې ته له ايښې زنې ولوېدۀ او څو ورځې وروسته يې د نوومبر په دوهمه نېټه د څلور نوي كلونو په عمر له دنيا د تل لپاره سترګې پټې كړې.

په دې ليكنه كې دغو ويبپاڼو ته مراجعه شوې ده:

http://www.english.upenn.edu/~cmazer/mis1.html

http://www.kirjasto.sci.fi/gbshaw.htm

http://en.wikipedia.org/wiki/George_Bernard_Shaw

            د برناردشامهم آثار

                                                                                ډرامې

      ناولونه

       نثرونه

برناردشا ډېرې پخې خبرې لري، ځينې يې ولولئ:

نظر: كه له تاسره يوه مڼه وي او زما سره هم يوه او دواړه خپلې مڼې سره بدلې كړ، دواړه به يوه يوه مڼه ولرو، خو كه ته يو نظر لرې او زه هم يو نظر او سره مُبادله يې كړو، هر يو به دوه نظرونه ولرو.

سوسياليزم: په سوسياليزم كې خوار نه پاته كېږئ ،په زوره خواړه، كالي، كور، تعليم او كار، كه دې خوښ وي يانه وي، دركول كېږي. خو كه چېرې معلومه شوه چې د دغو ټولو كړاوونو وړتيا نه لرې، ممكن محترمانه اعدام شې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب